بسم الله الرحمن الرحیم

د امریکایي عسکر برګډال دتبادلې مراسم (مستند ویډیویي راپور)

bragdallد افغانستان د اسلامي امارت او امریکا دمتحده ایالاتو د حکومت ترمنځ د نظامي اسیرانو د تبادلې مستند راپور

داسلامي امارت د مشرتابه په لارښوونه او په قطر هیواد کې داسلامي امارت دسیاسي استازو په نوښت له تیرو څو میاشتو راهیسې دامریکا دمتحده ایالاتو له چارواکو سره د هغو بندیانو دتبادلې په اړه خبرې روانې وې چې له دواړو خواوو سره دا څو کاله بندیان و .

ددې مذاکراتو په نتیجه کې د ترسره شوي توافق په اساس د ۲۰۱۴میلادي کال دمی میاشتې په ۳۱مه نیټه د بو برګډال په نامه هغه امریکایي عسکر چې څو کاله وړاندې په پکتیکا ولایت کې نیول شوی و داسلامي امارت دمجاهدینو لخوا د خوست ولایت دعلیشیرو ولسوالۍ په بټۍ سیمه کې د خاصو مراسمو په لړ کې امریکایي ځواکونو ته وسپارل شو دغه راز په همدې ورځ داسلامي امارت پنځه تنه زنداني اتلان هر یو دشمال زون تنظیمه رئیس او دبلخ والي ملا نورالله نوري ، د لویدیځ زون تنظیمه رئیس او دهرات والي ملا خیرالله خیرخوا داسلامي امارت د مسلحو قواوو لوی درستیز ملا محمد فاضل مظلوم ، د خوست په ولایت کې ستر جهادي مشر مولوي محمدنبي عمري او داسلامي امارت داستخباراتو د لوی ریاست مرستیال ملا عبدالحق وثیق چې له تیرو څه کم دیارلس کلونو راهیسي د امریکایانو مربوط د ګوانتانامو په زندان کې بندیان وو له زندان څخه راخوشي او په قطر هیواد کې داسلامي امارت له سیاسي استازو سره یوځای شول .

داسلامي امارت د پنځو تنو لوړپوړو منسوبینو او محبوسو اتلانو د راخلاصون خبر د خوښیو د یوه بیساري بشارت په حیث په هیواد او درسته نړۍ کې خپور شو او د ګڼو مسلمانانو سترګې یې دخوښې له اوښکو ډکې کړې، ددې تاریخي پیښې په اړه داسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد د تبریکۍ په خپل ځانګړي پیغام کي وویل (الحمدلله ثم الحمدلله چې دمجاهدینودبې ساري قربانیوپه برکت او د اسلامي امارت دسیاسي دفتر دمدبرانه هلوځلوپه نتیجه کې داسلامي امارت پنځه تنه لوړپوړي مشران له ګوانتانامو زندان څخه دالله جل جلاله په نصرت په سالمه توګه راخلاص شول.

دغه لوی بری او ښکاره فتحه له ټولو مجاهدینو څخه رب منان ته د شکر سجدې غواړې چې زموږ د مجاهد ولس په قربانیو باندې يې اثر مرتب کړ او د دښمن له پنجوڅخه یې زمونږ مجاهدینو ته نجات ور په برخه کړ.

د دغو مهمو مجاهدینو د راخوشې کیدوپه لاره کې د ټولو ستړیو شوو مجاهدینو، د اسلامي امارت د رهبری شوری، د امریکايي بندي بريګډال د نیونکو او ساتونکو مجاهدینو او مشرانو او د ټول ملت چې په دغه لویه سوبه کې يې ونډه لرله سعې او هڅې د ستایلو وړ دي او د الله جل جلاله نه د لازیات توفیق غوښتنه ورته کوم)

په دې مستند ویډیویي راپورکې به له لنډې مقدمې وروسته تاسو لومړی په خوست ولایت کې د مجاهدینو لخوا امریکایانو ته د بندي عسکر د سپارلو ژوندی جریان او په اړه یي دهمدې مراسمو د یوه برخوال مجاهد توضیحات او د سترګو لیدلی حال واورئ او ورپسې به داسلامي امارت د پنځو تنو زنداني اتلانو دراتګ او خلاصون روح پارونکی صحنې وګورئ .

http://shahamat-movie.com/index.php?option=com_webplayer&view=video&wid=122

Tweet
Share