Home / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / په ۲۰۱۶ کال کي ۱۵ تنو اسرائیلي عسکرو ځانوژنې ترسره کړي
په ۲۰۱۶ کال کي ۱۵ تنو اسرائیلي عسکرو ځانوژنې ترسره کړي

په ۲۰۱۶ کال کي ۱۵ تنو اسرائیلي عسکرو ځانوژنې ترسره کړي


د اسرائيلي پوځ احصائيې ښودلې، چي په ۲۰۱۶ کال کي ۱۵ تنو اسرائیلي عسکرو ځانوژنې ترسره کړې دي.

د اسرائیلو رسمي رادیو ویلي، په ۲۰۱۶ کال کي ټول ټال ۴۱ تنه اسرائیلي عسکر په بېلابېلو پېښو او بریدونو کي وژل شوي، چي له دې لړ څخه یې ۱۵  تنو ځانوژنې ترسره کړي دي.

په راپور کي ویل شوي، په ۲۰۱۶ کال کي د وژل شویو عسکرو شمېر د ۲۰۱۵ کال په نسبت زیات دی، په  ۲۰۱۵ کال کي۳۶ تنه اسرائیلي عسکر وژل شوي وو.

په ۲۰۱۶ کال کي سلګونه اسرائیلي عسکر ژوبل شوي، چي ۴۳ پکې مرګوني ټپیان شوي دي.

ویل شوي، په تیرو ۳ کلونو کي ۴۵ تنو اسرائیلي عسکرو ځانوژنې ترسره کړي دي.

د هارټس اسرائیلۍ ورځپاڼې ویلي، په ۲۰۱۴ کال کي په غزې د اسرائیلو یرغل په عسکرو ناوړه تاثیر کړی او دا جګړه د ځینو عسکرو د ځانوژنې لامل ګرځېدلې ده.

په اسرائيلو کي عسکري خدمت د نارینه او ښځو لپاره لازمي دی، همدا لامل دی، چي ډیری عسکر یې جګړې ته زړه نه ښه کوي او ډیر ځله جګړې ته تر بيولو وړاندې ځانوژنې ترسره کوي.

که د اسرائیلي عسکرو لپاره ۲۰۱۶ کال خونړی بلل شوی، خو ۲۰۱۷ کال ورته تر دې هم زیات خونړی اټکل شوی دی، د روان کال په تیرو ۸ ورځو کي ۵ اسرائیلي عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

تیره ورځ په بیت المقدس کي د لارۍ په یوه برید کي ۴ اسرائيلي عسکر ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول، تر هغه څو ورځې مخکې د غزې د جګړې یو ټپي شوی عسکر  د ټپونو له امله ووژل شو.

احمد ظريف


Leave a Reply !



//