Home / تازه لیکني او مقالې / د ۴۱ ولسوالیو په مرکزونو او پراخو سیمو سپین بیرغ رپیږي
د ۴۱ ولسوالیو په مرکزونو او پراخو سیمو سپین بیرغ رپیږي

د ۴۱ ولسوالیو په مرکزونو او پراخو سیمو سپین بیرغ رپیږي


تېر ( ۲۰۱۶) کال کې د اسلامي امارت قهرمانو مجاهدینو د هیواد په مختلفو برخو کې پراخې سیمې د دښمن له وجود څخه پاکې کړې، د کابل رژیم د یرغلګرو د هوایي او مځکني عسکري ملاتړ سره سره ونه توانید چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د پرمختګ مخه ډب کړي.

د کندوز ښار په دوهم ځل هم فتحه شو، د هلمند د مرکز لښکرګاه په مربوطاتو کې مجاهدینو سنګرونه نیولي دي، د مارجې، نادعلي، ناوې، ګرمسیر، خانشین، دوشې ولسوالۍ او پراخې نورې سيمې فتحه شوې، د ارزګان مرکز ته مجاهدین ننوتل، د فراه ښار تر محاصرې لاندې دی.

بغلان کې پراخې سیمې تصفیه شوې، په فاریاب ، جوزجان او سرپل کې د ارګ دوهم سړی، (جنرال دوستم) په پرله پسې توګه وځغلول شو، وسلې او وسایط یې غنیمت شول، په غزني، پکتیکا، لغمان، کونړ، بدخشان، کندهار او….. ولایتونو کې ډیرې پراخې سیمې او ساحې له دښمن څخه ونیول شوې.

په مفتوحه سیمو کې په لویو لارو او نورو  سیمو کې د غلاوو مخه په یو مخیز ډول نیول شوې، مدرسې او ښوونځي فعال شوي، قضایي او عدلي ارګانونه تر پخوا لا ډیر فعال او پراخ شوي، د لارو، پلونو، پلچکونو او عام المنفعه بنسټونو د بیا رغونې چارې پیل شوي، قاتلان او سارقین د شریعت د اصولو مطابق مجازات شوي او مظلومانو ته خپل حقوق رسیدلي دي.

تېر کال د هیواد په مختلفو سمتونو کې د  ۴۱ ولسوالیو په مرکزونو او نورو پراخو سیمو باندې د امن او شریعت سپین بیرغ رپاند شو، کابل ادارې د یرغلګرو په ملاتړ ډیره هڅه وکړه چې بایللې سیمې بیرته له مجاهدینو څخه ونیسي، خو د الله تعالی په ځانګړي نصرت او د مجاهد ولس په پراخ ملاتړ مجاهدینو هر ځل د دښمن بریدونه نه یوازې دا چې پر شا تمبولي، بلکي د سر او وسایلو لوی زیان یې هم ورته اړولی دی.

یرغلګر دښمن او داخلي ګوډاګیان یې باید له تیرو پنځلسو کلونو څخه عبرت او سبق واخلي، ځکه څومره چې یې  وس  رسیده هومره زور یې وکاراوه، زر یې وشیندل، وحشت یې تکرار کړ، خو افغان ولس یې تابع نه کړای شوای، د مجاهد ولس د خپلواکۍ جذبه یې خاموشه نه کړای شوه او په دې ونه توانیدل چې د اشغالګرو پر ضد روانه سپیڅلې مبارزه  کمزورې کړي.


Leave a Reply !



//