Home / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / د روسيې یو ديپلومات په یونان کي مړ موندل شوی
د روسيې یو ديپلومات په یونان کي مړ موندل شوی

د روسيې یو ديپلومات په یونان کي مړ موندل شوی


د یونان چارواکي وايي،  په پلازمینه اتن کي د روسيې کونسل اندری مالانين په خپل اپارتمان کي مړ موندل شوی دی.

د اتن یوه امنیتي چارواکي تیره ورځ وویل، د ۵۵ کلن روسي ديپلومات مړی یې د هغه د خوب په خونه کي موندلی او داسي نښې نښانې نه څرګندیږي، چي څوک دي په زوره ور ننوتلی وي.

یوناني چارواکو د مالانین د مرګ په اړه څېړنې پيل کړي، تر څو څرګنده شي، چي هغه د ناروغۍ له امله وژل شوی او که د برید هدف ګرځېدلی دی.

دغه ديپلومات د روسيې د سفارت  اړوند په یوه اپارتمان کي یوازي اوسیدو، چي سخت امنیتي تدابیر یې نیول کیږي.

روسيې تائيد کړې، چي یو ديپلومات یې په یونان کي مړ موندل شوی دی.

د دغې پيښي په اړه زیات جزیات نه دي ورکړل شوي.

احمد ظريف


Leave a Reply !



//