Home / شعراو ادب / صحافت او ادب….!
صحافت او ادب….!

صحافت او ادب….!


همدرد

صحافت عربي لفظ دی، د[صحف] نه ماخوذ یعنې اخستل شوی،  لغوي معنی یې کتاب، مجله، رساله، یا  ورځپاڼه ده، یعنې هغه چاپي مواد چې دیو ټاکلي ځنډ وروسته خپرېږي صحافت بلل کېږي.

دپښتو په نسبت دصحافت اصطلاح په فارسې او اردو کې ډېره رايج او کارول شوې او په انګریزې کې ورته ژورنالزم ویل کېږي کوم چې د [ ژرنل] نه اخستل شوی  معنی یې ده ورځینی حساب یا روزنامچه…

دډېرو په اند دصحافت جامع تعریف کول  ګران دی،د ځینو پوهانو او  استادانوله لوري  دصحافت لپاره  دیوجامع تعریف مندلو کوښښونه شوي لکه په اسلامي دایرة المعارف کې دصحافت دغه پورته  تعریف او مفهوم درج دی .

په نوې عربې کې چې د ورځپاڼې لپاره دجریدې اصطلاح کارول شوې  دصیحفې مترادف ده، البته دواحد په صورت کې کمه اراغلې او دجمع په صورت کې د [ صحف] کې استعمال په نسبت سره [جریدې] ته عام دی داردو دایرة المعارف په دریم ټوک کې دصحافت تعریف په لاندې  ډول شوی:

د ورځپاڼو، مجلو او خبري منابعو لپاره دخبرونو مندل او په هغو( خبرونو) بیا تبصرې لیکلو او نورو ته صحافت  وايي.

بل لورته دا هم ښکاره ده چې د صحافت تاریخ هغومره پخوانی دی څومره چې دبشر تاریخ پخوانی دی لیکن دتیرودرې پیړیو را دېخوا دبېلا بېلو پړاونو نه په تیریدو صحافت دیوجلا فن بڼه مندلې.

دې ته په پام سره د صحافت لپاره نوی تعریف په لاندې ډول شوی:

د نویو ابلاغې او اعلامي وسایلو له لارې عامه معلومات، عامه رایه او  تفریحي مطالب په پرله پسې او مستنده توګه خپرو لو ته صحافت وايي.

دځینو نورو په اند: صحافت یو هنر دی، یوفن دی یو داسې فن چې په هغه کې تخلیقي صلاحیتونه کارول اړین وي.

عموماً خلک صحافت داداب څخه جلا بولي خو په حقیقت کې صحافت دادب یوه برخه دی؛ ځکه دادب او صحافت ترمنځ یو  څرګند نسبت دی، لکه:  د دواړو ځیني امور یوتربله مشترک دي او هم د دواړو بنسټېزه موخه ابلاغ ده، محقق برڼارډ شاه وایي:

پرمختللی  ادب په حقیقت کې صحافت دی، زماني قرب او  تازه ګې دصحافت روح دی، دځینو نورو په نظر هم  پرمختللی ادب صحافت دی، پخوا زمانه کې صحافت او ادب  له یوبل سره لازم ملزوم و ، دځینو پوهانو په اند: صحافت دخدمت نوم دی او ادب ډتولنې دپوهاوي او اصلاح نوم .

اردو ژبی لیکوال مولانا ظفر علي خان لیکلي:

دصحافت څخه زما هدف  صحافت ندی بلکې دقوم او هېواد خدمت دی، که هغه په یومخ مضمون لیکلو سره راځي او که د ۱۹مخونو یا ۳۶ کالمونو په لیکلو سره؛ زه دومره اوږد مضمون لیکلی شم، او خامخا یې لیکم ځکه زما موخه دخلکو او ټولنې خدمت دی غرض داچې دهېواد او خلکو خدمت لپاره صحافت یوه ښه لار ده .

د هندي مسلمانانو  د ازادۍ رهبر، وتلی ادیب او لیکوال مولانا ابولکلام ازاد وایي:

صحافت د ولسونو ویښولو او د هغوی پوهاوي لار ده، د تجارت او پیسو ګټلو زریعه نه… د صحافتي ارزښتونو په اړه د نوموړي د یوې لیکنې اقتباس لولو:

دې با زار ته مونږ په ګټې پسې نه یو راغلي؛ بلکې دزیان او تاوان په تلاش پسې سرګردان یو؛  له چا نه دافرین او شابسیواخستلو په تمه  نه بلکې  دسپکو سپورو اورید ل غواړو! دعیشونو  او راحتونو لپاره  ګلبڼونه نه لټوو بلکې دځانود  اضطراب او زحمت لپاره په ازغيو پسې ګرځو … زما په عقیده کومه ورځپاڼه چې له خلکو او یا کومې ډلې نه  دخپل کار په بدل کې پیسې ترلاسه کوي هغه [ورځپاڼه] دصحافت په لمن  دشرم  تور داغ ده، مونږ ته د  ورځپاڼه لیکونکو او چلونکو مرتبه او مقام ددېنه لوړښکاري  دامر بالمعروف او  نهي عن المنکر د لویې  فریضې سرته رسوونکي یې بولو باید  د ورځپاڼه لیکونکي قلم دهرډول فشار نه ازاد وي  او ورته سره اوسپین   وژونکي زهروې، کومې ورځپاڼې چې دشتمنو خلکو او بډای ډلو څخه پیسې ترلاسه کوي او په مختلفو حیلو او بهانو خپل ضمیرونه او دایمان  رڼاګانې پلوري  دهغوی لپاره غوره داده چې دملنګانو دکچکول په ځای قلمدان په غاړه کړي او  دشتمنو او چارواکو په کوڅو کې هرسهار ماښام  په ارزانه بیه دڅو ناچلو سیکو په بدل کې دخپل ضمیر او ایمان پلورلو نارې ووهي….!

نوربیا


Leave a Reply !



//