Home / اعلامیه / د ملکي تلفاتو د مخنيوي اداره د 2016م کال د لومړیوڅلورومياشتوراپور
د ملکي تلفاتو د مخنيوي اداره  د 2016م کال د لومړیوڅلورومياشتوراپور

د ملکي تلفاتو د مخنيوي اداره د 2016م کال د لومړیوڅلورومياشتوراپور


د افغانستان اسلامي امارت

د ملکي تلفاتو د مخنيوي اداره

د 2016م کال د لومړیوڅلورومياشتوراپور

        

تاريخ: ۲۳/۷/۱۴۳۷هـ ق ــ 2016/4/30م

بسم الله الرحمن الرحیم

لکه څرنګه چې د افغانستان اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې د لائحې په دوهمه ماده کې راغلي دي

[دغه اداره مکلفيت لري چې ټول مجاهدين په ټولو ممکنه لارو پدې وپوهوي چې د اسلامي ارشاداتو له مخې د اسلامي امارت مشرتابه ته د عامو اولسي خلکو مرګ ژوبله په هېڅ صورت د منلو او زغملو وړ نده نو جداً دې د عملياتو پر وخت ورسره احتياط وشي.]

بناءً د افغانستان اسلامي امارت ته د ملکيانو او عامو وګړو مرګ ژوبله په هيڅ صورت کې د منلو وړ نده . له همدې کبله يې په خپلو رسمي تشکيلاتو کې د ملکي تلفاتو د مخنيوي د ادارې په نامه يوه مستقله او خپلواکه اداره جوړه کړې، تر څو تر ټول ممکنه حده، د عامو وګړو د مرګ ژوبلې مخنيوی وشي.

د اسلامي امارت د مقدس او سپيڅلي جهاد په مهمو اهدافو کې يو خصوصي هدف د عامو وګړو څخه دفاع ده، په همدې خاطر د اسلام د روښانه اصولو موافق، خپله جهادي مبارزه پر مخ بيايي ترڅو مظلوم افغانان د يرغلګرو امريکايانو او د هغو د لاس پوڅو د ظلم څخه نجات پيدا کړي او خپل قيمتي ژوند د اسلام د اصولو موافق تير کړي، متأسفانه چې موږ هره ورځ په ډيرې خواشينۍ سره خبريږو چې زموږ مظلوم ولس د يرغلګرو په ړندو بمباريو، ظالمانه چاپو او نورو بې رحمه عملياتو کې ځورول کيږي او د هرې ورځ په تيريدو سره زموږ مظلومو هيوادوالو ته مرګ ژوبله پيښيږ، د افسوس خبره دا ده چې عامو وګړو ته مرګ ژوبله د دښمن له خوا پيښه شوې وي او بيا په ډيره سپين سترګۍ يې پړه د افغانستان د اسلامي امارت پر مجاهدينو اچوي او د کابل مزدوره اداره يې په خپلو راپورونو کې په ډير خوند سره د ميډيا له لارې خپروي.   اسلامي امارت دا ډول ټول یو طرفه او بې پرې راپورونه چې فرمایشي او بې شواهدو ترتیب شوي دي، په خپل وخت هم ردکړي او یوځل بیا يې په کلکه ردوي.

د اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنيوي اداره دا خپل مکلفيت ګني چې په حقايقو او شواهدو ولاړ، کره او اصلي معلومات ، د ملکي تلفاتو د مرګ ژوبلې له دقیقو ارقامو سره یوځای تاسو ته وړاندې کړي.

د روان زیږزید کال ( 2016 م ) د څلورو لومړیو میاشتو (جنوري ، فبروري ، مارچ او اپریل) په جریان کې د افغانستان اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې مجموعه (106) د ملکي تلفاتو زړه بګنوکې پيښې ثبت او راجستر کړي، چې په دې پيښو کې مجموعه زموږ (2027) تنه بې ګناه هیوادوال شهيدان او ټپيان شوي دي.

دیاد راپور په اساس دشهیدانو مجموعي شمیره ( 640 ) او د ټپيانو مجموعه شميره ( 1387) تنه ده.

په شهيدانو کې ( 558) تنه نارینه، ( 62) تنه میرمنې او (20) تنه ماشومان دي.

همدا ډول په ټپيانو کې (1348) تنه نارینه، (12) تنه میرمنې او (27) تنه ماشومان دي.

په يادو (106) پيښو کې د خپل منځي شخړو او انفجاري مواد سره د ماشومانو د لوبو له امله رامنځته شوې (5)پيښې ثبت شوې دي، (18 ) پيښې د نامعلومو کسانو لخوا په ډزو او د ماينونو د چاودنو له کبله پيښې شوي دي او متباقي 83 پيښې د يرغلګرو د بې پيلوټه الوتکو، شپنيو چاپو، د ثقيله او خفيه اسلحو او نورو بې رحمانه عملياتو له کبله پيښې شوي دي.

په دې حساب سره د ملکي تلفاتو په پيښو کې 4.71 سلنه د خپل منځي پيښو او ناچاوده موادو سره د لوبو کولو له کبله ، 16.98 سلنه د نامعلومو کسانو او د اسلامي امارت د مجاهدينو د عملياتو له کبله او متباقي 78.30 سلنه د يرغلګرو امريکايانو، ناټو او د ګوډاګي رژيم د ځواکونو لخوا رامنځته شوي دي.

د يادولو وړ ده په کومو پيښو کې چې د اسلامي امارت مجاهدين متهم بلل شوي، د اسلامي امارت د مشرتابه په هدايت د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې هر اړخيزه څيړنه او پلټنه کړې،   تورن کسان د اسلامي امارت محاکموته معرفي شوي، ترڅو د شريعت د اصولو او قوانينو موافق سزا ورکړ ل شي او د متضررينو سره، لیده کاته شوي، تماس نیول شوي، او ورسره داسلامي امارت لخوا ژوره خواخوږي څرګنده شوې ده.

په دې اړه ټول شواهد او اسناد د اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې په ارشيف کې محفوظ دي، البته له دې جملې څخه بعضې قضيې لاهم د څيړنو په حال کې دي.

په کابل ښار کې د اولې حوزې مربوط ( پل محمود خان ) سيمه کې د مزدورې ادارې د استخباراتو په لسم ریاست (د جګپوړو دولتي چارواکو د ساتونکو په مرکز) د مجاهدينو لخوا چې کوم استشهادي عمليات وشول او له امله يې تر (۶۴ ) پورې استخباراي کارمندان مړه او تر( ۳۴۷ ) پورې نور استخباراتي کارکونکي ټپيان شول، په دغه برید کې صرف ( ۶۲ ) تنه ملکي کسان هغه هم د ښيښو او نورو ټوټو په وسیله سطحي ټپيان او هماغه ساعت له روغتونونو څخه رخصت شول.

متباقي ټول دولتي او د امنيت کارکونکي دي چې له موږ سره يې ويډيوګانې او کره شواهد موجود دي.

په دې اړه د کابل د ادارې پورې اړوند يوې رسنۍ (ماندگار د خپلې چهارشنبه ( 1 ثور 1395( ګڼې په مقالې (سخن ماندگار )کې تر دې عنوان لاندې چې (حلقۀ حمیاتی طالبان شناسایی شوند) ومنله چې د مجاهدينو په یادو عملياتو کې وژل شوي او ټپيان شوي کسان ټول د امنيت پورې تړلي خلک وو.

سخن ماندګار ليکي [حمله به ریاست دهم امنیت ملی که مسوولیت تامین امنیت رجال برجسته کشور را به عهده دارد و کشته و زخمی‌شدن نزدیک به چهارصد تن از منسوبان این اداره، روایت‌گر آن است که طالبان توانسته‌ اند به هر دلیلی قلب دولت را صدمه بزنند و وارد یکی از مهم‌ترین ارگان‌های امنیتی کشور شوند]

همداراز د کابل په ښار کې د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا چې له خلکو څخه کومه پلټنه وشوه نو ټول په دې عقيده دي چې د يو څو کسانو نه پرته نور ټول متضررين د مزدورې ادارې او امنيت پورې تړلي خلک دي، په هرصورت د ملکي خلکو زیانمن کیدل اسلامي امارت ته د تأسف وړ خبره ده او تر ټول ممکنه بریده به يې په مخنیوي کې هڅه کوي.

داچې امريکايان او د دوی پورې تړلې مزدوره اداره د ( 78.30 ) سلنې ملکي تلفاتو د پيښيدو مسئولیت لري، د اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنيوي اداره، د یادو پيښو په اړه پوره جزئيات او شواهدوړاندې کولای شي، په داسې حال کې چې د امریکایانو اوکابل ادارې پورې تړلو ارګانونو یاهم اشخاصو تصديق کړي هم دي.

لاندې څو نمونې د مثال په ډول لوستونکو ته رانقلوو:

۱: په خوست کې د کابل ادارې د قومندان لخوا دپيښ شوي ملکي تلفاتو راپور:

د (سه شنبه، ۲۸/۶/۱۴۳۷ هـ ق ــ د وري ۱۷مه، ۱۳۹۵ل ــ 2016/04/05م): تاریخ ازادو رسنيو راپور ورکړ چې د خوست ولایت لپاره دکابل ادارې چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د امریکايانو له لوري د ځانګړو ملېشو قومندان د يوې کورنۍ پنځو غړو ته مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

د خوست امنیه قومندان فیض الله غیرت وايي چې تېره شپه د خوست مرکز ته څېرمه په یلګۍ سیمه کې د امریکایانو د ځانګړې ملېشې قومندان مروت پر یو کور برید کړی او د کورنۍ دوه ښځينه غړې يې وژلې، یو نارینه او دوه نورې ښځې يې ټپیانې کړې دي.

قومندان مروت د هغو عسکرو قومنده پر غاړه لري چې د امریکایانو له لوري د امریکايي کتارونو او د دوی د پوځي مرکزونو د ساتنې لپاره ګومارل شوي دي.

د یلګۍ سیمې یو تن اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط رسنیو ته ویلي چې قومندان مروت او ساتونکو يې د امریکایانو په مرسته د خلکو د ناموس لوټلو ته مټې را بډوهلې وې.

تېره شپه یو کور ته په همدې نیت ورغلي خو هغوی غبرګون ښوودلی او قومندان هم دوه مېرمنې ځای پر ځای وژلې او دوه نورې يې ټپيانې کړې دي.

۲: د پکتيکا ولايت د ګوملې په ولسوالی کې د امريکايي بې پيلوټې الوتکې د بمباری راپور:

(پنجشنبه، ۲۸/۶/۱۴۳۷ هـ ق ــ 2016/04/05م ــ وري ۱۹مه، ۱۳۹۵ل)

په ياد تاريخ په له سيمه څخه راپور راغی چې پرون غرمه ۱۱ بجې يعنې د چهار شنبې په ورځ د وری په ۱۸مه کال ۱۳۹۵ م د غرمې يولس بجې د پکتيکا ولایت د ګوملې ولسوالی د نوې اډې په سيمه کې چې د بانځو د کلي او د کاکړزو مربوطه سيمه ده په ملکي خلکو باندې د يرغلګرو بې پيلوټې الوتکې بې رحمانه بمبار تر سره کړ چې ۱۸ نفره عام وګړي دي دا ټول قربانيان کاکړزو د قوم قومي سپين ږيري او مخور کسان دی.

بمبار په داسې حال کې وشو چې د کاکړزو قومي مشران د يو بل قوم سره د خپل منځي دعوی د حل لپاره د تګ په حال کې وو.

د پکتيکا ولايت د ولايتي شوری مرستيال نعمت الله بابری هم دا پيښه تاييد کړه او زياته يې کړه چې قربانيان ټول ملکي وګړي دی.

ازادو رسنيو د خبرو ورکولو سره وويل چې په دې پيښه کې ټول ۲۰ نفره عام وکړي شهیدان شوي دی.

د پکتيکا ولايت د ګومل د ولسوالی د پورتنی پيښې د شهيدانو نوم لړ

۱ ـــــ امیرمحمد د حاجي سیدادم زوی.

۲ ـــــ اختر دحاجي ډنګر زوی.

۳ ـــــ متین د پیرو زوی.

۴ ــــ صاحب خان دوزیر زوی.

۵ ـــــ عبدالقدیم دمحمدکریم زوی.

۶ ــــ روزالدین دزین الدین زوی.

۷ ـــــ محمدرسول دحاجي دیګان زوی.

۸ ـــــ غازی الدین دمحمدګل زوی.

۹ ــــ احمدشاه د پایو زوی.

۱۰ ــــ ملک ګلاجان د ملک کمال الدین زوی.

۱۱ ــــ جان ګل دملک مسعود زوی.

۱۲ ــــ حسین د بخت جمال زوی.

۱۳ ــــ محمد قاسم دعیدګل زوی.

۱۴ ـــــ ملک شیرزمان د حاجی عبدالرحمان زوی.

۱۵ ــــ نورالله شاه د ملک محمدرسول زوی.

۱۶ ــــ ملک بدرو د ملک خان محمد زوی.

۱۷ ـــــ یارمحمد دظاهرخان زوی.

۱۸ ــــ ګل زمان د محمدخان زوی.

۳: د خوست ولایت صبریو کي د مزدورې ادارې ملي امنیت د یوې کورنۍ درې غړي وژلي او ۸ کلیوال یې بندیان کړي دي.

( جمعه: ۱۴/۷/۱۴۳۷ هـ ق ــ غویي ۴مه، ۱۳۹۵ ل ـــ 2016/4/22م): تېره شپه ناوخته دکابل ادارې د ملي امنیت ځواکونو د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کي عملیات ترسره کړي، په دغه شپني عملیاتو کي د ملي امنیت ځواکونو د یوې کورنۍ درې غړي وژلي، یوه انجلۍ یې ټپي کړې او ۸ تنه نور کلیوال یې بندیان کړي دي.

دکابل ادارې د صبریو ولسوال اغا جان رسنیو ته وویل چي تېره شپه د ملي امنیت ځواکونو د دغه ولسوالۍ په نور کلي کي شپني عملیات کړي ، نوموړۍ زیاتوي چي د عملیاتو پر مهال د ملي امنیت ځواکونو د یوې کورنۍ درې غړي چي یوه کوچنۍ لور، یو یې پلار او بله یې مور ده وژلي دي.

اغاجان وايي: په عملیاتو کي یوه بله ماشومه ټپي شوي هم ده چي د ملي امنیت سرتیرو له ځانه سره وړي، همدارنګه د نور کلي ۸ کسه اوسیدونکي د همدې ځواکونو له لوري بندیان شوي دي.

د نور کلي اوسیدونکو رسنیو ته وویل چي د ملي امنیت ځواکونو سخت ووهلو او کورونه یې را تلاشي کړل ، بیا یې شهیدان وکړل او ولاړل.

۴: پروان ولایت کې مېشتو امریکايي عسکرو یو تن د خلکو تر مخ وواژه:

( سه شنبه: د ۱۴۳۷/ جمادي الثاني ۲۰/ د۱۳۹۵ کال د حمل ۱۰ / 2016/03/29م )

 پروان کې وروسته له هغه سلګونه تنه د امریکایانو پر ضد لاریون ته را ووتل چې په دې ولایت کې مېشتو امریکايي عسکرو یو تن د خلکو تر مخ وواژه.

د پروان په بګرام کې مېشتو امریکایانو تېره ورځ د بخشي خېل په سیمه کې ۲۲ کلن ځوان محمد حضور پخپل باغ کې ضربه کړ.

د بخشي خېل اوسېدونکي وايي چې محمد حضور پخپل باغ کې په کار بوخت و، چې امریکايي عسکرو په نښه او ځای پر ځای يې شهید کړ.

د یادې سیمې سلګونو اوسېدونکو د امریکایانو پر ضد لاریون وکړ او له افغانستانه يې د دوی د وتلو غوښتنه کوله.

آزادو رسنيو راپورونه خپاره کړي چې د جګړې له پیله تر اوسه ګڼو امریکايي پوځي مسوولینو اعتراف کړی چې دوی پر ولسي وګړو ډېر وخت د نښې ویشتلو تمرینونه کړي دي.

۵: پکتیا: سید کرم کې پولیسو یو ښوونکي وژلی:

(شنبه: ۱۴/۷/۱۴۳۷ هـ ق ـ ۴/ غويي/ ۱۳۹۵ل ــ  2016/04/23م )

د پکتیا په سید کرم ولسوالۍ کې یو تن ښوونکی د سیمې د پولیسو له لوري وژل شوی دی.

د سید کرم ولسوالۍ د مسک کاریز په سیمه کې ځوان ښوونکی خیالي مرجان د پولیسو له لوري وژل شوی دی.

ځايي اوسېدونکی وايي چې خیالي مرجان د مسک کاریز په ښوونځي کې ښوونکی وو او هیڅ ډول جرم يې نه درلود.   پای

د افغانستان اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنوي اداره

ايمل ادرس : [email protected]

__________________________________________________________

دافغانستان اسلامي امارت  دنظامي چاروکميسيون  دملکي تلفاتودمخنيوي اداره

۱۴۳۶-۶-۲۳هــ ق

ګرانوهيوادوالو! دافغانستان اسلامي امارت د نظامي چارودکميسيون په چوکاټ کې دملکي تلفاتود مخنيوي لپاره يوه باصلاحيته اداره لري،  ترڅو په جګړو کې د ملکي هیوادوالو دمرګ ژوبلې دمخنيوي په اړه خپل شرعي مسؤلیت اداکړي او داسلامي امارت د مشرتابه هغو هدایاتوته چي وخت په وخت دملکي خلکو ژوند ته داحترام په منظور صادر شوي په عمل کي دپیاده کیدو زمینه مساعده کړي .

دټول هيوادپه سطحه داشغالګروخارجي ځواکونوپه ړندو بمباریو، دکابل ادارې د نظاميانو او د بهرنیوعسکرو د شپنیوعملیاتوپرمهال په مخامخ ډزو،اوددښمن داستخبارتي کړیو لخوا په قصدي توګه دخلګو په تجمع ځایونو کې دبميبریدونو، یاهم کله ناکله سهوا دافغانستان داسلامي امارت دمجاهدينوله خوا د ځينوانفجاراتو، ځمکنيوماينونو اووسلوالوبریدونو په ترڅ کې، زموږ بې دفاع ولس ته ځاني يامالي زیان رسيږي، یاده اداره مسؤلیت لري چې دهرې يوې سترې اوکوچنۍ پېښې په اړه، هغه که داسلامي امارت دمجاهدینو له لوري پيښ شوي وي، یاداشغال ګرو او یا دهغوی دګوډا ګیانولخوا، هراړخيزه اوبې پرې تحقيقات وکړي او په دې تړاوو داسلامي امارت د مشرتابه مقام ته هرڅومره ژر چې ممکنه وي، راپورترتيب او وړاندې کړي، ترڅودپيښې نوعيت ته په پام سره دقضيې دښکيلواړخونوپه اړه شرعي او قانوي پريکړې اويايې ترمينځ اصلاح ته لاره هواره او همداراز د تدارک اوغمرازۍ لپاره يې شرائط مساعدشي چي لله الحمد نوموړې اداره په دې بر خه کي دپام وړ لاسته را وړني هم لري .

څرنګه چې نوموړې اداره تريوې پيښې وروسته له بيلابيلومربوطه منابعواوداړوندواړخونوڅخه دمعلوماتولپاره دنظرونودتجمع اوتحقيقاتوراغونډولوپربنسټ دشرعي أړخ په پام کې نيولوسره کارکوي، هيوادوال دي دهرې پيښي چې له امله يې ملکي خلکوته  ځاني اومالي زيان اوښتی وي،د  دقيقو اوبې پرې معلوماتوپه ورکولوسره ،له دې ادارې سره مرسته وکړي ترڅوپريوه وخت ټول هغه څه چې اړين وي تر سره شي.

همدا ډول د ټول ولس څخه غوښتنه کوو چې لاندې ټکوته جدي پاملرنه ولري:

۱ــ هغه  جنګي سیمې چې مجاهدینوورته  ورتګ او داخلیدل ممنوع اعلان کړي وي باید ور داخل نه شئ.

۲ــ د دښمن له پوستو، نظامي موټرو، او پوځي تأسیساتو څخه ځانونه لرې وساتئ.

۳ــ اسلامي امارت دخپلو اصولو له مخې ملکي تلفات په هيڅ ډول هم نشي زغملای.

هیله کوو چې هيوادوال مود اړتیا په وخت کې  له موږ سره په لاندي آدرسونو تماس ونیسي،  موږ به په خپل ټول توان سره، ستاسو ږغ تر خپل ځایه رسو او غور به پري کوو. ان شاءالله .

ــ د اړيکې لپاره :

دګرځنده تليفون شمیره  0707918384

ایميل ادرس  [email protected]  :

دمخابرو نومونه۱ دفاعي -=۲ – ملکي -=۳ – بشري/دمخابرې نمبر۶۷۰۹

تاسوکولای شئ چې په پورته ادرسونو زموږ سره أړيکې ټينګې اودپيښوکره معلو مات راسره شريک کړئ .

دنظامي چاروکميسيون

دملکي تلفاتودمخنيوي اداره


Leave a Reply !



//