Home / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / په ۲۰۱۶ کال کي پر سوريې ۱۳ زره بېلري بمونه کارول شوي
په ۲۰۱۶ کال کي پر سوريې ۱۳ زره بېلري بمونه کارول شوي

په ۲۰۱۶ کال کي پر سوريې ۱۳ زره بېلري بمونه کارول شوي


په ۲۰۱۶ کال کي د سوريې پر خاوره د ټولې نړۍ په نسبت زيات بمونه کارول شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو سازمان ویلي، د بشارالاسد رژیم تير کال د سوريې پر خاوره ۱۲۹۵۸ بېلري بمونه کارولي، چي له امله يې ولسي وګړي وژل شوي او عام المنفعة تاسيسات  يې په ترڅ کي ویجاړ شوي دي.

تر ټولو ډیر بېلري بمونه په د مشق کي د انقلابیانو تر ولکې په لاندې سیمو اچول شوي، په دوهم نمبر کي حلب، بیا حماه او ادلب راځي.

بېلري بمونه د بشارالاسد د رژیم له وژونکو وسلو څخه ده، چي پراخ ویجاړی رامنځ ته کوي.

په ۱۳ زره بېلري بمونو برسېره تیر کال د بشارالاسد رژیم د سوريې پر خاوره لسګونه زره نور ډول – ډول بمونه او توغندي  کارولي دي.

روسيې هم  د بشارالاسد د رژیم په ملاتړ د سوريې پر خاوره زرګونه بمونه کارولي، چي په هغوکي خوشه يي، فاسفورس، ناپالم، کروز توغندي او داسي نور شامل دي.

امریکا هم د سوريې په ویجاړي کي شاته نه ده پاته شوې، امریکا تیر کال پر سوريې ۱۲۱۹۲ بمونه اچولي دي.

د سوریې پر خاوره د کارول شویو بمونو او توغندیو ډیر زیان ولسي وګړو ته رسېدلی دی.

احمد ظريف


Leave a Reply !



//