Home / تازه لیکني او مقالې / د امریکا ۳۰۰ عسکر به د شکست خورده رژیم کوم درد دوا کړي؟
د امریکا ۳۰۰ عسکر به د شکست خورده رژیم کوم درد دوا کړي؟

د امریکا ۳۰۰ عسکر به د شکست خورده رژیم کوم درد دوا کړي؟


د کابل مخ په زوال او شړیدلې اداره وايي چې بادار (امریکا) یې تصمیم نیولی ترڅو د هغوی د ژغورلو او نجات لپاره افغانستان ته (۳۰۰ ) اشغالګر عسکر راولیږي او ټاکل شوې هغه به په هلمند ولایت کې ځای پر ځای شي.
له کومې ورځي او شیبې چې د امریکا ولسمشر (اوباما) په خپله ژبه او په خورا صراحت په افغانستان کې له خپل شکست او ماتې څخه پرده پورته کړه او په مشخص ډول یې د مجاهدینو په وړاندې خپله ناتواني اعلان کړه، دغه اعتراف په افغانستان کې په امریکايي غلامانو دروند او تاریخي ګوزار پریویست، د هغو روحیه یې متزلزه کړه، پوځي او امنیتي پلانونه یې ورنیمه خوا کړل او نور یې له ژبې او خولې دغه اوتې بوتې ترۍ تمې شوې چې ووايي، په تیر او یا روان کال کې دوی دا او هاغه لاسته راوړنې درلودلې او یا به یې په راتلونکي کې ولري.
د کابل رژیم د اوباما له اعلان ورسته په مسلسل ډول له خپلو بادارانو سره تماسونه ټینګ کړل چې که تاسې زمونږ د بایللې او پریوتې روحيې په رابطه کوم عاجل اقدام و نه کړئ نو ممکن په نوي کال کې مجاهدین له تیر کال څخه څو برابره زیاتې بریاوې ولري او د افغان ولس اعتماد او محبوبیت نور په ځان باندې رامات کړي.
پنتاګون هم په یوه خندني اقدام کې اعلان وکړ چې امریکا یو مخ زړه تورې شوې نه ده، غواړي له خپل اجیر دولت سره مرستې او ملاتړ ته دوام ورکړي او د ژوندي ثبوت په توګه به ډیر ژر پوره (۳۰۰) اشغالګر پوځیان ورولیږي!!!
مونږ د کابل شړیدلې ادارې ته وایو چې ستاسې بادار له ۴۹ هیوادونو سره اوږه پر اوږه او د یو نیم لک مجهز او پر مختللي لښکر په وجود کې خپل ټول زور اوبه کړ، دوه تریلیونه ډالر یې ولګول، ستاسې د سیاسي او اقتصادي ملاتړ په خاطر یې په سوونه نړیوال کانفرانسونه دایر او ډول ډول وحشي ستراتیژۍ او پوځي جالونه یې په افغانستان کې پلي او تطبیق کړل؛ خو پایله او نتیجه یې هماغه وه چې اوباما پرې سخوند وواهه، چې امریکا او ناټو د یوې نیمې لسیزې جګړې وروسته په دې ونتوانېده چې (طالب) مات او ځواک یې اوبه کړای شي.
نو چې د امریکا او ناټو یو نیم لک پوځیانو ستاسې واکمني یوازې د کابل په ښار کې هم ټینګه او نافذه نکړای شوه، ولایتونه او لیري پرتې سیمې خو په خپل ځای پریږدئ.
نو دغه ۳۰۰ سوه امریکايي عسکر به ستاسې د کوم درد دوا او بیا د هلمند په څیر میړنۍ خاوره کې چې هلته لاله وړاندې په زرهاوو امریکايي او برتانوي پوځیان غځول شوي او مغرورې ککرې یې خاورې ایرې شوي دي، نو که تاسې په دغو یو څو لوغړنو او بګیل شوو پوځیانو زړه تړئ او فکر کوی چې تښتیدلې روحیه به مو پرې کوشیر او سر راپورته کړي، ښکاري چې دا به مو د سرتمبګۍ او حماقت وروستی حد او پوله وي.

Leave a Reply !



//