Home / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / اردن کي یو امریکايی پوځي وژل شوی
اردن کي یو امریکايی پوځي وژل شوی

اردن کي یو امریکايی پوځي وژل شوی


امریکايي چارواکو ویلي، په اردن کي یو امریکایی پوځي په غیرجګړه ييزه پېښه کي وژل شوی دی.

د امریکايي رسنیو له راپورونو سره سم، د یکشنبې په ورځ دغه عسکر  په ساختماني چارو د بوختیا په اړوند پېښه کي وژل شوی دی.

پنټاګون د دغه وژل شوي عسکر معلومات خپاره کړي، چي ايسیابوکر نومیږي او د امریکا د ټکساس ايالت د سيبولو ښار اوسيدونکی و.

د امریکا دفاع وزارت د پيښي په اړه څېړنې پيل کړي دي.

ویل کیږي، چي په اردن کي زر تنه امریکايي پوځیان د اردني عسکرو په روزنه بوخت دي.

دا لومړی ځل نه دی، چي په اردن کي امریکايي پوځیان وژل کیږي، په تیر افريل میاشت کي د امیرفیصل د هوايي اډې مخې ته درې امریکايي روزونکي د یوه اردني پوځي له لوري ووژل شول.

احمد ظريف


Leave a Reply !



//