Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / د دښمن ناکامې استخباراتي لوبې
د دښمن ناکامې استخباراتي لوبې

د دښمن ناکامې استخباراتي لوبې


په دې وروستیو کې د کابل د استخباراتي ادارې له خوا یو ځل بیا د یو شمیر جعلي پاڼو چاپول او د مجاهدینو له ادرس څخه د ولایاتو په سیمو او ساحو کې شیندل، د شخصیت وژنې هڅې او د دې سره مل د یرغلګرو له خوا د قواوو د زیاتولو اعلان هغه څه دي چې مخکې تکرار شوي او ناکام شوي دي. دغه شان مذبوحانه هڅې او استخباراتي دسیسې نشې کولی چې د ولس له مینځ څخه را پورته شوی اسلامي مقاومت چې د حالاتو په بټۍ کې ټکیدلی، پالل شوی او ښه پوخ شوی دی، کمزوری کړي. که داسې وای نو نن به د هیواد ۴۱ ولسوالۍ د اسلامي امارت د مجاهدینو په لاس کې نه وای، ځمکني واقعیتونه همدا دي، زمونږ باور دی، ظاهري اسباب هرو مرو د معرکې د نتیجې ټاکونکي نه دي، د حق او باطل تر مینځ د معرکې تاریخ راښیي چې الهي سنت دا دی چې تل یې په کوچنیو ډلو غټې ډلې ماتې کړې دي.
( قَالَ الَذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلاقُوا اللَّهِ كَم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإذْنِ اللَّهِ واللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ) . البقرة ۲۴۹
ژباړه: خو څوک چې په دې خبره پوه و چې خدای سره به مخامخ کیږي، هغوی وویل چې ډیر ځله وړه ډله د الله په حکم سره په لویه ډله باندې غالبه شوې ده او الله تعالی د صابرانو ملګری دی. ( سورت البقره، آیت ۲۴۹)
تیره یوه نیمه لسیزه د یرغلګرو لپاره کافي وخت و چې په خپلو غلطیو یې سوچ کړی وای او د نه تکرارولو او اصلاح کولو هڅه یې کړې وای؛ خو لا تر اوسه دښمن له خپلو ناکامو استخباراتي هڅو لاس نه اخلي، کله یو ډول او کله بل ډول درواغ او افواهات خپروي، حتی پلونه الوزوي، ښوونځي سوزوي، بیګناه هیوادوال شهیدانوي او… په دې امید چې څه به تر لاسه کړي؛ خو په دی نه پوهیږي چې د امپراطوریو په دې هدیره کې تیرو ټولو یرغلګرو او کورنیو لاسپوڅو یې همدا شان ناکامې هڅې کړې، ډیر لاس او پښې یې وهلې خو په پای کې همدلته شړیدلي اورا لویدلي دي.
په ګران هیواد کې د بهرني یرغل په وړاندې اوسنی اسلامي مقاومت د ولس د تل نه راټوکیدلی او اسلامي امارت یې د ولس د واقعي استازي په توګه مشري کوي، که یرغلګر او د هغوی داخلي او خارجي ملاتړ کوونکي په دې سپیڅلي اسلامي یون او پاڅون بل هر ناوړه نوم کښیږدي، د ولس زړه پرې اوبه نه څښي؛ ځکه چې ولس یې تر بل هر چا ښه پیژني. همداشان، که یوازې په درواغو او منفي تبلیغاتو کامیابي حاصلیدای؛ نو په تیره یوه نیمه لسیزه کې به یرغلګرو او د هغوی داخلي انډیوالانو تر لاسه کړې وای. خو د وخت په تیریدو سره افغان مسلمان ولس او حتی د نړۍ ولسونو ته د هغوی غولوونکي شعارونه او له مینځ څخه خالي ویناوې ټولې معلومې شوي دي.
له همدې امله موږ د یرغلګرو هیوادونو چارواکو ته وایو چې نور زمونږ په ګران هیواد کې خپلو استعماري او استخباراتي لوبو ته د پاي ټکی کښیږدئ. د مسئلې یو معقول حل را وړاندې کړئ، څومره ژر چې د آزادۍ مینو افغانانو د خپلواکۍ مشروع حق ومنئ، هغومره ستاسې، د سیمې او په هیواد کې د سولې او ثبات په خیر ده.


Leave a Reply !



//