Home / تازه لیکني او مقالې / اسلامي امارت په هر میدان کې غښتلی او پیاوړی دی
اسلامي امارت په هر میدان کې غښتلی او پیاوړی دی

اسلامي امارت په هر میدان کې غښتلی او پیاوړی دی


عبید تنویر

د تیرې یوې نیمي لسیزي په اوږدوکې کله هم چې داسلامي امارت سربکفه مجاهدینواشغالګرواودهغوئ ګوډا ګیانوته دهیوادپه کومه برخه کې دروندزیان وراړولي،پراخې سیمي یې ورنه نیولي او ترټولوپه حساسومراکزکې  یې ښه په خرپ مرګ ژوبله وراړولي ، نوپه دې وخت کې بیاشیطاني محورونه په دې نیت چې خپل شکستونه پټ  اودمجاهدینوبریاوې کم رنګه وښيی  نوهمهاله یې داسلامي  امارت داخلي مسائیلوته  ګوته نیولي ، یولړداسې بې اساسه اوبې سنده راپورونه او مرکي یې په اړه خپرې کړي چې ګواکې د امارت په داخل کې مسائیل شته.

شک نشته چې د عمرې عملیاتو په روان بهیر کې د کابل مزدور رژیم د هیواد په ټولو برخومسلسل او مفتضحانه شکستونه ولیدل، حکومتي  دائره کارتردولتي ودانیوپوري محدودوګرځول شول ، ټول جنګي پلانونه  اواجراات له عمل وړاندې خنثی اودرهم برهم وګرځیدل ، څوسوو مجاهدینوپه کندوزکې ۱۲ اجیروعسکروته تاریخي شکست  اومنډه  ورکړه اودڅلورو ساتونوپه مهال یې ټول کندوز ترینه  وینوه ، هلمند یې دلښګرګاه ښار له څوناحیواوماموریتونوپرته تصفیه اوترامارتي سوق اوادارې لاندې راوست ، فراه ، روزګان ، بغلان یې سم په نیمه فتحه  کړل ، همدارنګه یې  دهیواد ټولي مهمي لاري  ترخپل کنټرول اوسیطرې لاندي وساتلې

نودښمن چې دمجاهدینودغه څرګند قوت اوپیاوړي روحیه ویني اومخامخ یې ورسره دزور اومقابلې توان هم اوبه شوی وي ، نوبیاپرته لدې چې پروپاګند اودروغوخورولوته پناه یوسي ، بله لار اوبل چانس په لاس کې نلري .

همدا پرون دبادغیس  ولایت ،مرغاب ولسوالی د(موریچاق) سیمه کې د اسلامي امارت مجاهدینو د دښمن هغه هلیکوپتره په نښه او رانسکوره کړه چې د هرات د قول اردو قومندان په ګډون يې مهم کسان لیږدول.

په یاده پيښه کې هلیکوپتره بشپړه ویجاړه شوي، د هرات د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان تورن جنرال محي الدین غوري، د هرات د قول اردو د استخباراتو مدیر، د بادغيس د ولايتي شورا رئيس، د بادغيس د استخباراتو رئیس او د ولایتي شورا غړيو  په ګډون ۱۱ تنه  مهم دولتي چارواکي او عسکر په کې  ووژل شول

له بل لوري طالبانوویلي چې ډیرژربه دنوموړي چورلکې ویډیوهم خپره کړي  چې په څه ډول یې هغه هدف  اورانسکوره وګرځوله

اوس ددې  لپاره چې دزبون شوي دښمن  دغه  سترزیان پټ اوداحقیقت له خلکوپټ وساتي چې مجاهدین ددوئ هرډول مجهزي اوپرمختللي چورلکي  څنګه  ویشتلی اوراغورځولی شي ، نود(ګارډین ) ورځپاڼي له شیطاني  لوډسپیکر څخه  یې  داناپړیتي پیل کړي چې طالبان په مالي لحاظ سخت کمزوري  شوي دي .

مونږ داستعمار دغومزدورو رسنیواوپریوتوحلقوته وایوچې یوڅوک یولوی ولایت دڅلوروساعتونو په  دوران کې نیولی اوپنځه سوه مجاهدین یې ۱۲ زره عسکروته چې له  هرپلوه مجهز هم وي تاریخي شکست ورکولای شي اویاداچې دڅومیاشتو په  اوږدوکې د دښمن  ۱۳ هلکوپترې، ۲ دانې  F16 امريکايي الوتکي او ۷ کشفي امریکايي الوتکي ویشتلی اورانسکوره ولی شي ، نودابه یې دنظامي قوت اومالي پیاوړتیا نښه وي ، که دکمزوري ؟

دښمن اوجاسوسي  حلقي  باید په دې  خبره  هم  سرخلاص  کړي  ، چې  اسلامي امارت  دهیواد په  ۹۰ فیصده خاوره اووسائیلوواک اوسلطه  لري ، هره ورځ  بیساري  فتوحات  اوبې کچې غنایم اوتجیزات  ترګوتوکوي هیڅ اړتیا اوضرورت  نه  پیداکیږي  چې له بهر څخه  مالي مرستي  ورته  راشي اویادهغوپه انتظار خپل جهادي تکتیکونه  عیار اومربوط وساتي .


Leave a Reply !



//