Home / شعراو ادب / غزل/اواب
غزل/اواب

غزل/اواب


حاجي محمد اواب

ژاړه تور زړګی دې روڼ ابشار سي

شپه په ستورو ژاړي آن سهار سي

ولاړه مه سه مینه له دې خلکو

مور چې د بچیانو ومري خوار سي

وپېیي امیل له خور اولسه

هغه چې تر زړونو ووځي تار سي

اوښکو د مظلوم ته نیسي لپه

هغه به د درست ملت رخسار سي

ستا خیال چې د زړه په ارګ کې ناست وي

ځان راته ښکاره پاچا واکدار سي

اوښکې چې رڼي دي نو له زړه دي

پاک به وي له زړه چې کوم ګفتار سي

مینه یي معنی آدم ویی دی

مینه چې څوک کاندي معنادار سي

پوهې اسرافیله شپیلۍ پو که!

مړ ملت زما ګوندې بیدار سي

ستا په نمکیني حسن خو ګله!

ژوند د ملا اواب ډیر مزه دار سي


Leave a Reply !



//