Home / تازه لیکني او مقالې / د امریکا د زوال او انحلال شیبې!!
د امریکا د زوال او انحلال شیبې!!

د امریکا د زوال او انحلال شیبې!!


شاهـــــد

تجربو ښودلې چې کله کومه امپراطوري  دخپل  استبداد او استکبار له مخې دافغانستان غرونو او درو ته داشغال په نیت راغلې ، نو پایله یې نه یوازې  په افغانستان کې ددې امپراطورۍ په ماتې منتج شوې، بلکې امپراطورې یې منحل  شوې اودعروج له اوج څخه دزوال او ځوړتیا په برخلیک اخته شوې، دا نږدې بیلګې یې  تیره زیږیزه پیړۍ کې (۸۹) کاله مخکې لومړی  دانګلیسان  دامپراتورۍ انحلا ل او زوال وو اوبیا شاوخوا درې نیمې لسیزې     مخکې په (۱۳۶۷ل) کال کې  دسرې خونکارې امپراطورۍ فاحش شکست او نږدي  (۱۵)جمهوریتو باندې یې ویش او انحلال وو چې اوسنۍ روسیه یې  دمیراث په ګدۍ ناسته ده ،بویه د (ډونالډ ترمپ ) په مشرۍ نوې امریکا به هم  دخپلو مخکنیو په برخلیک اخته شي او دامریکا متحده ایالات به متلاشي  او په (۵۲) جمهوریتونوبه  وویشل شي ،(ددې هیواد نوی ولسمشر (ډنالډټرمپ ) به دشوروي اتحاد (ګورباچوف ) غوندې نور داستعمارخوبونه پریږدي اودده په شان به امریکا منحل او دغرور زوال به یې پیل شي .

دا هغه وړاندوینې دي ،چې مطبوعاتوته دنړیوالوپوهانواو مجربو څیرو له خولو راوځي او دحقیقت میدان باندې دپلي کیدو لارې شماري ،نړیوالو رسنیو  د پنجشنبې په ورځ د  لېندۍ په ( ۱۸مه، ۱۳۹۵ل ) نیټه  د سولې نوبل جایزې نوماند او نارویژي ټولنپوه «یوهان ګلټونګ»  په حواله  ولیکل  چې :  د امریکا قوت مخ په ځوړ روان دی او د ډونالډ ټرمپ په ولسمشرۍ کې به د امریکا اوسنی نړیوال ځواک اوبه شي.

یوهان ګلټونګ په نړۍ کې د مختلفو سترو تحولاتو په اړه مخکې له مخکې وړاندوینې کړي دي، چې بیا سمې ختلي دي. نوموړی هغه شخص دی چې د شوروي اتحاد د راپرځېدو وړاندوینه یې هم کړې وه.

ګلټونګ په (۲۰۰۰)م کال کې ويلي و چې «امریکايي امپراتوري» به د( ۲۵ )کلونو په اوږدو کې سقوط وکړي. خو کله چې جورج بوش د امریکا انتخابات وګټل، نو ګلټونګ د جورج بوش افراطي پوځي پالیسیو ته په کتو دغه موده پنځه کاله نوره هم رامخکې او د امریکا نړیوال استکبار عمر یې ۲۰ کاله تخمین کړ.

برتانوي کالم لیکونکی او ژورنالیست «نفیز احمد» وايي چې په وروستیو ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ له بریا وروسته مې وغوښتل چې د یوهان ګلټونګ نظر واخلم چې اوس د امریکا راتلونکي ته په کومه سترګه ګوري. نوموړی د ګلټونګ په حواله وايي چې د ټرمپ له راتګ سره دا احتمال نور هم زیات شوی چې په نړۍ کې به د امریکا ځواک تر ټاکلي مودې مخکې د پای ټکی ومومي.

یوهان ګلټونګ وايي چې د امریکا د زوال وړاندوینه یې په بدبینۍ ولاړه نه ده بلکې د «امریکايي امپراتورۍ» راپرځېدل لکه د شوروي امپراتورۍ په شان هرومرو او خامخا پېښدونکي دي او د امریکا متحده ایالاتو پرځای به د «امریکا جمهوریت» رامینځته شي…..

همداسې نورو نړیوالوسیاست پوهانوهم د ډونالډ ټرمپ  په مشرۍ  دنوې  امریکادزوال او انحلال په ورته ډول وړاندوینه کړي ده  ،دوئ پدې باور دي ،چې دټرمپ تشدد آمیز سیاست به ددې سبب شي، چې امریکا لومړی منزوي او بیا په مختلفو جمهوریتونو تقسیم شي ،ددې سربیره به یې دزور او ځواک اغیز په نورو پیکه شي او هیڅوک به دې ته نه تیاریږې، چې دامریکا دګټو لپاره جګړه وکړي  او ددې دخوشحالولو لپاره پر نورو هیوادنو وبلوسیږې  .

د سولې چارو د څیړنې اروپايي پوهنتون اداري رئيس «دیتریچ فیچر» وايي چې کله چې یوهان ګلټونګ د شوروي اتحاد د سقوط وړاندوینه کړې وه ډیرو لږو خلکو ته د منلو وړ وه، خو زیاتوي چې مونږ ولیدل د ګلټونګ له مشخص تخمین دوه میاشتې مخکې شوروي اتحاد راوپرځېد.

په( ۱۹۷۸)م کال د ایراني انقلاب، په (۱۹۸۹)م کال په چین کې د تیانمن پاڅون، په( ۱۹۸۷، ۲۰۰۸ )او (۲۰۱۱ ) کې د اقتصادي بحرانونو، او د سپتمر یوولسمې بریدونه د نړۍ په کچه هغه لویې پېښې دي، چې یوهان ګلټونګ یې مخکې له مخکې وړاندوینې کړي او ټولې سمې ختلي دي .

دڅیړونکیو په آند د (ډونالډټرمپ )د سیاست  ځینې برخې مثبتې  او ځینې یې منفي  اړخونه لري او پر مایلو ترجیحاتو اغیز ښندي ،دټرمپ دا پالیسي چې یوازې دامریکا په جوړولو به انرژي مصرفوي او کوښښ به کوي، چې امریکا وژغوري، نه داچې  دنړۍ نور نظامونه بدل کړي او دولسونو لپاره  یې نوې حکومتونه جوړکړي  اوداسې نورې خبرې دده دمثبت سیاست نه استازیتوب کوي ،ځکه دټرمپ پدې تصمیمونودنورو خپلواکوهیوادونوپه کورنیوچارو کې دمداخلې څرک نه لګي او نه ترې داشغال بوی راځي، خو دنوموړي داخبره، چې دامریکا نه دې (۱۵۰۰۰۰)غیرقانوني مسلمانان ووځي او دنورو هیوادونو مسلمانان  به امریکا ته نه راځي  دده دمنفي سیاست اړخ دی ،ددې نه یې له مسلمانانوسره دحسادت  نښي ښکاري ، خوڅنګه چې دامریکا میشتې مسلمانان دامریکا تبعه او ددې هیواد کتله ده، امکان لري،  ډرمپ ددې سیاست څخه تنازل وکړي او یایې ښایې داډول دا انتخاباتي کمپاین لپاره شعار ګرځولی وي ،ځکه دهمدي ګواښ نه وروسته  دډیرو امریکایانو له ننګونو سره مخ شواو حتی دخپل ګوند غړو پرې هم نیوکې وکړي،خو هغه چې ډاډ بخښونکې او هیله زیږونکې کې ده، هغه داده چې تراوسه ټرمپ دکابل داداري مشرانو ته دتسلیت او ډاډ تلفون هم ندی کړی او دافغانستان په قضیه یې خاموشي خپله کړي ده ،که چیرته یې دافغانستان داشغال سره علاقه وی، نو د(بارک اوباما)په  شان چې په لومړیو شیبو کې دکابل چاروکیو ته تلفون وکړاود مرستې ډاډ یې ورکړ،شاید ټرمپ هم داسې کوم  تلفون یا بریښنالیک وراستولی وی ،نو دنوموړې چوپتیا   افغانان پدې ډاډه کوي، چې ګوندي امریکایان نور ددې هیواد په اشغال نوي کتنه کوي او خپل عسکر ددې هیواده وباسي .

داوباما )دفلوریدا په ایالت کې ددې هیواد پوځ داعلی سرقوماندان په توګه خپلو امنیتي مشرانوسره دطالبانو په وړاندې دماتي اعتراف اودطالبانو پر قوت  تاکید شاید دټرمپ له سیاست سره نږدي تړاو ولري اویا لږ ترلږه نور ددې وخت  وي، چې حقایق خپلو خلکو ته څرګند کړي ،خو چې داهرڅه وي او هر هدف وي نتایج به یې وروسته راڅرګند شي دا ټول په مجموع کې دامریکا دماتي او په نړیوالو قضایاوو کې ددوئ ناکام سیاست ښکاره کوي ،هغه وخت به هم ولیدل شي، چې دامریکا امپراتوري هم دشوروي اتحاد او هم پیرنګیانو غوندې منحل اودتل لپاره به ترې دنړۍ مسلمانان خلاص شي !


Leave a Reply !



//