Home / تازه لیکني او مقالې / له هلمند مېشته امریکايي پوځیانو پوښتنه وکړئ …
له هلمند مېشته امریکايي پوځیانو پوښتنه وکړئ …

له هلمند مېشته امریکايي پوځیانو پوښتنه وکړئ …


موسی مهاجر

د امریکا د فاع وزارت یوځل بیا د خپلو پوځیانو قتل ګاه ته نور پوځیان لیږي، د اشغالګرو هغه قتل ګاه یادوم، چي د دوی د خپلو شمېرنو له مخې د زرو بهرنيو پوځیانو ککرۍ پکې خاوري شوي، هلمند در یادوم، چي لا يې هم دښتي د اشغالګرو وینو ته تږې دي، د یرغلګرو لپاره دوهم میوند یادوم، چي لا يې هم شازلمیان د نيواکګرو پر کوپړیو لوبو کولو ته په تلوسه کي دي.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ په غوښتنه هلمند ته د ۳۰۰ امریکايي پوځیانو د لېږلو له پرېکړې داسي څرګندیږي، چي د امریکايي جنرالانو پرېکړې د واقعیتونو په ځای تر ډیره په غلطو اټکلونو، ناپوهئ، احساساتو او یا هم د خپلو ګوډاګیو عسکرو د  ډاډ ګېرنې لپاره د کابل د لاسپوڅې ادارې په غوښتنو ولاړي وي، هغوی چي له پينټاګون څخه د هلمند په اړه پرېکړي کوي او یا د کابل له خوندي مرکزونو او د باګرام له پوځي اډې څخه د هلمند اوضاع د لري په عینکو ګوري، ښايي د هلمند د وضعیت جاج يې په سمه توګه نه وي اخیستی او نه به یې هلته د خپلو پخوانیو پوځیانو له ترخو تجربو څه زده کړي وي، که امریکايي جنرالانو په هلمند کي له میشتو امریکايي پوځیانو څخه چي هلته د بايللې جګړې په اور کي سوځي او د دغه ولایت د اوضاع ښه اټکل کولای شي پوښتلي وای، ښايي هلمند ته يې د نورو پوځیانو دلېږلږ پرېکړه په تصور کي هم نه وای ور ګرځېدلې.

په تیر دسمبر میاشت کي د ګرمسير ولسوالۍ یوه مجاهد ملګري راته کیسه کوله، چي کله تیر کال په دغې ولسوالۍ کي طالبانو پرمختګ وکړ، نو هر ځل چي به امریکایان له ډواېر اډې څخه د چټکې ګزمې لپاره را ووتل او یا به د ولسوالۍ مرکز ته د یو دوه ساعته لپاره راغلل، هرومرو به د مجاهدینو له برید سره مخ شول، امریکايي عسکرو ته چي له څه مودې راهیسي امن ګرمسير په دوزخ بدل شو، نو یوه ورځ د دښت په څنډه پرتو کورونو ته ورغلي او د کورونو خلک يې را ايستلي، د ترجمان په وسيله يې ورته ویلي، چي تاسو طالبان کله- کله وینئ؟ هغوی ورته ویلي: هو! ټوله سیمه طالبانو نیولې. امریکايي ډارنو پوځیانو ورته ویلي، چي طالبانو ته زموږ له لوري ووایاست، چي موږ کله ناکله په ګزمه راوځو، موږ په تاسو هیڅ کار نه لرو او هیڅ نه درته وایو، خو تاسو په موږ بریدونه مه کوئ او موږ مه وژنئ. ولسي خلکو ورته ویلي، چي تاسو ګزمې ته مه راوځئ، هغوی ورته ویلي، چي موږ په خپله خوښه نه راوځو، هلته په ډواير کېمپ کي پوځي قومندانان موږ ګزمې کولو ته اړ کوي او چي راووځو طالبانو مو وژني.

کله چي د هلمند مېشتوامریکایانو دا حال وي، چي د جګړې پر ځای په زاریو او ننواتو ځان ساتي، نو د ۳۰۰ عسکرو ور ليږل به هغوی ته کومه روحیه ورکړي او یا به په دغې روحيې خپلو ګوډاګیانو ته کومه ډاډګېرنه ورکړي، د ګرمسیر ددغه مجاهد په وینا، چي امریکایان په ډوایر کي هم د خونديتوب احساس نه کوي، سره له دې، چي دغه کېمپ له ګڼ مېشتو سیمو څخه څو کيلومتره لرې په یوه دښته کي جوړ شوی او هلته يې هم د اجیري اردو عسکر د وطن خوا ته اچولي، تر څو دبرید موخه لومړی مزدور عسکر وګرځوي، خوبیا هم په دغه کېمپ باندې ۲۴ ساعته د بې پيلوټه الوتکو په مټ څار ترسره کیږي.

امریکایان باید دا له یاده ونه باسي، چي د افغانستان جګړه د عسکرو د شمېر په زیاتېدو او یا د بم وریو په ډېرېدو نه ګټل کیږي، بارک اوباما په ۲۰۰۹ کال کي افغانستان ته د ۳۰ زرو نورو پوځیانو د لېږلو اعلان وکړ، د ۲۰۱۰ کال په اوږدو کي دغه شمېر پوځیان افغانستان ته ورسېدل او په دې سره په افغانستان کي د لسګونو زرو امریکايي قراردادیانو په شتون برسېره د امریکايي پوځیانو شمېر یولک تنو ته ورسيدو، خو همدغه کال د اشغال په بهیر کي تر ټولو ډیر خونړی ورته ثابت شو او د امریکایانو د خپلو شمېرنو له مخې په دغه کال کي ۷۰۸ تنه اشغالګر ووژل شول او دې درندو تلفاتو امریکا دې ته اړ کړه، چي اعلان وکړي، چي په ۲۰۱۱ کال کي به د خپلو پوځیانو په وتلو پيل کوي.

هغه مهال چي په افغانستان کي د ناټو څه کم یو نیم لک پوځیان میشت وو،  د امریکا په ګډون د ۷ هیوادونو شاوخوا ۳۰ زره بهرني پوځیان یوازي په هلمند کي دېره وو، خو هغوی جګړه ونشوای ګټلای، بلکې د  پوځیانو د ډېرښت له امله بهرنیو اشغالګرو تر ټولو ډیر تلفات په هلمند کي ولیدل او د دوی د خپلو شمېروله مخې نژدې زر تنه پوځیان یې پکې ووژل شول، نوڅنګه چي ۳۰ زرو پوځیانو د مجاهدینو مخه ونه نيولای شوای، نو د ۳۰۰ عسکرو په زیاتېدلو به یې څنګه ونیولای شي.


Leave a Reply !



//