Home / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / د ایران پخوانی ولسمشر رفسنجاني ومړ
د ایران پخوانی ولسمشر رفسنجاني ومړ

د ایران پخوانی ولسمشر رفسنجاني ومړ


د ایران پخوانی ولسمشر علي اکبر هاشمي رفسنجاني نن مازديګر د زړه د حملې له امله ومړ.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، ۸۲ کلن رفسنجاني د زړه د حملې له امله د یکشنبې په ورځ د تهران د شهداء روغتون ته وړل شوی و، چي هلته يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

نوموړی له ۱۹۸۹ تر ۱۹۹۷ پوري د ایران ولسمشر پاته شوی او په دې برسېره یې نورې مهمي دندې ترسره کړي دي.

رفسنجاني له کلونو راهیسي د «مجلس تشخیص مصلحة نظام»  مشر  و، نوموړی په ایران کي د ستر نفوذ څښتن او مشهور سیاسي شخصیت و او د ایران د انقلاب له بنسټ ايښودونکو څخه ګڼل کیدو.

احمد ظريف


Leave a Reply !



//