Home / news / په فاریاب کې مجاهدینو د تلفاتو او د دښمن پرمختګونو ادعا حقیقت نلري
په فاریاب کې مجاهدینو د تلفاتو او د دښمن پرمختګونو ادعا حقیقت نلري

په فاریاب کې مجاهدینو د تلفاتو او د دښمن پرمختګونو ادعا حقیقت نلري


تیره ورځ دکابل ادارې د مزدورو عسکرو د ۲۰۹ شاهین په نامه د قول اردو قومندان او نورو کسانو ادعاوې وکړي چې ګنې د فاریاب په چهلګزي، المار او غورماچ ولسوالیو کې يې عملیات پای ته رسولي، ۱۲۵مجاهدین يې شهیدان کړي چې د ولایت مرستیال ملا عبدالصمد هم په کې دی، د مجاهدینو په منځ کې د نورو هیوادونو اړوند اتباع موجود وو، حتی قومنده يې دهغو په لاس کې وه او داسې نور پروپاګند…!؟

موږ د مزدور دښمن دغه ادعاوې په کلکه ردوو، له تیرو دریو اونیو د فاریاب ولایت چهلګزي، المار او ځينو نورو برخوته دښمن د عملیات په عنوان راغلی وو، خو هيڅ پرمختګ نه لري او نه يې هم مجاهدینو ته کوم د پام وړ تلفات اړولي، بلکې پخپله د درنو ځاني او مالي تلفاتو سره مخ شوي دي.
د اسلامي امارت د ولایت مرستیال ملا عبدالصد ژوندی دي، د فاریاب په ګډون په ټول هیواد کې د بل هیوادکوم تبعه زموږ په صفوفو کې شتون نلري، دا پروپاګند هغه مهال ویل کیږي چې کله دښمن د جګړې په ډګر کې له ماتې سره مخ شي، نو بیا د رسنیو له لارې خیالي پرمختګونه اومجاهدینوته د تلفاتو اړولو اعلانونه کوي.

البته دښمن دملکي خلکو په وړاندې د خپلو جنایتونو په دوام د بادغیس او غورماچ ترمنځ د لوی لارې په سر د ملکي خلکو په سلګونه کورونه نړولي او په دا یخ ژمي يې خلک له بې سرفنايي سره مخ کړي دي.

د دښمن دعملیاتو په لړ کې ۳ تنه مجاهدین شهیدان او ۲ ټپيان لرو، نور هيڅ زیان نشته، هیوادوال دې د دښمن پوچو ادعاوو ته غوږ نه نیسي او رسنۍ هم باید په یولوریز ډول د دښمن ادعاوو ته انعکاس ورنکړي، بلکې د دا ډول راپورونو د نشر په مهال  حتما زموږ نظر له ځانه سره ولري.

قاري محمدیوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند

۱۴۳۸/۴/۹هـ ق

۱۳۹۵/۱۰/۱۸هـ ش ـــ 2017/1/7م


Leave a Reply !



//