Home / تازه لیکني او مقالې / په ۲۰۱۶ کال کې یرغلګر او ګوډاګیان یې له پښو وغورځول شول
په ۲۰۱۶ کال کې یرغلګر او ګوډاګیان یې له پښو وغورځول شول

په ۲۰۱۶ کال کې یرغلګر او ګوډاګیان یې له پښو وغورځول شول


تیر۲۰۱۶ م کال چې ۳ میاشتې د (عزم) او ۹ میاشتې پکې (عمري) فاتحانه عملیات له خپل ټول جدیت سره روان وو، د اسلام مخلصو او سپیڅلو سپاهیانو د هیواد په لر او بر کې په خارجې او داخلي غلیمانو ځمکه داسې تنګه او سره تبۍ کړه، چې هم مجاهدینو له خپلو سنګرونو او ۸۰ فیصده سیمو څخه په کلکه دفاع او ساتنه وکړه، هم یې لسګونه ولسوالۍ او سوونه بیزونه او نظامي مراکز د مزدور رژیم له تسلط څخه ازاد او فتحه کړل.
د کابل پرسوده او حلقه بګوش رژیم د کال په سر کې دا غورځې پرځې کړې وې او خپلو بادارانو ته يې سینه ډبولې وه چې که تاسې راباندې د ډالرو او پوځي تجهیزاتو مرستې روانې وساتئ او هوايي ځواک مو راسره اوږه پر اوږه مل وي؛ نو دوی به په ټول هیواد کې د خپل مفسد او شوکمار رژیم جرړې زغلوي او مجاهدین به له هغو سیمو څخه پرشا او وروسته کړي چې اوس یې په واک او ولکه کې لري.
بادارانو یې هم د اکتوبر په میاشت کې د بروکسل غونډه راوبلله او د کابل رژیم د سیاسي او پوځي ملاتړ د اعلان تر څنګ یې د ۱۵ ملیاردو ډالرو د سلسله وارې مرستې ژمنه ورسره وکړه، خو شرط یې دا پرې کیښود چې دوی به له طالبانو سره کلکه جګړه کوي او په اصطلاح زور به یې اوبه کوي.
خو د الله تعالی په خاص مدد او نصرت سره مجاهدینو د مزدور رژیم دغه ټول پلانونه او دامونه یو په بل پسې شنډ او له کاره وغورځول، په دې سربیره چې مجاهدینو په ټول هیواد کې له خپلو مفتوحه سیمو او سنګرونو څخه کلکه دفاع او ساتنه وکړه، متقابلا یې د ګوډاګي رژیم پوځي او امنیتي قطعات تر کلکو او شدیدو بریدونو لاندې ونیول، د بګرام د سترې امریکايي اډي په شمول یې د داخلي او خارجي غلیم حساس او خوندي مراکز تر تهاجمي بریدونو لاندې راوستل، د کابل رژیم بې شمیره مضر او خطرناک چارواکي یې د چریکي او تکتیکي بریدونو په ترڅ کې له منځه یووړل.
د مغرور دښمن ګڼې هغه الوتکې او چورلکې یې رانسکورې کړې چې غلیم دا کار د اسلامي امارت له وسه پورته ګاڼه، چې (طالبان) د امریکا مجهز هوايي ځواک ته هیڅکله ضرر او صدمه نشي رسولی، خو د کال په اوږدو کې ولیدل شول چې د امریکا (ایف ۱۶) الوتکه او نږدې (۱۰ ) نورې چورلکې مجاهدینو د هیواد په بیلابیلو برخو کې راوغورځولې.
له بل لوري د کابل رژیم واکمنو او بادارانو یې په مکرر ډول دا شعارونه ورکول چې د کندوز ښار به هیڅکله هم بیا د طالبانو په لاس سقوط و نه کړي او په هلمند کې به د طالبانو د مذید پیشرفت مخه حتما ډب کوي.
لورونکي رب ( جل جلاله ) د اسلام او هیواد د دښمنانو دغه ټولې غورې او دربې یوه یوه دروغ او بې اساسه ثابتې کړې، کله چې د اسلامي امارت اتل ځواک وغوښتل په کندوز او هلمند کې تصفیوي عملیات شروع کړي، په ډیرو کمو امکاناتو او لږو تلفاتو د څلور ساعتونو په اوږدو کې کندوز د مجاهدینو په لاس فتحه او د بګیلې اردو، شریرو اربکیانو او نورو ملیشو (۱۲) زریز لښکر یې په ډیرې اسانۍ تارومار او له کندوز څخه تیښتې ته اړکړ.
دغه راز د هلمند ولایت د دفاع لپاره د کابل ادارې هلته په موجود (۴۰ ) زریز قوت سربیره په زرهاوو نور ځانګړي قطعات او خاصې ملیشې استخدام او ورولیږلې ولې الله تعالی مزدور دښمن له داسې انجام او سرنوشت سره مخ کړ چې هم یې ټولې ولسوالۍ له لاسه ووتې، په هغو سربیره یې  په زرګونو عسکر له خپلو پوځي امکاناتو او تجهیزاتو سره یو ځای د مجاهدینو لیکو ته سلامي شول او خبره د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار ته ورسیده، چې په پایله کې مجاهدینو وکولای شول خپل قووتونه د لښکرګاه تر (پنځمې) امنیتي حوزې پورې ورسوي، یعني په هلمند کې هم دښمن ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړل شوې، کلک شکست او تاریخي رسوايي يې په برخه شوه.
د بګرام په اډه درې ځله مهم عملیات تر سره شول او هر ځل پکې ګڼ شمیر امریکایان د جهنم کندې ته ولیږدول شول، د یوې شمیرې له مخې په دریو واړو بریدونو کې تر سلو پورې امریکایان یا مړه او یا هم زخمیان شوي دي.
د کابل هوایې ډګر ته څېرمه د خارجیانو د باران کمپ په پوستو عمده عملیات تر سره شول او درانه تلفات ور واوښتل، د کابل ادارې ستر او حساس استخباراتي مرکز ( لسم ) ریاست په بل مخ نسکور او په سوونو جاسوسان او لوړپوړي استخباراتي مسؤلین پکې له منځه یووړل شول، د دفاع وزارت ودانۍ مخ ته د اجیر رژیم مهم جنرالان هدف وګرځول شول، په همدې ورځ د کابل ښار د شهرنو په سیمه کې د استخباراتو په مرکز مهم برید وشو چي له امله یې د پنځو جنرالانو او نورو لوړ پوړو افسرانو تر څنګ لسګونه عسکر مړه او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شول.
دغه راز د هیواد په نورو برخو کې لکه روزګان، بغلان، ننګرهار، پکتیا، فاریاب، فراه، نورستان او نورو ولایتونو کې هم د دښمن له قبضې ګڼې ولسوالۍ، ستر ستر بیزونه او پراخې سیمې د مجاهدینو لاسو ته ورغلې.
په همدې ډول د هیواد په هر کونج او کنار کې یرغلګر او ګوډاګیان د مجاهدینو تر شدیدو حملو او پوځي فشار لاندې ول، له کابل ښار پرته په ولایتونو کې، ولسوالۍ یا د مجاهدینو تر مستقیمې واکمنۍ لاندې وې او که د کومو ولسوالیو ودانۍ د اجیرې ادارې په لاس کې وي هغوی د خپلو تعمیراتو بهر د اجراآتو هیڅ ډول فعالیت او تحرک نه درلود بلکې محصور پاتې ول.
د ۲۰۱۶ کال همدغو فتوحاتو او په هر میدان کې څرګندو لاسته راوړنو د اسلام د ابدي دښمنانو په زړونو او ذهنونو کې دا هیبت او بیم د ننه کړ چې د اسلامي امارت په نه ماتیدونکي قوت په خپله ژبه اعتراف وکړي.
د امریکا ولسمشر ( اوباما) څو اونۍ وړاندې د امریکا پوځي او امنیتي بنسټونو یوې لويې غونډې ته وویل چې په افغانستان کې یې پوځي ماموریت ناکام و او په مشخص ډول امریکا له یوې نیمې لسیزې جګړې وروسته هم په دې ونه توانیده چې طالبان مات او کمزوري کړي.
د هغه په تعقیب د امريکا د دفاع وزارت (پنتاګون) په يو خپاره شوي راپور کې وویل چې افغان ملي اردو او امنيتي ځواکونه د دې توان نه لري چې له طالبانو سره جګړه وکړي او یا تصفيه شوې سيمې وساتلی شي.
نو ویلای شو چې د ۲۰۱۶ کال شپې ورځې په افغانستان کې امریکا، ناټو او د کابل رژیم ته له هر ډول شکستونو، رسوايیو او خجالتونو ډکې وې، په سوونه خارجي عسکر او په زرهاوو غلامان یې له منځه یووړل شول، پراخې سیمې یې له لاسو ووتلې او په نړیوال میدان کې د امریکایانو په ګډون دوست او دښمن ومنله چې اسلامي امارت هغه پوځي او سیاسي قوت دی چې ماتول یې ناشوني او د امریکا او ناټو د وس کار نه دی، نو معقولیت په دې کې دی چې د افغانستان اشغال ته د پای ټکی کیښودل او اسلامي امارت سره د معقولیت په ژبه برخورد وشي.
په دې هیله چې د اسلام، انسانیت او افغانیت دښمنان له یوې نه بلې ورځې ته نور رسوا او ټولې شیطاني کړنې او دسیسې یې برملا شي، دعا کوو چې په پاتې افغانستان کې هم د اسلام او نجات سپین توغ ورپیږي او افغانان نور د اشغال له ستم او وحشت څخه د تل لپاره نجات پیدا کړی، امین یارب العالمین.

Leave a Reply !



//