Home / تازه لیکني او مقالې / فکري یرغل (۷)برخه
فکري یرغل (۷)برخه

فکري یرغل (۷)برخه


لیکنه : عزام افغان
دتنصیر له اهدافو څخه :
د اسلامي نړۍ یووالی له منځه وړل :
مبشر لورانس براون وایي :”کله چې مسلمانان په عربي سلطنت  کې سره یو مټ شي ، نو امکان لري چې دټولي نړۍ لپاره یو سترګواښ او دلعنت سبب وګرځي، یا امکان لري چې دنعمة سبب وګرځي . او که مسلمانان سره متفرق وي ،نو  تل به بې وزنه او بې تأثیره پاتي وي “.بل مبشر قس سیمون وایي :”اسلامي یو والي د مسلمه ګوندونو هیلي مجتمعي کړي اوپوره کړي دي  او هغوی له اروپايي سلطې او یرغل څخه خوندي ساتي . پر مونږ لازمه ده چې  د تبشیر له لاري په فکرونو کې ددغه یووالي تر منځ خنډ وګرځو ،ترڅو نصرانیت وتوانیږي چې دمسلمانانو په منځ کې انتشار او تغلغل پيدا کړي “. ځکه خو مونږ وینو چې دوی تل د مسلمه امت د یو والي د له منځه وړلو او د مسلمانانو په منځ کې دفتنو د اور بلولوهڅي کوي ، اسلامي هیوادونه ټوټه کوي او ډله ییزي فتنې راپاروي .تاریخ لیکي چې “زویمر”په ۱۹۱۹م کال کې په جامعه ازهر کې دزده کونکي په جامه کې د زده کونکو او نورو مسلمانانو ترمنځ د نفاق او تفرقې اچولو لپاره بې ساري کوښښونه وکړل .
ددغه هدف دترلاسه کولو او دمسلمانانود نصراني کولو لپاره د مصرفېدونکو ډالرو او د کفارو په نزد دهغه د اهمیت اندازه له هغي لیکني څخه ښه معلومیږي کومه چې په روم کې د “لافید”په نامه یوې ايټالوي مجلې د “دائرة تنصیر الشعوب”ادارې ته منسوبه کړې او نشریې کړه چې لیکلي یې و :
“هغه معهدونه او مدرسې چې دیادي ادارې تر نظارت لاندي دغه کار پرمخ بیایي ،شمېر یې اته پینځوس زرو ۵۸۰۰۰ ته رسیږي ،شپږویشت زره پوهنتونونه او جامعې ورته لري او ددغي ادارې تابیعت او الحاق درلودونکو مدرسو کې دنارینه او ښځينه استاذانو شمېر څلور لکه اولس زره  ۴۱۷۰۰۰ دی . په هسپانیه کې د کاتولیک کلیسا دیوه کال لګښت ۱۱۷۰۰۰۰۰۰یو سل اولس ملیونه امریکایی ډالر و او صرف یوې مؤسسې چې د”روماسیا”په نامه یادیږي ، دکلیسالپاره ۸۰۰۰۰۰۰۰ملیونه ډالر وړاندي کړل .”
له دې څخه معلومه شوه چې ټوله لوبه له کلیسا څخه ،هغه چې دنصرانیت ،عیسویت او مسیحیت منابع دي،پيل او په ټوله اسلامي نړۍ کې یې ریښې غځيږي او دکلینیک ،پولچک،سړک، روغتون اوپه داسي نورو ملمعو نومونو سره معنونو ادارو د ودانولو تر لېبل لاندي  شپه او ورځ خپل دین ته خلګ بولي او مسلمانان د دنیا او آخرت د ذلت سره مخ کوي .
د اسلام خپرېدل منعه کول :
غربي مفکرين پر دې باوریان دي چې اسلام یو غالب ځواک دی ؛کله چې هم خلګو ته وړاندي شوی دی ، په هغه کې یې حق او هدایت موندلی دی ،هغه قبلوي او پر سر سترګو یې مني . ځکه خو دوی داسلام دخپراوي او دهغه د انتشار د ویري له امله دهغه سره په جګړه بوخت دي او ددې لپاره پر هره لاره ګام ایږدي .تاسي به یې وینئ چې که دوی په غرب کې کومه کلیسا نړوي ،خو پر ځای یې په اسلامي هیوادونو کې دکلیسا د تعمیر لپاره بې ساري لګښتونه کوي .اروپایانو ته اسلام او مسلمانان په مسخه شوي،تروریست او متشدد شکل کې ور معرفي کوي ، ترڅو څوک په دې مبارک دین کې داخل نشي او نوره داسلام ساحه پراخه نشي .خو لله الحمد دهغه په نشر کې دمسلمانانو دتقصیر سره سره بیا هم هغه په خورا تېزۍ سره دنړۍ پر مخ خوریږي ، خلګ دغه دین او اسلامي الهي احکامو ته خپلي غاړي ږدي او له نورو ټولو مسخه شوو ادیانو څخه برائت اعلانوي .
دنړۍ وال صهیونیت خدمت او دټولي نړۍ جاسوسي کول :
د تنصیر دتاریخ او اهدافو له مطالعه کولو وروسته دغه هدف هر لوستونکی په اسانه توګه موندلی شي چې منصرينو د فلسطین دغصبولو،یهودو ته دهغه دسپارلو او په مسلمانانو کې د اسلامي روحیې د وژلو لپاره بې شمېره سیمینارونه او غونډي جوړوي . د منصرينو هدف اسلام له منځه وړل او دمسلمانانو  لومړۍ قبله بیت المقدس یهودو ته ور سپارل دي  . او یهود بیا هلته خپل د دولت او خیالي هیکل تعمیر   غواړي او دواړه په ګډه ددغو اهدافو د تحقق لپاره ،له دوکې، مکر،جاسوسۍ او د مسلمانانو له متفرق کېدلو څخه استفاده کوي .
ددې هدف په اړه نابلیون داسي وایي : “زما اراده ده چې د اجنبي خلګو یوه مؤسسه ورغوم، په هغه کې اجنبي متدین خلګ به زمونږ لپاره په اسیا او افریقا کې ستر خدمتونه تر سره کړي او دجاسوسۍ لپاره به یې دځمکي ګوټ ګوټ ته ولېږو . دهغوی لباس به دهغوی حمایت کوي خو په نیتونو کې به یې سیاسي او اقتصادي ګټي پټي وي .”
په نړۍ کې مادي ګټي او تجارتي منډۍ تر لاسه کول :
دغه هدف به کله هم دغرب له اهدافو څخه بېل نشي ،ځکه چې ددوی ثقافت ټول پر ماده ولاړ دی . نصارا ددغه هدف لپاره د مسلمانانو شتمنۍ لوټوي او د ډول ډول سامانونو په راواردولو سره لکه دلهو ولعب آلات،د زینت او ښکلا مواداو ډول ډول نورحرام شیطاني آلات ورته په ارزانه بیه وړاندي کوي او دترلاسه کولو لپاره یې هرډول سهولتونه برابروي چې په یوه نه یوه طریقه سره د مسلمانانو زیرمي،شتمنۍ او اخلاق لوټوي .په افریقا کې دمسیحي کلیساوو په نامه ډېر داسي ځایونه کشف شوي دي چې په ټوله افریقا کې یې د مسلمانانو د شتمنیو دلوټلو لپاره ډول ډول جالونه اوار کړي دي .
نوربیا……….. ان شاءالله 

Leave a Reply !



//