Home / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / اروپا کي واورې اوسړې هوا ۴۰ تنه وژلي
اروپا کي واورې اوسړې هوا ۴۰ تنه وژلي

اروپا کي واورې اوسړې هوا ۴۰ تنه وژلي


په یوشمېر اروپايي هیوادونو کي د سختې يخنۍ له امله ۴۰ تنه وژل شوي، چي ۲۰ تنو يې یوازي په پولېنډ کي  خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یخنۍ روانې څپې تر ډیره بې کوره وګړي او کډوال زیانمن کړي دي.

په پولېنډ کي  هوا منفي ۲۰ درجې ده، چي له امله یې د دغه هیواد په بېلابېلو سیمو کي د یکشنبې په ورځ ۱۰ تنه ووژل شول، په یاد هیواد کي د جمعې او شنبې په ورځو کي هم سړې هوا ۱۰ تنه وژلي وو.

د ملي امنیت لپاره د حکومتي مرکز شمېرنو ښودلې، چي په پولېنډ کي له نومبر راهیسي ۶۵ تنه د سړې هوا له امله وژل شوي دي.

د چک چارواکو ویلي، له تیري جمعې ورځې راهیسي په دغه هیواد کي د سختې یخنۍ له امله ۶  تنو ژوند له لاسه ورکړی، چي څلور تنه يې یوازي په پلازمېنه پراګ کي وژل شوي دي.

د مقدودنیا په پلازمینه کي یو تن کډوال په داسي مهال مړ موندل شوی، چي د سړې هوا له امله یخی شوی و.

سړې هوا په اوکراین کي ۸ تنه او په بېلاروس کي ۵ تنه وژلي دي.

په ايټالیا کي یخنۍ د ۹ تنو ژوندی اخيستی او په فرانسه کي د یخنۍ له امله د يوې پيښي په ترڅ کي ۴ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

په یونان کي هم سړې هوا یوشمېر کسان وژلي دي.

د واورې او سړې هوا له امله په یوشمېر اروپايي هیوادونو کي ګڼ پروازونه ځنډول شوي او په ځینو سیمو کي ښوونځي تړل شوي دي.

احمد ظريف


Leave a Reply !



//