Home / تازه لیکني او مقالې / جنګي جنایتونه (ډسمبر)
جنګي جنایتونه (ډسمبر)

جنګي جنایتونه (ډسمبر)


سید سعید

د تېر( ۲۰۱۶ز) کال د ډسمبر دمیاشتي  په ۲مه  نیټه د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ په اوتړیو سیمه کي کورنیو عسکرو یو ملکي وګړی (ملنګ اکا ) شهیدکړی دی.

د ډسمبر په ۷مه د لوګر ولایت د خواجه انکوراړوند بنوخیل سیمه کي  د داخلي عسکرو دهاوان په ډزوکي یو ماشوم او یوه میرمن شهیده شوې ده.

د ډسمبر په ۹مه ددایکندي ولایت د ګیزاب ولسوالۍ  د نیکوزو اوجلیزو په سیمو کي داخلي عسکرو له طالبانو سره ترجګړې وروسته  دخلګو کورونه  چور کړي او سوځولي  دي،د ځایې خلګو دوینا په اساس  کورنیو عسکرو دسیدانو اوجلیزوکلیو کي  ۵۳ کورونه  لومړی چور کړی او بیا سوځولي دي او دنیکوزوسیمي بازار یې هم چي ۴۸ دوکانونه پکي موجود وو، له چورکولو وروسته  سوځولی دی.

د ډسمبر په ۱۱مه  د نورستان ولایت د برګمټال ولسوالۍ په  بدین شاه سیمه کي کورنیو عسکرو د ملکي خلکو په کورونو چاپه وهلې،د کورونو تر تلاشي کولو وروسته یې زیات شمېر خلګ وهلي او پنځه تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړي دي.

دډسمبر په ۱۱ مه دنورستان ولایت د دواب ولسوالۍ په پیار کلي کي د داخلي عسکرو دهاوان په ډوزکي یو ملکي وګړی شهید شوی او درې ماشومان ژوبل شوي دي.

د ډسمبر په ۱۱مه  داخلي عسکرو دزابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ د هوتګزو ، ملااکرم او اشغي په کلیو باندي دچاپې په مهال یو ملکي وګړی( بشیراحمد د صابر زوی) شهید کړی او درې تنه نور ملکي هیوادوال  یې بندیان کړي دي.

د ډسمبر په ۱۲مه   دهرات ولایت  د شینډنډ ولسوالۍ  د چهاردرې  په سیمه کي  اربکیانو  دخپل وژل شوي قومندان عبدل  دقتل  په  تور   څلورتنه  ولسي وګړي له خپلو کورونو راایستلي او بیا یې شهیدان کړي دي.

د ډسمبر په ۱۲مه د پکیتا ولایت د زرمت ولسوالۍ په ترکو سیمه کي دځایې عسکرو په ډزو کي یو ملکي وګړی شهید شوی او دوه تنه ټپیان شوي دي.

د دسمبر په ۱۵مه د ننګرهار ولایت د خوګیاڼوولسوالۍ په  وزیرو سیمه کي د اربکیانو  دثقیله وسلو په پیرونو کي درې تنه ولسي وګړي ټپیان شو ي دي.

دډسمبر په ۱۵مه  د پکتیاولایت داحمدخیلوولسوالۍ په  سکندر خیلو کي  اربکیانو یو ملکي وګړی چي دمازدا موټر چلونکي ؤ شهید کړی دی.

د دسمبر په ۱۸مه د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په  کتب خیلو سیمه کي اربکیانو یو ابتدائیه ښوونځی سوځولی دی،په سوځول شوي ښوونځي کي ۵۵۰ تنه شاګردانو زده کړي کولې

د ډسمبر په ۲۰مه دهرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ  د بارتخت په سیمه کي د داخلي عسکرو  دهاوان په  ډزو کي د یو ې کورنۍ څلور تنه  غړي  ژوبل شوي او یو ماشوم شهید شوی دی.

د ډسمبر په ۲۲مه دفاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د شاخ بازار په سیمه کي اربکیانو یو ۱۵کلن ځوان له موټره راکښته کړی او شهید کړی دی.

د ډسمبر په ۲۳مه د میدان وردګ ولایت په  جلریز ولسوالۍ کي یرغلګرو ځواکونو د داخلي عسکرو په ملتیا دخلګو په کورونو چاپې وهلې، دکورونو دروازې یې ماتي کړي،خلګ یې وهلي او یو سپین ږیری(حاجي لعل جان) یې شهید کړی دی.

د ډسمبر په ۲۳مه دفاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ  د ګورآغلي  په سیمه کي اربکیانو  یو سپین ږیری کلیوال  (عبدالحق)  چي له مسجدڅخه کور ته روان ؤ شهید کړی دی.

دډسمبر په ۲۴مه  د پکتیاولایت د جاني خیلو ولسوالۍ په مربوطاتو کي د ځایې عسکرو په ډزوکي یو ملکي وګړی شهید شوی دی.

د ډسمبر په ۲۵مه د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په  ډاګه سیمه کي یرغلګرو د داخلي عسکرو  سره په ګډه چاپه کي دوه ولسي هیوادوال شهیدان کړي او اووه تنه یې بندیان کړ ي دي.

دډسمبر په ۲۸مه  د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ  په  دوهم فارم سیمه کي د اربکیانو  له لوري د هاوان په ډزوکي یو ملکي وګړی شهید شوی او شپږ تنه د ښځو او ماشومانو په ګډون ژوبل شوي دي.

د ډسمبر په ۲۸مه د ننګرهار ولایت  د بټي کوټ ولسوالۍ په تور غر سیمه کي داخلي عسکرو د هستوګني پر سیمه دهاوان پیرونه کړي،په دې بریدونو کي یوه مرمۍ دکوچیانو په میشت ځای لګیدلې،چي له امله یې دیارلس تنه ولسي هیوادوال  ټپیان شو ي دي.

د ډسمبر په ۲۸مه د پکتیکاولایت د مټاخان ولسوالۍ په  مردیانو کلي کي   اربکیانو دوه تنه ولسي وګړي تر شکنجه کولو وروسته شهیدان کړ ي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]


Leave a Reply !



//