Home / تازه لیکني او مقالې / شفق ۲ او غبار ۷  بشري ناورین رامنځته کړی
شفق ۲ او غبار ۷  بشري ناورین رامنځته کړی

شفق ۲ او غبار ۷  بشري ناورین رامنځته کړی


کابل رژیم د شفق ۲ عملیاتو په نوم سلګونه کورنیو ته ځاني اومالي زیانونه رسولي دي، د عملیاتو په بهانه یې ولسي خلګ نیولي، تهدید کړي او شهیدان کړي دي، دغه راز د عملیاتو تر چتر لاندې یې په سلهاوو کورنیو ته د ځاني زیان سربیره مالي تاوان هم اړولی دی، خلګ یې له خپلو کورونو کډه کولو ته مجبور کړي او د ژمي په سړه هوا کې یې لوی سرخوږی ورته جوړ کړی دی.

تازه خبر دی چې کابل رژیم د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د غبار هفت په نوم عملیاتو کې ولسي خلګ اړ کړي چې خپل کور وکلی پریږدي او په سړه هوا کې دښتو ته پناه یوسي، په سیمه کې د عیني شاهدانو او قومي مشرانو په وینا تر اوسه  ۴۵۰  کورنۍ مجبوره شوې چې له خپلو کورونو څخه  لاړې شي، همدې کورنیو ته چې په خیمو کې اوسي تر اوسه هیڅ یوې خیريه ټولنې د مرستي لاس نه دی غځولی، خلګ خوراکي توکو او دارو درملو ته شدیده اړتیا لري، که ژر تر ژره مرسته ورسره ونه شي د خلګو د تلف کیدو خطر ډیر دی.

له یوې خوا که  هره ورځ د هیواد په مختلفو برخو کې د یرغلګرو او کابل رژیم په شپنیو چاپو، هوایي حملو او توغندیزو بریدونو کې ولسي خلګو ته د سر او مال پراخ زیان رسیږي، له بلي خوا بیا کابل رژیم او استخدام کړې رسنۍ یې د خپلو وسله والو جنایتونه هم مجاهدینو ته منسوبوي، ډیر ځله شاهدان پاته شوي یو چې د کابل رژیم وسله والو ښوونځي، کلینکونه او پلونه تخریب کړي وي خو پړه یې پر مجاهدینو اچولې وي.

د مثال په توګه دکندز د الچین پله تخریب او د لوګر په محمد اغه ولسوالۍ کې د ښوونځي سوځول یادولای شو چي د رژیم وسله والو پخپله ویجاړ کړل، خو  دپړې ګوته یې مجاهدینو ته ونیوله، همداراز څو ورځې وړاندې ځینو رسنیو د کابل رژیم په فرمایش راپورونه خپاره کړل چې ګویا د مجاهدینو د پرمختګ له امله فاریاب کې سلګونو کورنیو خپل کورونه پرې ایښي او نورو سیمو ته ستانه شوي دي، چې حقیقت یې نه درلود.

کابل ادارې د اشغالګرو په ملاتړ د هیواد په بیلابیلو برخو کې په مختلفو نومونو عملیات اعلان کړي، چې په اکثره مواردو کې د ذکر شوو عملیاتو څرک هم نه دی لیدل شوی، فقط تر اعلان پورې محدود پاته شوي، په هغو ځایونو کې چې د دښمن په اصطلاح عملیات محسوس شوي، نه یوازې دا چې څه پرمختګ یې نه دی کړی، بلکي د ځاني او مالي لوی تاوان سره مخ شوي او په تیښته خپلو ځایونو ته ستانه شوي دي، د دښمن په عملیاتو کې یو شی ډیر ښکاره دی، هغه دا چې هر ځل دښمن عملیات اعلان کړي، ورسره د ولسي تلفاتو او ویجاړۍ راپورونه هم خپاره شوي دي، چې په شفق ۲  او غبار ۷  کې بشري ناورین  یې ژوندی مثال دی.

د بشري حقونو ټولنې او خیریه سازمانونه په شفق ۲  او غبار ۷  کې د بې ځایه شوو هیوادوالو سره ژر تر ژره باید د سرپناه، خوراکي توکو او درملو عاجلې مرستې وکړي؛ ځکه که مرستې ورسره ونه شي د یو لوی ناورین د رامنځته کیدو احتمال شته، الله تعالي دې نه کړي.


Leave a Reply !



//