Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / د اسلامي امارت محاکم په ولس کې د امن او اطمئنان لامل دی
د اسلامي امارت محاکم په ولس کې د امن او اطمئنان لامل دی

د اسلامي امارت محاکم په ولس کې د امن او اطمئنان لامل دی


د افغانستان اسلامي امارت له یوې خوا د اوسني اشغال په وړاندې جهادي هلې ځلې کوي او لاسته راوړنې پنځوي، خو له بلې خوا د ولس د حقوقي او جنایي قضیو د حل لپاره یې شرعي محاکم تاسیس کړي دي، په تیره بیا په هغو سیمو کې چې د اسلامي امارت تر لاس لاندې دي، درې ګونې محکمې لکه ابتدائیه، استئناف او تمیز فعال دي. ولس د اسلامي امارت له دغه اقدام څخه ډیر خوښ او مطمئن دی ځکه چې خلک عملا ویني چې د دوی مسائل په چټکۍ او له اداري فساد پرته حل کوي.
اوس خلک خپلې قضیې د کابل د ادارې د محکمو په ځای د اسلامي امارت محاکمو ته وروړي، حتی د هغو ښارونو او سیمو څخه هم چې د کابل د حکومت په لاس کې دي، خلک د امارت محکمو ته مراجعه کوي. داسې مثالونه هم شته چې د کابل د ښار څخه دولتي مامورینو خپلې دوسیې د اسلامي امارت محاکمو ته ور وړې او هلته یې حل کړې دي. دوی پوهیږي چې د کابل د ادارې په محکمو کې چې څوک پیسه او واسطه ونه لري، د هغوی غږ نه اوریدل کیږي او نه ورسره انصاف کیږي. د دې وجه دا ده چې هلته د حکومتي چارواکو مقصد یوازې جیب ډکول دي. له بلې خوا د اسلامي امارت غړي دغه کار د جهاد په نیت ترسره کوي. هدف یې د الله تعالی د رضا حاصلول دي. لکه چې په دې حدیث شریف کې رغلي: حضرت عبدالله ابن عمر رضی الله عنهما روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د الله تعالی په نزد محبوب ترین د خلکو هغه څوک دی چې خلکو ته یې ډیره ګټه رسیږي او د الله تعالی په نزد ډېر محبوب عمل دا دی چې د یوه مسلمان زړه خوشحاله کړې، یا یې اندیښنه رفع کړې، یا د هغه له جانبه د هغه قرض اداء کړې، یا یې لوږه ختمه کړې یعنې ډوډۍ ورکړې او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي زه چې د یو مسلمان ورور سره د هغه د حاجت پوره کولو لپاره لاړ شم یعنی کومک ورسره وکړم، دا غوره بولم تر دې چې په مسجد ( النبوي) کې یوه میاشت د اعتکاف عبادت وکړم. رواه الطبرانی
د اسلامي امارت اعضا د ولس په مینځ کې اوسیږي او خلک ورته په آسانۍ سره لاس رسی لري. دا څرګنده ده، که دغه محاکم نه وای، ډیرې خپل منځي شخړې به د خلکو تر مینځ د وینې تويېدنې او دښمنۍ سبب ګرځیدلې وې. په ولس کې به یې د ویرې، ظلم او زورواکې فضا حاکمه کړې وه. په تیرو څو لسیزو کې مونږ د دغه شان ناوړه پیښو ډیرې نمونې لرو. اوس هم مونږ وینو چې د افغانستان په لویو ښارونو کې په رڼا ورځ غلاوې کوي، ماشومان تښتوي، بیا وروسته یې د پیسو په خاطر د بدن اعضا پرې کوي او یا یې وژني.
په وروستیو کې داسي څو راپورونه د هیواد په رسنیو کې خپاره شوي دي چې د پولیسو په یونیفورم کې دغه ډول جنایات تر سره کوي. دغه کار په هیوادوالو کې سخته ویره او اندیښنه رامینځ ته کړې ده. داسې ثبوتونه هم شته چې نوموړي بانډونه د حکومتي چارواکو له خوا په پټه حمایه کیږي ځکه خو جنایات د کمیدو په ځاي نور هم په زیاتیدو دي.
دا حقیقت دی چې د افغانستان د مؤمن ولس ستونزې ډیرې دي. اسلامي امارت یې په اوسني جګړه ایز حالت کې ټولې نشي ختمولی خو ویلی شو چې اسلامي امارت په هیواد کې له اوسنۍ جګړې سره سره په ولس کې د امن او ثبات عامل دی او خلکو ته یې د نسبي مطمئن او ارام ژوند فضا برابره کړې ده. اسلامي امارت به دغه خدمت ته د ولس په همکاري او ملاتړ همدا شان دوام ورکوي. ان شاالله.

د هیواد د خپلواکۍ او د یو واقعي اسلامي نظام په هیله.


Leave a Reply !



//