Home / تازه لیکني او مقالې / د اشغالګرو یې  په دې سر خلاص . . .
د اشغالګرو یې  په دې سر خلاص . . .

د اشغالګرو یې  په دې سر خلاص . . .


حبیب مجاهد

له رسنیو اورو چې امریکایان او نور یرغلګر یو ځل بیا د افغانستان هغو سیمو ته خپل عسکر راستنوي چې تردې وړاندې ترې په ټیټ سر تښتیدلي وو. که اشغالګر په دې فکر وي چې په دې کار به په افغانستان کې د جګړې وضعیت بدل کړي نو دا احمقانه خیال دې له مغزو وباسي. دوی دې په دې پوه وي چې اوس په افغانستان کې د پنځلس کاله پخوا په پرتله یوازې ځمکه او اسمان هغه پاته دي نور ډیر څه بدل شوي دي. نه خو نور دلته له ترهګرۍ سره د مبارزې، تلپاتې ازادۍ، دموکراسۍ او ښې حکومتدارۍ شعار چلښت لري او نه هم جهاد او مجاهد ته څوک د شک په سترګه ګوري، په دې وطن کې نور نه خو امریکایي اشغال  څوک مرسته او مشروعه مداخله بولي اونه هم اشغالګرو او وطني ګوډاګیانو ته یې پخوانۍ نیم ځانه آبرو ورپاته ده. اوس د دې وطن هر فرد فرد پوهیدلی چې اشغالګر تور ملوث او مجاهدین سپین سپیڅلي دي.

له هیواده ماوراء د سیمې په سطحه هم نور د افغان مقاومت په اړه په عمومي نظر کې اساسي تغیر راغلی، اوس یوازې افغانان نه دي چې سورغاړي امریکایان مداخله ګر او اشغالګر بولي بلکې د سیمې هیوادونه یې هم شتون د ځان لپاره خطر بولي.

د خارجي کافرو یرغلګرو په خلاف زموږ مجاهدین د هر وخت په نسبت زیات د انتقام له احساسه ډک او د ککرو رغړولو ته یې تږي ناست دي. هغه في سبیل الله مجاهدین چې د کافر یرغلګر مرګ ورته تر جنت پورې د رسیدو تر ټولو لنډه او نغده لار ښکاري که په کومه جهادي سیمه کې له کافرو یرغلګرو سره مخ شي ښایي د داخلي ګوډاګیانو په نسبت په لوړ عزم او ولوله ورسره وجنګیږي او د پخوا په شان یې یو ځل بیا د تابوتونو بهیر روان کړي.

یرغلګر دې په دې پوه وي چې زموږ فدایانو ستاسو وژلو ته له کلونو کلونو انتظار ایستلی، زموږ  مجاهدین ستاسو سره جنګ ته د هر وخت په نسبت ښه امادګي، جنګي روزنه او پخه تجربه لري، زموږ اولس  نیت لري له تاسو د پنځلس کلنو ظلمونو غچ او حساب واخلي، په دغسې ماحول کې که تاسو د جګړې ډګر ته راوړاندې کیږئ نو یوازې مو خپل نازولي عسکر د افغاني قهر لمبو ته غورځوئ چې فکر نه کیږي په روغ ځان به یې ترې ستانه کړئ.

اشغالګرو چې تیر ځل یې په لسګونه زرو قسما قسم عسکرو دا جنګ ونه ګاټه فکر نه کیږي چې دا ځل به یې په محدودو  عسکرو وګټي. دا چې یرغلګر سولیدلې او ناکامې تجربې یو ځل بیا تکراروي نو نتیجه یې هم د لمر غوندې واضحه ده، په دې جګړه کې به د مجاهدینو انفجاري بوشکې مصرف شي او د یرغلګرو به په کې تر پخوا زیاتې ککرۍ ورغړي. نفوذي مجاهدین به خپل د رسا ګوزارونو یاد یو ځل بیا راژوندی کړي او د اشغالګرو ځاني او مالي تلفات به یو ځل بیا له زغم پورته حد ته لوړ شي.

که امریکایانو او نورو اشغالګرو افغانان کم تللي وي نو لطفا دې یوځل د یوې افغانې مجاهدې حنیفې زاهد لاندینی شعر په دقت ولولي چې په دې وطن راغلیو غولیدلیو ته څه وایي:

باندي مه کوه ګومان چي په کې مړه دي
دا تړلي لحدونه لا ژوندي دي
که هر څو د مړدکيو ږلۍ وشوې
دې اورغالي کې اورونه لا ژوندي دي
له دې تنه که د وينو ويالې ولاړې
ډير حساس حساس رګونه لا ژوندي دي
پام کړه مه راځه بې باکه تور ښاماره
د رڼو تورو لاړونه  لا ژوندي دي
چې ټکيږو لکه اوسپنه پخيږو
زموږ، هغه  عادتونه لا ژوندي دي
بيا به خوشي د حسرت لاسونه مروړي
ميوندونه زابلونه لا ژوندي دي
چي سبق يې د کسات پکښي ښودلی
هغه پاڼې کتابونه  لا ژوندي دي
شرنګوو په يرغلګرو پسي ګوتې
د زاهد غښتلي وروڼه  لا ژوندي دي


Leave a Reply !



//