Home / news / په هملندلشکرګاه کې د استخباراتو په یوه مهمه غونډه تکتیکي برید ۱۶قومندانان او عسکر ووژل
په هملندلشکرګاه کې د استخباراتو په یوه مهمه غونډه تکتیکي برید ۱۶قومندانان او عسکر ووژل

په هملندلشکرګاه کې د استخباراتو په یوه مهمه غونډه تکتیکي برید ۱۶قومندانان او عسکر ووژل


نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې  د هلمند مرکز لښکرګاه د ۲ حوزې اړوند په  ( بيټ  ټو ون) سیمه کې  د کابل ادارې د استخباراتو په هغه مهمه نظامي غونډه تکتيکي برید وشو چې په یو مرکز کې دايره شوې وه

په دغه ځای کې د استخباراتو(ملي امنیت) ګڼ مهم افسران، نظامي قومندانانو او د اربکیانو مشران  په یوه  غونډه کې سره راټول شوي وو چې د یو تن اتل مجاهد لخوا په تکتیکي ډول  تر برید لاندې ونیول شول.

مجاهد لومړی د کلاشینکوف په وسیله  په دروازه کې ولاړ ګڼ عسکر  وويشتل ، وروسته وتوانید چې د غونډې منځ ته منفجره مواد ورسوي او هلته انفجار ورکړي.

د درنې چاودنې له امله د دښمن د مرکز ودانۍ تر ډيره ویجاړه شوي، د لومړنیو معلوماتو په اساس تر ۱۶ پورې  د استخباراتو افسران، نظامي قومندانان او د یو شمیر د اربکیانو قومندانان وژل شوي او ګڼ ساتونکي عسکر او پولیس ټپيان  دي.

له برید څخه وروسته مجاهد په بریالۍ توګه له سیمې څخه را وتلی او تر مجاهدینو پورې را ورسید.

قاري محمد یوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند

۱۴۳۸/۴/۱۲هـ ق

۱۳۹۵/۱۰/۲۱هـ ش ــ2017/1/10م


Leave a Reply !



//