Home / تازه لیکني او مقالې / طالبان له جنایت کارانو او فساد سره په مبارزه کې!
طالبان  له جنایت کارانو او فساد سره په مبارزه کې!

طالبان له جنایت کارانو او فساد سره په مبارزه کې!


موسی مهاجر
افغان ولس له امریکايي اشغال سره یوځل بیا د ژوند په سختیو، ناخوالو او کړاوونو کي راګیر کړای شو، نیواکګرو هغه پخواني جنایت کاران، ظالمان، پردي پاله داړه ماران، خائنان، بېګانه پرستان او ځیني غرب پاله تالۍ څټي په افغانانو مسلط کړل او هغوی هیواد یو ځل بیا د کورنیو تنظیمي جګړو وخت ته ورګرځولی دی، ولس اوس بیا د تیرو  تنظیمي او کورنیو جګړو د وخت ترخه څکي او د تیر په څېر د رژیم تر ولکې لاندې سیمو کي د چا ناموس، مال، عزت، ژوند او شتمني خوندي نه ده.
خو لکه څنګه چي طالبانو هغه مهال ملت له دغو بې رحمو څخه وژغورو او په سرتاسري امنیت سره یې د ملت د ناموس، مال او عزت ساتنه وکړه، ملت اوس بیا له طالبانو د دوی د ژغورلو هیله لري، البته د جهاد په برکت هغه سیمي چي د طالبانو تر واک لاندې دي هلته تر ډیره ناوړه جنايي پيښي نه رامنځ ته کیږي، خو په ښارونو او د کابل د رژیم تر ولکې لاندې سیمو کي ولسي وګړي له ګڼو ناخوالو سره مخ دي، چي بیا يې هم له دغو ناخوالو څخه د خلاصون  یوازنۍ هیله طالبان دي.
طالبانو له جنایت کارانو او مفسدینوسره مبارزه د خپل جهادي فعالیت یوه برخه ګرځولې ده او هر ځای يې مجرمینو ته د خپلو اعمالو سزاوي ورکړي او په دې ډول یې تر خپل کنترول لاندې د هیواد په ۷۰ سلنه برخه کي امنیت راوستی دی، تیره ورځ مجاهدینو د غزني د ښار په اړوند سیمه قره باغي کي ۶ تنه مجرمین مجازات کړل، چي ۵ تنه یې د غلا او یو تن یې د زنا د هڅې په جرم په دورو ووهل شول، ډیر خلک د حدودو د جاري کولو لپاره سیمي ته راغلي  وو او  د مجاهدینوپه دغه عمل یې خوښي وښودله، خو د غزني چارواکو مجرمینو ته په سزا و رکولو خواشيني څرګنده کړه.
همداراز یې د فراه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کي دوه تنه انسان تښتونکي د شرعي محکمې د حکم پر بنسټ په عام محضر کي ووژل او سیمه يې د دوی له شرارت څخه خلاصه کړه، تر دې وړاندې هم طالبانو د هیواد په ګوټ- ګوټ کي شرعي حدود جاري کړي او په دې ډول يې د جرمونو کچه راښکته کړې ده، خو د سرتاسري امنیت د راوستو په مخ کي ستر خنډ په ښاري او د رژيم تر ولکې لاندې سیمو کي د چارواکو او عسکرو له لوري د غلاوو، تښتونو او نورو جرمونو تر سره کول دي، چي له همدې امله یې بشپړ کنترول مشکل شوی او هغوی هم په خپلو ساحو کي په ازاد ډول ناوړه جنایات ترسره کوي.
یوازي د یو څو رسنيزو شویو پيښو یادونه به وکړو، چي ورڅخه د نوروپېښو څرک هم لګېدلی شي، خو هغه نادودي چي رسنيزي شوي نه دي او یاپټې پاته شوې له حساب څخه وتلي دي او ځیني چي رسنيزي شوي هم دي، خو قلم يې دلیکو اجازه نه ورکوي، د رژیم تر ولکې لاندې سیمو کي اختطاف یوه عامه خبره ګرځېدلې ده، وړمه ورځ په غزني ښار کي د ملي امنیت څلورو تنو کارکونکو یو سوداګر وتښتاوو، خو کله چي سوداګر په دې پوه شوی، چي دا کسان يې د ملي امنیت د ریاست پر ځای له ښار څخه باسي او د تښتولو په نیت يې یوه بل لوري ته وړي، نود اردو یوې پوستې ته د رسېدلو په مهال  سوداګر په چیغو پيل کړی، غله د تالاشۍ په پوسته کي  له موټر څخه ښکته شوي او د تښتيدلو موکه ورکړل شوې او سوداګر یې پرې ايښی دی، هرات هغه ولایت دی، چي دتښتونې ډیري پيښي پکې رامنځ ته کیږي، هلته چارواکي د اختطاف ګرو بانډونه لري، په تیر اګسټ میاشت کي د هرات اوسيدونکو داسي کره شواهد وړاندې کړل، چي د دغه ولایت د ولایتي شورا غړی محمد عسکر انوري په سړي تښتونه کي ښکېل دی، په افریل میاشت کي د اباسین په نوم د یوه کابل میشتي هلک د تښتونکو له ډلې څخه یو د ارګ ساتونکی و،  د نومبر په میاشت کي د فراهي ماشوم په تښتونه کي د فراه  چارواکي او عسکر لتاړ وو، دغه ماشوم د فراه د ملي امنیت د تحقیق د آمر په کور کي ساتل کیدو، خپله کابل د سړي تښتونو او غلاوو په مرکز بدل شوی، چي د ورځې څوک پکې په ډاډه زړه ګرځېدلی نه شي، د کابل اوسيدونکي هم شکایت کوي، چي پولیس غلاوي ورڅخه کوي، خو چي کله د پولیسو مرکز ته خبر ورکړي، نو ورته وايي، چي دا غله دي چي د پولیسو له یونيفورم څخه استفاده کوي، غلاوي د هیواد په ټولو ښارونو کي د پخوا په نسبت څو چنده ډیري شوي، چي د خلکو په باور له لوړ پوړو چاراکو را نیولې تر عسکرو پوري ټول لاس پکې لري.
د ماشومانو تښتونه د پیسو ترڅنک د پولیسو له لوري په خپلو پوستو او مرکزونو کي د هغوی د ساتلو اوله هغوی څخه د ناوړه استفادې لپاره ترسره کیږي، تیره میاشت په دې اړه رسنیو راپورونه خپاره کړل، چي دا تښونې تر ډیره په هلمند، بغلان او اروزګان ولایتونو کي ترسره شوي، خو چي کله د دغو ماشومانو پلرونه او مشران وروڼه د هغوی د خلاصون لپاره پولیسو ته ورځي، د هغوی له لوري په مرګ ګواښل کیږي او هغه ماشومان ورسره نه پرېښودل کیږي، که کله دا خلک د رژیم اړوندو ادارو ته شکایت کوي، هغوی ورته وايي چي په خپلو ماشومانو پسې مه ګرځئ.
د خلکو په نوامیسو د تیري ډیري بوږنونکې پيښي رامنځ ته کیږي، چي د اشارې په ډول به ځیني یادې کړو، لکه د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ د یوه اربکي قومندان له لوري ځان ته د دوو خوېندو کښېنول، تیره میاشت د کندهار په ژيړۍ ولسوالۍ کي په شخصي جامو کي د پولیسو له لوري له یوه کور څخه د يوې ښځې د ایستلو هڅه، چي ویدیو يې هم راووتله، پنځه ورځې وړاندې په غزني ښار کي د اجیري اردو له لوري په رڼا ورځ د یوې انجلۍ تښتول، په روان لمريز کال کي په نورستان کي د پولیسو له لوري د ۱۶ انجونوتښتول  او په نورو ورته پېښو کي د هغوی لاس بلل، د بلخ د زارع ولسوالۍ د امنیه قومندان له لوري د یوې مېړوښي ښځې تښتول او بیا يې میړه په مرګ ګواښل، د هغه له لوري د نورو مېرمنو په حرمت تیری کول، د تخار د اربکیانو او چارواکوله لوري درې کاله وړاندې د یوې ۱۲ کلنې کندزۍ انجلۍ تښتول او بیا يې تراوسه له ځان سره ساتل، په ځینو سیمو کي د پولیسو له لوري د ناوړه ارادو پر بنسټ له موټرو څخه د ځوانانو او ښځو ښکته کول، د هغو ګڼو پېښو یو څو بېلګي دي، چي هره ورځ د جنايت کارانو له لوري افغانان ورسره مخ کیږي.
طالبان که د اشغالګرو له لاسپوڅو سره له دې امله جګړه کوي، چي هغوی د هیواد په اشغال کي د غرب ملاتړ کونکي دي، خو له دې امله هم له هغوی سره مقابله کوي، چي هغوی په جنايي جرمونو تورن جنایتکاران دي، که مجاهدین له دې امله د کابل له رژیم سره جهاد کوي، چي هغوی د غرب ګټې خوندي کوي، له دې امله هم ورسره مبارزه کوي، چي دا اداره په هیواد کي فساد خپروي.
ستونزي یوازي تر غلاوو او سړي تښتونو نه راګرځي، بلکې د عيسویت خپراوی، د افغانانو د اخلاقي بې لاري توب هڅې، د هغوی د کلتور بدلول هم هغه څه دي، چي اغيزي يې حس کېدلی شي، خو یو کال وړاندې په کابل کي د فرانسې پر کلتوري مرکز برید، له هغه لږ وروسته د طلوع په خبريالانو برید او څوځله په کابل کي د عيسایانو په مرکزونو بریدونه د دغو هڅو د مخنیوي په وړاندې د طالبانو ژمنتیا ښيي، لیکن د دغو مفاسدو ډېرښت ته په کتلود هغو د مخنیوي هڅې کافي نشو بللی، نوځکه باید طالبان يې په مخنیوي کي زیات زیار وباسي، ځکه په هیواد کي مو بل ځواک نشته، چي د دغو جرمونو مخه ونیسي، هغه یوازي طالب چي د اشغال د ختمېدو ترڅنګ يې د فساد د ختمېدو مسوولیت په غاړه دی.

Leave a Reply !



//