Home / تازه لیکني او مقالې / د افغانستان په جګړه کې د یرغلګرو یوه بله لاس ته راوړنه
د افغانستان په جګړه کې د یرغلګرو یوه بله لاس ته راوړنه

د افغانستان په جګړه کې د یرغلګرو یوه بله لاس ته راوړنه


کورنیو رسنیو پرون د غربي رسنیو په حواله راپور خپور کړ، چې ویلي وو: د کاناډا هیواد یو عسکر چې د افغانستان په جګړه کې شریک شوی او بیرته تللی، په خپل کور کې یې د ځان په شمول پنځه تنه وژلي دي.
د هغه ځای د رسنیو په خبره، رسمي تحقیقاتو ښودلې چې نوموړي عسکر په افغانستان کې د جګړې پر مهال عصبي ټکان خوړلی، ځکه یې د خپل کور غړي یو په بل پسې د توپنګچې په ډزو ویشتلي او ورپسې یې ځان وژلی.
یاد تحقیقاتي راپور چې د کاناډا (CTV) په نوم تلویزوني کانال د رسمي چارواکو له خولې خپور کړی، پکي راغلي چې د افغانستان په جګړه کې تر اوسه د کاناډا 180 تنه پوځیان په رواني او عصبي ناروغیو اخته شوي او 72 تنو یې ځان وژنه کړې ده. تر دې مخکي د اسټرالیا هیواد د (روغتیا او هوساینې ادارې) په څیړنیز راپور کې ویل شوي وو، چې د افغانستان په جګړه کې د ګډون له امله تر اوسه 292 تنو پوځیانو ځانونه وژلي دي.
دا راز د نورو غربي هیوادونو د پوځیانو د رواني او عصبي ناروغیو او بیا ځان وژنې په اړه وخت پر وخت رسنۍ پرلپسې راپورونه خپروي چې د دې ښکاروندویي کوي، چې د افغانستان جنګ د لویدیځوالو لپاره سیاحت نه، بلکي د جهنم یو منظر ثابت شوی دی.
دا خبره که څه هم په ظاهره یوه وړه واقعه ښکاري خو په حقیقت کې دا یو داسې پیغام دی چې باید تیري کوونکي او د هغوی لاسپوڅي آله کار وګړي ترې عبرت حاصل کړي.
ځکه چې دا ځل یعني په 2001م کال کې د امریکا په سرکردګۍ بهرني یرغلګر په داسې شکل افغانستان ته راغلل چې هیڅکله یې دا نه وه انګیرلې چې ګویا دوی به یو وخت له معمولي ستونزې سره مخ کیږي، دا خو یې بیخي نه وه اټکل کړې چې دوی به 15 کاله وروسته داسې شکست خوري چې بالاخره به یې عسکر په خپل لاس خپل ځانونه وژني.
داسې یوه جګړه چې د غرب د شیطاني میډیا د سرټکو په دروغجن او فریبګر انداز د څو اونیو په موخه د څو معلومو اهدافو لپاره پیل شوي وه، نن پوره 16 کاله په داسې حال کې ورباندې تیریږي چې نه یې کوم معلوم هدف تر لاسه کړ او نه یې کوم سیاسي او یا نظامي بریا خپله کړه.
افغانانو ته یې داسې یو فاسد او کرپټ نظام په تحفه کې ورکړ چې په نړۍ کې د فساد او خیانت له امله اول نمره شو، د نظام چارواکي پخپل منځ کې د میږي او لیوه په څیر ژوند سره کوي، په ولس کې کرکه او نفرت دومره ورسره زیات دی که چیرې د یرغلګرو بمبارونه، ټانګونه، ډالر او وسایل د یوې دقیقې لپاره ځینې لیرې شي، افغان ولس به دغه ګوډاګیان ژوندي تر خاورو لاندې کړي.
یرغلګرو خپله ټوله پرمختللې ټیکنالوژۍ د افغانانو د وژلو لپاره وکاروله، ټریلیونونه ډالر یې خاورې کړل، خو له دې سره سره نن پخپله اعتراف کوي چې 60٪ سلنه خاوره یې له واکه وتلې، او دوی نشي کولای چې مجاهدینو ته شکست ورکړي او دوی په دې باوري دي چې ماموریت یې په افغانستان کې ناکام دی، پایله دا شوه چې عسکر یې په خپل لاس خپل ځانونه او خپلې کورنۍ وژني.
دوی او ګوډاګیان یې باید په دې سر خلاص کړي چې د الله تعالی قول او وعده هیڅکله دروغ کیدلای نشي، چې د حق او باطل تر منځ یعني د تیري کوونکي ظالم او بې ګناه مظلوم تر منځ په مقابله کې الله تعالی هرو مرو د خپل مسلمان مظلوم بنده مرسته او نصرت کوي، بری به د مظلومانو وي او تیری کوونکی ظالم به له ماتې او ذلت سره مخ کیږي. انشاء الله.

Leave a Reply !



//