Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / هلمند ته د ۳۰۰ نورو امریکايي ځواکونو د را استولو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندوني
هلمند ته د ۳۰۰ نورو امریکايي ځواکونو د را استولو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندوني

هلمند ته د ۳۰۰ نورو امریکايي ځواکونو د را استولو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندوني


تیره ورځ امریکايي نظامي قومندانانو اعلان وکړ چې په راتلونکي پسرلي کې به  هلمند ولایت ته له خپلو غلامانو سره د مرستې لپاره ۳۰۰ امریکايي عسکر واستوئ.

دا اعلان په داسې حال کې کیږي چې په تیر دوبي کې هم ۱۰۰ تنه امریکايي خاص ځواکونه د هلمند دمرکز لښکرګاه د دفاع لپاره را واستول شول چې له درنو تلفاتو وروسته ډير ژر په هلمند کې د باسټن په نامه نظامي کمپ ته وتښتیدل.

په عین وخت کې د معلوماتو په اساس امریکايي نظامي کړیو د عامو امریکايانو څخه په پټه توګه اوس هم د (کیمپ ډایر«Camp Dwyer»)  په نامه  یو مهم مرکز د هلمند د ګرمسیرولسوالۍ په مربوطاتو کې ساتلی دي چې سلګونه امریکايي ځانګړي ځواکونه په کې میشت دي.

برسیره پر دې دهلمند په شوراو کې هم په باسټن  کمپ کې سلګونه اشغالګر عسکر اوسیږي.

له پورته تعداد امریکايي عسکرو سره سره نور امریکايي ځواکونه هلمند ته را لیږل او بیا يې اعلانونه کول صرف د دې لپاره دي چې دکابل ادارې غلامو او شکست خورده عسکروته تر پسرلي پورې روحیه ورکړي او پښه يې ټینګه کړي.

خو څرنګه چې د اسلامي امارت سرسپارلو مجاهدینو دلسهاوو زره امریکايي او نورو اشغالګرو ځواکونو په شتون کې خپل پرمختګونه جاري وساتل  د څو سوو نورو عسکرو شتون يې هم د پرمختګ پرمخ کې نشي خنډ کیدلی.

خوکه امریکایی عسکر له خپلوخوندی غارو او بیسونو څخه دجګړې میدان ته راووزی نو په مخامخ جګړه کي به صدمه وويني او د غلامانو پرځای به دوی ووژل شي.

داسې کړنې  د اوباما وروستۍ ناکامه هڅي دي چې نه به  لکه تیر غوندې کومه نتیجه ترلاسه کړي  او نه به هم په امریکا کي دننه او په نړیواله سطحه خپل شکست جبیره کړای شي.  ان شاءالله

*قاري محمدیوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند*

۱۴۳۸/۴/۹هـ ق

۱۳۹۵/۱۰/۱۸هـ ش ـــ 2017/1/7م


Leave a Reply !



//