Home / news / ننګرهار: پچیرآګام کې ۶ عرادې ټانګونه اورینجر ویجاړ،۱۲ تنه عسکر ووژل شول
ننګرهار: پچیرآګام کې ۶ عرادې ټانګونه اورینجر ویجاړ،۱۲ تنه عسکر ووژل شول

ننګرهار: پچیرآګام کې ۶ عرادې ټانګونه اورینجر ویجاړ،۱۲ تنه عسکر ووژل شول


له ننګرهار ولایت نه په ترلاسه شوي خبرکې ویل شوي نن سهار شاوخوا ۹ بجې د یاد ولایت پچیراګام ولسوالۍ اړوند پاس صبر سیمه کې د مزدور دښمن په قوه داسلامي امارت مجاهدینو کارنده تعرضي بریدونه پيل کړل.
نښته هغه مهال پیل شوه، چي یاده قوه سیمي ته د عملیاتو په هدف راغله.
خبروایي جګړې ترمازدیګر شاوخوا ۵ بجو پورې دوام وکړ او په لړکې یې دښمن ته درانه ځاني اومالي تلفات واوښتل.
د ترلاسه شویو معلوماتوپه اساس د دښمن ۳ عرادې MB ټانګونه، ۳ عرادې رینجر موټر په بشپړه توګه ویجاړشول.
دغه راز ۱۲ تنه عسکر ووژل شول، ګڼ نور ټپيان شول.
په خبرکې ویل شوي وروسته د ګوډاګي دښمن وحشي عسکرو د ملکي خلکو په کورونو د هاوان په مټ وحشیانه بریدونه ترسره کړل، چي له امله یې ۱ میرمن او ۳ تنه ماشومان ټپيان شول.
2017/1/9


Leave a Reply !



//