Home / تازه لیکني او مقالې / د امریکایي جنرالانو د شكست اعترافي څرګندونې
د امریکایي جنرالانو د شكست اعترافي څرګندونې

د امریکایي جنرالانو د شكست اعترافي څرګندونې


حقيقت دا دی چې امریکایي یرغلګرو هیڅکله داسې فکر نه و کړی چې دوی به یو وخت له داسې حالت سره مخ کیږي چې جنګي قومندانان، پوځي افسران او عسکر به یې پر خپلو جنرالانو او چارواکو د لعن طعن ترحده ملامتي او بد رد وایي.
د سره شوروي د یرغلګر پوځ قومندانانو هم هغه مهال پر ځان وژړل چې کله یې په افغانستان کې د خپلو نازولو سرتیرو ناپاک جسدونه د سپیرو خاورو خوراک شول.
د هغوی د جنګ عمومي قومندان له افغانستان څخه د پښو سپکولو پر مهال وویل: موږ څومره ساده او احمق خلک وو چې د خپلو پوچ مغزه واکدارانو په امر مو پر افغانستان غوندې نابلده ټاټوبي ناحقه تیری وکړ.
نن یوې مشهورې امریکایي جریدې (فارن پالیسي) د یو امریکایي قومندان (جیسون ډیمپسې)، چې د امریکا د پلیو ځواکونو پخوانی افسر دی، خبرې خپرې کړې چې ویلي یې و: زموږ مشران ډېر سطحي خلک وو، دوی پر افغانستان د جګړې د ډګر نه، بلکي د یو سیاحت ځای فکر کړی و؛ ځکه چې دوی افغانستان ته د جگړې پر ځای د سياحت په فکر پاليسۍ جوړولې.
په افغانستان کې د متحده ايالتونو پوځي ماموريت ناکام شوی، او دا ناکامي د امريکايي جنرالانو او ملکي چارواکو له لاسه ده.
نوموړي ویلي: په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د پخواني قوماندان او دفاع وزير ډيويډ پټرياس فعاليتونه ټول هوايي کيسې وې، په داسې حال کې چې نوموړی په امريکايي رسنيو کې د پوځ د پلار په توگه پېژندل شوی و.
د پوځي بيروکراسۍ جمود، ټول امريکايي ولس د رسنيو تر سرټکو پورې تړلی و، پايله يې دا شوه، چې وینو یې. نوموړی وایي: موږ بايد د ويتنام له جگړې عبرت اخيستی وای او دلته مو بیا هغه تېروتنې نه وای تکرار کړې.
ډیمپسي زیاتوي: ښایي له نوي ولسمشر څخه به هم غوښتنې کېږي، چې نور سرتېري، اضافي پيسې، هوایي ځواک او نورو وسلو ته اړتیا ده، چې افغان جګړه وګټو؛ خو نوی ولسمشر بايد له امنيتي مسوولينو پوښتنه وکړي، چې طالبان ولې په نشت وسايلو دومره پرمخ تللي دي، له دې به ولسمشر ته دا هم څرگنده شي، چې زموږ جنرالان د افغانستان په اړه څومره سطحي نظر لري.
ډیمپسي وایي: زموږ جنرالان د افغانستان په اړه اوس هم سطحي فکر کوي او له همدې امله دوی په افغانستان کې مات دي.
دا لومړی ځل نه دی چې امریکایان په خپل شکست په داسې حال کې اعتراف کوي چې تر اوسه یې لا د افغانستان ځمکه او فضا په ولکه کې ساتلې، بلکي په لسهاوو ځله مخکې یې هم دې ته ورته اعترافات کړي. تر ټولو ستر اعتراف د اوباما و، چې څو ورځې وړاندې یې وویل: طالبان موږ نشو ماتولای.
دا ځکه چې دوی اوس په دې متیقین دي، چې نن وي او که سبا، دوی به نور له افغانستانه په ټیټو سترګو وزي او پر افغانستان باندې د خپل ناروا تیري له امله به پر کړي ظلم باندې پښیماني او اعتراف کوي.
افغان مسلمان ولس پر خپل خدای جل جلاله باندې د ټینګ ایمان په آساس پخوا هم په دې باوري وو چې یرغلګر ظالم به هرو مرو شکست خوري، فتحه او بری به الله تعالی خپلو مؤمنو بندګانو ته ور په برخه کوي، چې نن یې اثرات ټول په خپلو سترګو ویني.
وبه المستعان ……..!

Leave a Reply !



//