Home / تازه لیکني او مقالې / له افغانستان څخه د امریکا د وتلو همدا مناسب فرصت
له افغانستان څخه د امریکا د وتلو همدا مناسب فرصت

له افغانستان څخه د امریکا د وتلو همدا مناسب فرصت


(اخندزاده)

د امریکا په متحده ایالتونوکې سیاسي زلزلې اوڅپانده توپان اوس امریکایي سیاست پوهان او دیپلوماتان  دې ته اړیستل، چې په علني او بارز ډول دامریکا پوځي او سیاسي مشرانو ته مشوره ورکړي ،چې نور خپل عسکر له افغانستانه وباسي او دملت جوړونې هغه طرحه چې دوئ له ځانه سره له واشنګټن نه راوړې وه، نوره دلته دافغانستان په تجربوي لابرتوارکې دازمیښت او تجربې وړ نده .

امریکایان چې نور دخپلو سیاسي او پوځي مشرانوله اجباري جګړه ایزې خارجي پالیسۍ او له امله یې دمالي او ځاني زیانونو نه په تنګ راغلې،   ددې زغم نلري، چې مزیده بد نامي په نړیوال کچ ورواوړي،  نو لومړی یې  دهمدې اهدافو دترلاسه په موخه (ډونالډټرمپ ) ته رأیه ورکړه، ګوندې  که دایې   په ټپ ملهم کیږدي  اوددې مقابل حریفه (کلنټن)یې په انتخاباتوکې ددې امله ماته کړه، چې هغې غوښتل چې دمخکنیو سیاسي مشرانو کلاسیکي سیاست پلی کړی  او نړۍ دپخوا په شان دجنګونواو خونړیوجګړو په لمبو کې وسوزوي  ، دویم ګام یې دا دی چې  وخت پر وخت دخپلو قلمونوپه څوکو او کنفرانسونو له لارې مشرانو ته کلکه سپارښتنه کوي، چې   دنورې نړۍ په شان له افغانستان نه دعسکرو دایستلو ښه مناسب وخت همدا دی ،  چې یو ددوئ څخه  (مارک کریزر) د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت  هغه پخوانی مامور او د ملت جوړوني په څانګه کې د نړیوالو ټولنو غړي لیکوال او سیاست پوه دی  ،چې امریکایانو ته یې په خپله  یوه تازه لیکنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ملت جوړوني پروسه هیڅ لاسته راوړنه نه لري، ځکه نو امریکا باید نور تر دې پروګرام تېر شي او افغانستان پر خپل حال پریږدي.

نوموړي (مارک کریزر )ویلي چې پنځلس کاله وروسته امریکا د ملت جوړوني پر پروسه باندي( ۱۱۵) بلیونه ډالره مصرف کړل، (د یوې احصائيې له مخي که د پوځ او جګړې د لګښتونو حساب ورسره مل شي نو امریکا تر اوسه په افغانستان کې (۷۸۳ )بلیونه ډالر مصرف کړي)

خو په افغانستان کې په کال( ۲۰۱۶)کې حالت دېته راغلی چې امریکا هر څه طالبانو ته بایلي، د امریکا په هڅو چې چې هر څه پرمختګ را منځته شوی، هغه اوس د طالبانو په لاس له منځه ځي، د افغانستان حکومت په کراره کراره نور د فساد له وجي او همداسي د طالبانو له وجي په را پرځېدو دی.

طالبان د کال (۲۰۰۱ )راهیسي تر بل هر وخت زیاتي سیمي په خپل کنټرول کې لري، د هیواد پر دریمه برخه یې بشپړ واک دی، او په پاته دوه برخو کې هم د شپي له خوا اکثره سیمي د دوی په ولکه کې وي.
د کال ۲۰۱۶ د جنوري میاشتي راهیسي طالبان وتوانېدل چې د پنځو ولایتونو مرکزونه تهدید کړي، په کابل کې لوي بریدونه وکړي او د هیواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې عملیات تر سره کړي چې هره ورځ یې د بريدونو اوسط ۶۸ بریدونه وو.
په نتیجه کې افغان ځواکونو په یوه کال کې (۱۵۰۰۰ )تلفات ورکړل،( ۵۰۰۰ )ملکي تلفات دي، په هیواد کې تر( ۱،۲ )ملیونه زیات افغانان له کوره بېځایه شول، د کال (۲۰۱۶ )په اولو شپږو میاشتو کې( ۸۵۰۰۰ )کسانو د اوروپا په لور هیواد پرېښودو ته زړه ښه کړ.
د نوموړي په وینا د طالبانو تر څنګ د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې داعش را څرګند شو، د افیومو تولید د تېر کال په نسبت ۴۳) سلنه زیات شو، تر اوسه په مالي لحاظ د جګړې او فساد لپاره هر څه امکانات موجود دي.

د نړیوال بانک د( ۲۰۱۶ )کال د راپور سره سم په افغانستان کې ټولنیز او مالي لاسته راوړني ۱۵ کاله وروسته په چټکۍ سره د جګړې او فساد له امله له منځه تلونکي دي. لیکوال زیاتوي: اکثره امریکایانو په افغانستان کې جګړه هېره کړې او نه هم غواړي چې په اړه یې څه واوري او نه هم په افغانستان کې د جګړې د قیمت څخه معلومات لري چې د امریکایانو د ژوند او اقتصاد په زیان تمامیږي.
لیکوال وایی همدا وخت دی چې د امریکا نوی ولسمشر په افغانستان کې خپله لاره بدله کړې او امریکایانو ته نوي اهداف واضح کړي.
تر ۱۵ کلني ناکامي جګړې او پروګرام وروسته باید د امریکا لپاره نوې لاره له افغانستان څخه د پوځونو ایستل وي او په ملکي سطحه باید د «ملت جوړوني» پروسه ودروي، کوم چې هم قیمتي تمامه شوې او هم یې هیڅ لاسته راوړنه نه ده لرلې…..

ډیری امریکایان پدې نظر دي ،چې نور باید ژر ترژره له افغانستان څخه امریکایایي چارواکې خپل عسکر وباسي  او دافغانستان جګړه نوره ددوئ لپاره زیان رسوي ،چې ژوندۍ بیلګه یې د(بارک اوباما)انتخاباتي کمپاین او مبارزه وه، چې نوموړې دامریکا له ولس څخه په همدې ژمنه رأیه واخسته چې له افغانستان  او عراق څخه به خپل عسکر وباسي او د(ګوانتانامو) بدنام زندان به بندوي  ،خو کله چې سپینې ماڼۍ ته ننوت ،بیایې  ټولې ژمنې  تر پښو لاندې کړي او په یوه وعده یې هم چندان وفا ونکړه ،ددې خبرې نه جوت معلومات کیږي ،چې  نه یوازې دا چې دامریکاپوهان ،سیاستمداران  او دیپلوماتان یا نور لوستی قشربلکې په ټولیز ډول ددې هیواد دولس عام اکثریت نور نه غواړي، چې امریکایي عسکر دي افغانستان کې پاتي شي او دوئ دې دیو ه اشغالګر پوځ په نامه هلته ولس وژنه وکړي او عسکر دې ووژل شي ،ددوئ غوښتنه او مشوره خپلو سیاسي او پوځي مشرانوته داده:  چې نور دنړۍ ولسونه پریږدئ چې خپل آزاد ژوند وکړي او ستاسو دنده او هغه چې پرې مکلف یاست ،هغه دامریکا ساتنه ده ،نه دنورو حکومتونواو نظامونو اصلاح او بدلون !

افغان ولس چې نور دامریکایانو له مداخلې نه تر پوزې پورې راغلی ، په وازکومې دامریکا له نویو مشرانو څخه په جدي ډول  غواړې، چې خپل پوځونه مو له هیواده وباسئ او مونږپریږدئ، چې دخپل برخلیک پریکړه پخپله وکړو،نه درنه پیسې غواړو ،نه درڅخه دملت جوړونې پروسه کې مرسته غواړو او نه نور ستاسو یرغل په خپله خاوره راته دزغم وړ دی .

په پای کې دامریکایي سیاست پوه او دیپلومات (مارک کریزر)خبره یو ځل بیا دامریکاپوځي  او سیاسي  چارواکیو ته ورغبرګووچې :  : «همدا وخت دی چې امریکا له افغانستان څخه ووځي!!!


Leave a Reply !



//