بسم الله الرحمن الرحیم

افغانستان په ۲۰۱۴ میلادي کال کي

یادونه : په دغه راپور کي یواځي هغه پيښی ، تلفات او خسارات تر څه حده را ټول شوي دي چي دښمن پرې اعتراف کړی دی .

په ۲۰۱۴ کال په افغانستان باندي د امریکا په مشرۍ صلېبي ټلوالي د تجاوز دیارلسم کال و .

ددغه کال په ګډون د اشغال په ټولو کلونو کي زموږ مظلوم او کړیدلی ولس له زخم ، ظلم او زندان څخه نیولي بیا تر بې رحمه شهادتونو پوري ډیر کړاؤنه او مشکلات په ځان وزغمل . بل لوري ته خارجي او داخلي دښمنانو هم په دغه موده کي له بېشمیره تلفاتو او خساراتو سره مخامخ شول . ۲۰۱۴ کال دښمنان ډير انديښمن او دې اعتراف ته مجبور کړل چي د مجاهدینو بریالیتوب او د خپلوجنګي او استخباراتي قوتونو بي وسي ومني .

۲۰۱۴ کال د دښمن په لیکو کی یواځي زیانونو تر نورو کلونو زیات کړل ، بلکی جګړه له کلیو او دښتو څخه ښارونو ته داخله شوه او د هیواد پلازمینه د جګړې لومړۍ کرښه وګرزیده .

له هیواد څخه د اشغالګرو د تيښتي پيل ، ډارمه ئي ټول ټاکنو د اشغالګري امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري لخوا د ګډ حکومت د تشکیل او له دغه هیواد سره د شرمونکي امنیتي تړون د لاسلیک کال هم ؤ، په تیر کال کي ډارماتیکو ټول ټاکنو او د هیواد پلورني قرارداد هغه څه ؤ چي له امله به ئي ۲۰۱۴ کال د تاریخ د تر ټولو تورو کلونو په کتار کی وګڼل شي .

په لاندنیو کرښو کی مو هڅه کړي ده تر څو د کلنیو پيښو خلاصه درنو لوستونکو مخي ته کېږدو .

خارجي دښمن د اشغال له پیل څخه لا د افغانستان په جګړه کي هغوی ته د حقیقي اوښتي زیان د پټ ساتلو په هڅه کي ؤ ، ډير ځله نړیوال د دوی د هغه مرګ شاهدان وؤ چي په بیلا بیلو حادثاتو کي به د اشغالګرو په لسګونو خلګ وژل کیدل مګر دوی به له سلو څخه یواځي د لسو یا شلو په مړینه اعتراف کاؤ.

په دې ډول په تیرو ۱۳ کلونو کي دښمن د خپلو ۳۴۸۵ نفرو په وژل کیدو چي د هغو له جملې څخه ۲۳۵۶ امریکایان ۴۵۳ تنه د انګلستان اتباع دي اعتراف کړی دی .

په ۲۰۱۴ کال کي د وژل شوو یرغلګرو له کتاره یو سرجن میجر مارتن او باریرارز هم و چی د مي په څلورمه د هرات په ولایت کي ووژل شو ، دی هغه څوک ؤ چي په افغانستان او عراق کی ئي د ډيرو ځانګړو عملیاتو قومانده په غاړه لرله او د امریکا د دفاع وزارت د هغه مړینه د خپل هیواد اردو ته یوه لویه ضائیعه وګڼله ، په مارتن سربېره د اګست په پنځمه یو بل پنځه ستوری امریکايي جنرال هم په کابل کي د یوې حملې په ترڅه کي ووژل شو او ورسره بل جنرال هم زخمي شو .

اشغالګرو ته د اوښتي مالي او ځاني زیان کچه په مراتبو تر هغه شمیر پورته ده په کوم چي دښمن اعتراف کوي او په راتلونو کرښو کي ځای شوي واقعات ددي ادعا ښه شاهدي ورکوي .

هغه چي پورته يې یادونه وشوه یواځي د وژل شوؤ اعتراف ؤ ، د زخمیانو او معیوبو شمیر د مړو څو برابره نور هم لوړ دی .

واشنټن پوسټ ورځپاڼه کي د دسمبر په ۱۷ خپور راپور په اساس د امریکا کانګریس د کابو ۱۸۰۰ امریکائي عسکرو وژنه او ۲۰ زرو ټپي کیدل منلي دي .

له ځمکنیو حقایقو دا حقیقت هم څرګندېږي چي د اشغالګرو ټول روغتونونه او د تداوي په موخه جوړ مراکز له هغو لیونیانو او معیوبینو څخه ډک دي چي د افغانستان په بایللې جګړه کي ئي د خپل بدن غړي یا اعصاب له لاسه ورکړي دي.

د نومبر په شلمه د امریکا یوې ورځپاڼی ولیکل چي د امریکا پخواني عسکر په هره ورځ کی کم تر مه ۲۲ تنه د رواني ناروغیو په وجه ځان وژني . تر دې څه وړاندي هم د اګست په شپږ ویشتمه د ویرجنیا ایالت د فورتلي په اډه کي یوې عسکري له څو پوړه لوړ تعمیره په ځان را غورزولو سره ځان وژنه کړې وه . څلور میاشتی له مخه د تکساس ایالت د فورت هد په اډه کي یو بل لیونی عسکر د ټوپک خوله په خپلو ملګرو را وګرزوله او د دریو تنو د وژلو تر څنګ ئې ۱۶ نور هم ټپیان کړل . او تر دې ټولو له مخه هم یوه اډه د ۱۳ وژل شوو او ۳۲ ټپیانو شاهده وه چي دا کار د تورن جنرال نیدال مالک حسن لخوا ترترسره شو ؤ.

د combatstrees موسسې لخوا د مي په ۱۳ د خپاره شوي راپور په اساس د هغو برتانوي عسکرو چي د افغانستان په جګړه کي يي برخه اخستي ده رواني مشکلات ۵۷ په سلو کي زیات شوي دي د همدغه راپور په اساس په تیر ۲۰۱۳ کال کي کم تر کمه ۳۵۸ تنو د رواني ناروغیو د تداوۍ په موخه دغي موسسې ته مراجعه کړې ده . د فشار جنګ په نوم یوه بله موسس هم په خبر کي لیکي چی ۶۶۰ تنه برتانوي عسکر يې د رواني ناروغۍ له امله تر تداوي لاندي نیولي دی . ددغو مؤسسو په راپور کي راغلی دي چي اوس مهال ۲۰ سلنه هغه برتانوي عسکر چي افغانستان ته د جګړې لپاره تللي وؤ د لېونتوب او رواني ناروغیو ښکار دي .

د دښمن مالي زیانونه :

دښمن ته د تیرو ۱۳ کالو بالخصوص ۲۰۱۴ په اوږدو کي له مالي پلوه هم بي شمېره زیانونه اوښتي . په هغو برسېره په ورځني ډول د دوی په زرګونو عرادې موټرونه او ټانکونه د کال په بهیر کي د مجاهدینو تر برید لاندي راغلي ، له منځه تللي او تر څنګ ئي د وسلو بیلابیل ډولونه او طیارې هم ویجاړي کړل شوي دي چي دا هر څه ددوی د شکست باعث وګرزیدل .

په دغه کال کي له اډو څخه تيښته او پخپل لاس دد د هغو ورانول ماته خوړلي دښمن ته د لا زیاتو مالي تاوانونو د جلب باعث وګرزیدلو دا ګرانه ده چي د دښمن د خساراتو په اړه دقیق څه وویلای شو ، مګر د دسمبر په ۱۵ د فایننشل ټایمز ورځپاڼید راپور په اساس په افغانستان کي د امریکا د جګړي لګښت دا مهال زر ملیارده ډالرو ته ورسیدو .

په لاندي لیکو کي د دښمن د خساراتو څو مهمي واقعي په لنډ ډول را اخلو :

د جنوري په میاشت کي د اشغالګرو دوه هلیکوپتره د افغانستان په ختیز او هرات ولایت کي را وغوزول شول . د فروري به میاشت کي د دښمن یوه اکمالاتي الوتکه په میدان وردګو او یو هلیکوپتر د کندهار په ولایت کي را وغورزیدو ددغه رنګه د اپریل په میاشت کي هم دښمن دوه هلیکوپتره د کندهار په ولایت کي ، یوه جیټ الوتکه د کنړ په ولایت کي او یوه بله التوتکه د کاپیسا به ولایت کي را وغورزوله شوه .

د مي په میاشت کي هم یو هلیکوپتر په هلمند او بل د کندهار په ولایت کي له منځه یووړل شول . د جون په میاشت کي هم یو بې پیلوټه الوتکه د غزني او دوه نوري يې د لوګر او بامیان په ولایت کي را وغورزېدلې.

د جون په ۲۴ واشګنټن پوسټ ورځپاڼي لیکلي دي چي له دوه زره لومړی کال څخه تر اوسه د امریکا ۴۱۸ بي پیلوټه الوتکي را غورزول شوې دي ، په دغه راپور کي دا هم راغلي دي چي د دومره زیاتو الوتکو تباهي په مالي او نظامي ډګر کي د تاریخ له تر ټولو لویه خسارو څخه شمېرل کیږي .

د جون په میاشت کي د حامد کرزي لپاره د ځانګړي هلیکوپتر په ګډون کم تر کمه د دښمن ۴۰۰ ټانکر د ارغندې په سیمه کي تباه او پکي بار په سلګونو زره لیتره تیل د اور په لمبو کي والوتل – د اګست میاشت هم د ننګرهار په ولایت کي د یوي بي پیلوټه الوتکي د را نسکوریدو شاهده وه او په ورپسي سپتمبر کي به مو هم ارزګان کي د یو هلیکوپتر د را پریوتو او د تورخم په سرحدي سیمه کي د دښمن ۱۹۷ ټانکرونو د سوځيدو راپور اورېدلی وي .

داخلي دښمن ته اوښتي زیانونه:

که ه هم ورځ تر بلي د زیاتیدونکو تلفاتو په نسبت د داخلي دښمن لیکو ته د اوښتي زیان کره شمېره په لاس کي نشته او نه دوی حقیقی شمیر اعلانوي ، مګر د دښمن ځیني ویناوي او اعترافات ښيي چي دا شمېره ورته ډېره د انديښني وړ ده او یواځي په یوه اونۍ کي د ملي اردو سل نفره له مجاهدینو سره په جګړه کي وژل کیږي .

د اکتوبر په ۲۲ د کورنیو چارو وزارت اجیري اداري هم د اربکیانو په لیکو کي د تلفاتو د ۷۰ سلننه ډیر والي خبر ورکړ . ددغه خبر په اساس یواځي په تېرو ښپږو میاشتو کي شپږ سوه نفراربکیان مړه او ۹۰۰ ټپيان شوي دي .

د نومبر په شپږمه په افغانستان کي د اشغالګرو د قومندان مرستیال جنرال جوزف اندرسن وویل چي یواځي سږ کال ۴۶۳۴ تنه اجیر عسکر له طالبانو سره په جګړه کي وژل شوي دي . ددغي منبع په وینا د کورنیو دښمنانو په لیکو کي د تلفاتو کچه ۶.۵ په سلو کي لوړه شوې ده . په همدې حال کي د امنیت اجیري ادارې هم د نومبر په ۱۹ اعتراف وکړ چي په مهمو ښارونو باندي د مجاهدینو حملې ۶۸ سلنه زیاتي شوې دی چي ورسره د داخلي اجیرانو په مالي او ځاني زیانونو کي هم د هغو په اندازه زیادت راغلی دی .

په لاندنیو لیکو کی داخلي دښمن ته اوښتي زیان څو مهمي واقعي په لنډ ډول را اخلو :

د جنوري په میاشت کی د غور ولایت د امنیه قومنداني د مخابرې امر ، د غزني د اندړو ولسوالي د اربکیانو قومندان ، په دغه ولسوالي کي د اجیرې ادارې لخوا د پاڅون کونکو قومندان او د ارزګان د دهراود په ولسوالي کي د ۱۵ پوستو قومندانان ووژل شول .

د مارچ میاشت هم په فاریاب کي د قیصار ولسوالي د اربکیانو د قومندان ، د نازیانو د ولسوال ، په ننګرهار کي د روداتو ولسوالی د امنیت د امر ، د حامد کرزي د مرستیال مارشال فهیم ، د اجیري ادارې د عدلې د وزیر حبیب الله غالب ، په هرات کي د انجیل ولسوالۍ د قاضي، په غزني کي د اندړو ولسوالي د جنایي مدیر او د کندهار والي د دفتر د رئیس د وژل کیدو او مړیني شاهده وه په همدي ډول د اپریل په میاشت کي د کندوز د خان ولسوالۍ د جنایت امیر او څارنوال ، د سرپل د ولایتي شوری نوماند، د خوست د تڼیو ولسوالي جنایي مدیر او د غزني په اندړو کي د اربکیو قومندانان ووژل شو .

په همدي پسې د مي په میاشت کي د کندهار د معروف ولسوالي د استخباراتو امر ، د کورنیو چارو یو جنرال او ددغه وزارت د پيژنتون مشاور ، د فاریاب د بلچراغ ولسوالي د امنیی قومندان ، ددغه ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ د پولیسو دوه قومندانان ، د هلمند د مارجې ولسوالۍ د اربکیانو قومندان ، په کابل کي د اجیري اردو یو افسر ، د ننګرهار د حصارک ولسوالي د پولیسو قومندان ، د جوزجان ولایت د پولیسو د کشف امر ، د کندهار د اتمي حوزې امر او د شبرغان د اقچې ولسوالۍ د امنیت مدیر ووژل شول.

د جون په میاشت کي د غزني د واغظ ولسوالي امنیه قومندان ، د غور ولایت د دولیني ولسوالي د امنیت مرستیال ، د کندهار ولایت د پنجوائي ولسوالي پخوانی ولسوال ، د فراه د پشت رود ولسوالي د لوئي لاري د پولیسو عمومي قومندان ، د بدخشان ولایت د جرم ولسوالي ځایي قومندان ، د غزني د خواجه عمري ولسوالي امنیه قومندان ، د کندهار د نېش ولسوالي ولسوال او د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ د اربکیانو قومندان ووژل شو .

په همدغه ډول د جولائي میاشت د غزني ولایت د ده یک ولسوالي د اربکیانو د دو قومندانانو او د امنیت یو کارکونکی ، د پکتیا د زرمت ولسوالي د امنیه د قومندان ، د هرات د فارسي ولسوالي د امنیې د قومندان ، د لوګر د اربکیانو د عمومي قومندان ، د کندهار ولایتي شورا ته بریالی کاندید، د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ د جنایي مدیر ، د زابل د پولیسو مشر قومندان ، د لوګر ولایتی زندان د لوژستیک امر ، د بدخشان د اشکاشم ولسوالي د سرحدي پولیسو د کنډک د ارکانو رئیس ، د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالي د اربکیانو د قومندان، د ارزګان ولایت د پولیسو د قومندان ،د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالي د پولیسو د قومندان او د کرزي د تره زوی او د کندهار ولایت ته د نوماند حشمت خلیل کرزي د ورکیدلو شاهده وه .

د اګست په میاشت کي د لوګر ولایت د محمدي اغې ولسوالي ښاروان ، د غور ولایت د پسابند ولسوالي د ولایت شورا نوماند ، د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالي څارنوال ، د هرات ولایتي شوری ته کاندید، د فاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ د امنیت مدیر، د قندوز د پولیسو قومندان ، د غور ولایت د چارسدې ولسوالۍ د پولیسو قومندان او ولسوال ، د فاریاب ولایت د خانچار باغ ولسوالئ له جرائمو سره د مبارزې امر ، د پکتیا د احمد اباد وسوالي د امنیې قومندان ، د هرات ولایت د سنګینو جرائمو امر ، د پروان ولایت د شیخ علي ولسوالۍ د سرحدی پولیسو ډګروال ، د ارزګان ولایت د چارچینو ولسوالۍ د پولیسو قومندان ، د زابل د اتغر ولسوالۍ ولسوال ، د غزني ولایتي سوری ته یو بل کاندید او د صلح د شوری غړی او د نورستان ولایت د صلح د اصطلاحي شوری رئیس د مجاهدینو تر مرګونو بریدونو لاندي راغلل .

د ستمبر او اکتوبر په میاشت کي هم د ارزګان ولایت د چارچینو ولسوالي د پولیسو قومندانان ، د غزنی د حج او د اوقافو رئیس، د کندهار ولایت د ارغسان ولسوالي د امنيې قومندان ، د پکتیا ولایت د څمکنو ولسوالۍ ولسوال ، د کورنیو چارو د وزارت یو لوړ پوړی جنرال ، د ارزګان د چارچینو ولسوالی د اربکیانو قومندان ، د جوزجان ولایت د اقچي ولسوالي د اربکیو قومندان ، د غزني د استناف څارنوالي مدیر ، د لوګر ولایت د کلنګار ولسوالۍ د اربکیانو دوه قومندانان ، د بلخ د شولګرې د او د غزني د اندړو ولسوالۍ ولسوالان ، د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالي ولسوال، د ننګرهار د تورخم د مخابراتو مدیر ، د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ د امنیې قومندان ، د فاریاب د سبز پوش ولسوالي له تروریزم سره د مبارزي امر او امنیه قومندان ، په کندز کي ۱۱ څارنوالان ، د کندهار د غورک ولسوالي امنیه قومندان ، ددغه ولایت د ژړۍ ولسوالۍ د امنیت مدیر او د میدان ودرګو ولایت د حوادثو د ریاست اداری مدیر هم یو به بل پسي ووژل شول .

د نومبر په میاشت کي د کندهار د والي مرستیال ، د لوګر ولایت په مرکز کي د اربکیانو وحشي او ظالم قومندان سبزعلي ، د ننګرهار په ولایت کي د پولیسو د اکاډمۍ درې تنه ښوونکي ، د هرات ولایتي شورا غړی او د ننګرهار د بټي کوت ولسوالي د امنيې قومندان ووژل شول .

او ددغه کال د دسمبر په میاشت کي د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي امنیه قومندان، د هلمند د میوند ولسوالي جنايي مدیر او ددغي ولسوالۍ د اعاشې امر له زیات شمیر پولیسو سره ، د یادي ولسوالي د جاسوسي شبکې غړي ، د هرات په ولایت کي د ۲۰۷ ظفر قول اردو لوړی پوړی افسر ، د غزني د قره باغ ولسوالي د اربکیو قومندان ، د ستري محکمي د دارالانشاء رئیس او د کابل په ولایت کي د ښځینه قاضیانو له ډلي یوه ووژل شوه همداراز د لوګر په مرکز کی د اربکیانو مشهور قومندان، د هلمند په مرکز کی د پولیسو قومندان او د غزنی په مقر ولسوالۍ همدارنګه د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کی د اربکیانو مشهور او ظالم قومندانانو ووژل شول.

د اشغالګرو تېښته او په ناکامۍ اعتراف :
له درې کالو را په دي خوا او له شرمه ډک شکسته وروسته اشغالګران د تېښتي په پلان جوړولو مصروف شوي او د فرار لپاره د بهانې په لټه کي دي . دوی په دې ضمن کي کله ، کله د مجاهدینو ځواکمنتیا او بریالیتوب هم مني . په دې لړ کي د جنوري په شپږمه د برتانیې صدراعظم ډیویډ کامرون دده د هیواد لخوا د افغانستان د اشغال ماموریت ته د پای ورکولو اعلان وکړ او ورسره يې د مجاهدینو لاس ته د افغانستان د جنوب ځیني سیمو د لویدلو په احتمال هم خبري وکړی . تر ده له مخه د اشغالګرو برتانوي خاصو هوائي قواؤ قومندان ریچارډ ویلمیز د ټایمز ورځپاڼي ته ویلی ؤ چي په دي خبره ډیر زیات شواهد شته چی له طالبانو سره د افغانستان امنیتي قواوو ، سیاسي مقاماتو او عسکرو همکاري او همدستي زیاته شوې ده .

د جنوري په ۲۴ د امریکا او ناټو د اشغالګرو قواوؤ لوړ رتبه قومندان جنرال میلي هم ویلی ؤ چي طالبان د اجیري ادارې او امریکا تر منځ د معاهداتو د لاسلیک په لاره کي خنډ دي . د جنوري په ۳۱ امریکايی ورځپاڼي واشنګټن پوسټ په کابل کي د امریکا له پخواني سفیر کارل اکنبېري څخه په نقل لیکلي ؤ چي :(( چي هر چرته چي سړک پای ته ورسیږی طالبان له همغه ځایه شروع کېږي)).

د اشغالګرانو د تېښتي په دوام د مارچ په ۲ کاناډايي اشغالګرانو په افغانستان کي خپل ماموریت پای ته ورساؤ او ورپسې د مارچ په ۱۷ برتانوي اشغالګرو هم په هلمند کي خپلي قرارګاوي خالي کړې .
د اپريل په ۲۷ د پولنډ اشغالګرو د غزني په ولایت کي د اشغال ماموریت پای ته ورساؤ او له دغه ولایت څخه ووتل . د جون په ۱۵ د ګرجستان قواوؤ هم له افغانستانه د خپلو عسکرو د لوئي برخي د تښتېدلو خبره وکړه . او ایتالیا هیواد هم د جون په ۲۳ د خپلو هوائي قواوؤ لپاره له افغانستان څخه پښې سپکول د ځان په خیر وګڼله او ددوی د تښتیدو خبر يئ خپور کړ .

خارجي اشغالګر د اکتوبر په ۱۵ نيټه په هلمند کي د باستین اډه چي ددوی له مستحکمو اډو څخه وه هم پريښووله او ورپسې ئي د اکتوبر په ۲۲ د کنړ ولایت په پوره ډول خالي کړ او وتښتیدل .

که څه هم ددوی نظامي او عسکري تيښته دوام لري ، مګر د نومبر په ۲۲ کله چي په کابل کي د بلجیم سفارت هم د تېښتي اعلان وکړ نو دا په افغانستان کي د اشغالګرو تر شکست وروسته لومړنۍ د پلوماتیکه تېښته ده .

په دي پسي د دسمبر په ۳ د کاناډا اشغالګر هیواد هم خپلو عسکرو ته له افغانستانه د وتو امر وکړ ، او له دوی څخه ددې غوښتنې سبب ئي په افغانستان کي امنیتي اوضاع نه ډاډمنتیا ښوولي ده . د دسمبر په ۲۰ نېټه فرانسوي اشغالګرو هم اعلان وکړ چي خپل پخوانی تصمیم ماتوي او یواځي د ګوتو په شمیر عسکر (چي د اجیري اردو تربیه به کوي) پريښودل بغیر نور ټول عسکر له افغانستانه باسي .

د ناټو تېښته :

له څو کلو راپدیخوا یرغلګر هیوادونه په انفرادی ډول یو د بل پسې له هیواده پښې سپکوي، لیکن دا ځلې په یو مخیز ډول د ناټو وحشي او جګړه ایز ټرون د هیواد له بربادۍ او ویجاړۍ ورسته په بشپړه توګه دریالس کاله بعد د یکشنبې په ورځ د ډسمبر پر۲۸مه د جګړې د یو طرفه ختمولو له اعلانولو سره سره د مجاهدینو په وړاندې خپل ماته و نه منله. حال داچې دجګړې دیوطرفه ختم په خپله دماتې په معنی ده.

لدی اعلان سره هم مهاله د سی شنبی په ورځ د ډسمبر پر۳۰مه حامد کرزی د اجیری اداری مخکنی رئیس وویل: ناټو دیارلس کاله پر غلطه لار روانه وه، یوه ورځ مخکی هم رسنیو د جرمنی د یوګوف انستیتوت د سروی نتایج ښکاره او نشر کړل چی په دغه سروی کی ویل شوی ۶۰ فیصده آلمانیان په دی نظر دی چی هیواد یی د افغانستان په دریالس کلنه جګړه کی هیڅ لاسته راوړنه نه درلوده او دغه هیواد ته نه ښایی لدی ورسته خپل فوځیان د جګړی لپاره بل چیرته ولیږی.

د ډسمبر پر ۲۸ تاریخ ویل هاتون د انګلسټان یو سیاسی او اقتصادی شنونکی او لیکوال په خپله یوه مقاله کی لیکلی، انګلستان په افغانستان کی شرمونکی ماتی او شکست خوړلی. د آبزرور ورځپانی لیکلی : انګلستان ۴۰ میلیارده پونډه په افغانستان کی خرڅ کړی او ۴۵۳ تنه فوځیان یی هم وژل شوی دی، بر سیره پر دغه ۲۶۰۰ عسکره زخمیان او ۲۴۷ نور یی خپل د بدن غړي له لاسه ورکړی دی. لیکوال په ورستۍ برخه کی لیکی : لدی ټولو قربانیو او د زرګونه افغانانو له وژل کیدو با وجود د دغه هیواد روان وضعیت تر ۲۰۰۱ کال ډیر خراب دی.

د خیبر او خالد بن ولید برېمن عملیات :

د اسلامي امارت مجاهدینو په ۲۰۱۳ کال کي د دښمن په ضد د خالد بن ولید رضی الله تعالی عنه په نوم عملیات پیل کړل چي د مي میاشتي تر اوومي نېټي روان ول ، د هغو په پای ته رسیدو په سبائې د خیبر تر نوی نامه لاندي د بېلو عملیاتو اعلان وکړ ، دغو عملیاتو نه یواځي دا چي د کال تر اخېره په پوره بریالیتوب سره دوام وکړ ، بلکي د دښمن د بنیادونو په لړزولو سره ئي هغه ځایونه تر برید لاندي ونیول چي دښمن د مجاهدینو د تکتیک له ادراک او زیر هدف ځایونو ته له رسیدلو بې وسه پاته شو . د ۲۰۱۴ کال په اوږدو کي د خالد بن ولید او خیبر عملیاتو په سلسله کي په زرګونو حملې شوي دي او د جنګونو لړۍ د هیواد ټولو ولایتونو ته غزېدلي ده . که له هغو ټولو څخه یادونه کؤو نو د موضوع د اوږدېدو لامل ګرزي ، ځکه نو له هغو څخه په لنډ ډول څو مهم واقعات را اخلم .

د جنوري په ۴ د ننګرهار ولایت د غني خیلو په ولسوالي کي د امریکایانو خاصه اډه د سختي حملي شاهده وه چي پکي د دښمن ټوله قرارګاه په بشپړ ډول له منځه لاړه .

د جنوري په ۱۷ د وزیر اکبر خان په سیمه کي په خارجي هوټل برید وشو چي له امله يې ۲۹ تنه لوړ پوړي اشغالګران ووژل شول . همدا راز د جنوري په ۳۰ نېټه د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالي په امنیه قومنداني،د استخباراتو په مدیریت او نظامي مرکز باندي برید وشو چي نزدې ۲۰ تنه پکي مړه او ژوبل شول .

د فروري په ۱۵ د کابل ولایت په ارزان قیمت سیمه کي سختي حملې د اشغالګرانو له ډلي څخه دوه امریکايي مشاورین ووژل . ورپسې د همدغي میاشتي په ۲۳ نېټه د کنړ ولایت د غازي اباد په ولسوالي کي د داخلي اجیرو پوسته تر درانه برید لاندي راغله چي په نتېجه کي يي ۳۱ تنه ووژل شول.

د مارچ په ۱۲ په کندهار کي د استخباراتو د تحقیق ریاست تر خونړي برید لاندي ونیول شو چي په پایله کي ئي د دښمن دري لوړ رتبه افسرانو په ګډون ۲۳ تنه ووژل شول .

د یادي میاشتي په ۲۰ د ننګرهار د ولایت په مقام او ځیني مهمو ادارو سخته حمله وشوه چي په نتئجه کي يي د دښمن لوري ته په لسګونو مړه او ژوبل په میراث کي پرېښوول په همدغه ورځ مجاهدین د کابل تر ټولو مسئون او مهم ترین هوټل ته ننوتل چي د جمهوري ریاست ماڼۍ ته په ۵۰۰ مترۍ کي پروت دی او د خارجي اشغالګرو په ګډون يې لسګونه دښمنان مړه او ټپیان کړل .

د مارچ به ۲۵ د اجیري ادارې د دفاع وزارت د خپل افرادو د مرګ ژوبلي باندي په اعتراف سره وویل چي ( سږ کال په اوسط ډول په یوه ورځ کي د مړو څلورو تنو ته رسېدلي ده . د مارچ میاشتي په ۳۰ په کابل کی د اشغالګرو مېلمستون او د کلیسا د سختي حملې شاهدان وو او دغي حملي په سلګونو مړي او ټپیان تر پرئښوول.

د اپريل په اوومه نېټه د اجیري ادارې د کورنیو چارو په وزارت برید وشو چي لسګونه تنه امنیتي عسکر پکي ووژل شول .

د اپریل په پنځمه نېټه د انتخاباتو د پروسې په دوام کي د انتخاباتي مراکزو په ګډون په بېلا بېلو ځایونو کم تر کمي ۱۰۸۸ بریدونه شوي دي چي د اجیري ادارې د دفاع وزارت ېي په دغه ورځ ۶۹۰ بریدونه ومنل .

د مي د میاشتي په لومړۍ نېټه د پنجشیر ولایت اوله ورودي دروازه تر برید لاندي راغله چي دغه برید بیا د ۱۵ عسکرو په مړینه او د ۱۲ په ټپي کېدو پای ته ورسیدو.

د مي په ۸ نیټه چي اسلامي امارت د خیبر په نوم د نویو عملیاتو پیل اعلان کړ ، نو په هغه لومړۍ ورځ ئي د دښمن به اډو او مرکزونو باندي ۲۳۱ غټي او وړې حملې تر سره شوې د همدغه میاشتي په ۱۲ نیټه د ننګرهار ولایت د عدليې به ریاست برید وشو چي پکي ددغي ادارې ۲۰ تنه کارکونکو ته مرګ ژوبله واوښتله . همدا راز د یادي میاشتي په ۲۶ د پروان ولایت په جبل سراج کي د داخلي دشمنانو مستحکمه اډه تر برید لاندي راغله چي ورکي لسګونه عسکر مړه او ټپیان شول او د اشغالګرو ۲۵ اکمالاتي ټانکرونه هم په اور کي وسوځول شول .

د مي په ۲۱ د تورخم په اډه د ډلیئز برید وشو چي له امله ئې د ځانی تلفاتو تر څنګ د دښمن کم تر کمه ۲۱۳ نظامي وسائط هم د اور خوراک شول .

د جولايي په پنځمه نېټه مجاهدینو د کابل به ارغندې کي د دښمن په اکمالاتي کاروان حمله وکړه او کم تر کمه ۴۰۰ ټانکرونه يې تري وسوځول . د جولائي په ۸ نیټه د پروان ولایت د بګرام په ولسوالي کي په اشغالګرو حمله وشوه او ۱۵ تنه يئ پکي له منځه لاړل . ددي پېښي په سبا د کندهار د ولایت او امنیه قومنداني به ودانیو ډلئیزه حمله وه چي ورکي د دښمن تر ۶۰ زیات نفر ووژل شول .

د جولائي په ۱۷ د بګرام په هوايي میدان حمله وشوه چي په ګڼو نورو زیانونو برسېره ورکې د مهماتو او وسائلو لوی ډېپوګان هم د اور په لمبو کي به ایرو بدل شول .د همدغي میاشتي په ۲۲ مجاهدینو د کابل له هوايي میدان سره نیږدي له مخدره موادو سره د مبارزې معینیت او د اشغالګرو د کمپ په ګډه دروازه ډلئیز برید وکړ چي پکي د اشغالګرو له اعتراف سره سم ددوی څلورتنه مشاورین ووژل شول او ۶ يې ټپیان شول.

د دوؤ جلا جلا عملیاتو په نتیجه کي د اګست میاشتي په ۲۰ د نورستان ولایت د دواب ولسوالي او د همدغي میاشتي په ۲۲ د زابل ولایت د نوبهار ولسوالي د مجاهدینو لاس ته ولویدلې او په دغه میاشت کي د کندز ولایت ډیري ولسوالۍ او سیمی هم له اشغالګرو او د هغو له اجیرانو څخه پاکي کړل شوې د اګست د میاشتي وروستني عملیات چي د ننګرهار د امنیت په ریاست تر سره شول ددغي اداري کم تر کمه ۷۱ تنه ووژل او ۸۳ تنه ئي ټپیان کړل .

د سپتمبر په ۲ نیټه د اجیري اردو د دفاع وزارت یو لوړ رتبه مامور د المان پي ای خبري رسنۍ ته ویلي دي چي د طالبانو اوسنی حملې د جنګ په ډګر کي په یوه اونۍ کي د سلو عسکرو د وژل کیدو سبب کیږي .

د دسمبر په ۱۶ یو وار بیا په تورخم کي د اشغالګرو د اکمالاتو په اډه حمله وشوه چي د دښمن ۱۹۷ ټانکرو د سوځېدو تر څنګ ۱۲ تنه اشغالګر او ددوی مزدوران هم ووژل شول .

د اکتوبر په لومړۍ نېټه د کابل په ښار کي دوه جلا جلا استشهادي عملیات تر سره شول . ورپسې د اکتوبر په درېمه د پنجشیر د ولایت ودانۍ په یوولسمه د بلخ ولایت امنیه قومنداني د حملو شاهدي وې .

د نومبر په ۹ د کابل په زړه کي د ددغه ولایت د امنیه قومنداني په ګډون درې حملې تر سره شوي . د نومبر په ۱۳ خارجي اشغالګران دوه ځله د ننګرهار په ولایت کي تر ډلییزي حملې لاندي راغلل . او په سبا يي امریکايي اشغالګرانو د پروان ولایت په بګرام ولسوالي کي له سختي حملې سره په مخ کیدو ۸ تنه مړي او ټپیان به اوږو پورته کړل .

د نومبر په ۱۸ نېټه هم په کابل کي د اشغالګرانو په تر ټولو محفوظي او پر امنه سیمي ګرین ویلیج باندي د د لړزونکې حملې شاهده وه او په سبا ئې د زابل ولایت په شنکی ولسوالي د برید لوخړي وګرزېدې.

د نومبر په ۲۷ د برتانوي اشغالګرو په هغه کاروان چي ددغه هیواد سفارتي غړي يې لیږدول د کابل په ښار کي حمله وشوه او دوه برتانوي اشغالګر پکي ووژل شول .

په همدغه ورځ مجاهدینو یو وار بیا په هلمند ولایت کي د بوستن کمپ په شوراب نظامي اډه درنې حملې پیل کړې چي تر پنځو ورځو رواني وي او په نتیجه کي ئي دښمن ته درانه مالي او ځاني زیانونه واوښتل . په دغه ورځ د کابل په وزیر اکبر سیمه کي د خارجي اشغالګرو به استوګنځي هم د مجاهدینو لخوا برید تر سره شو او د نومبر په ۲۹ نېټه د کابل ولایت د کارته سه سیمي د عیسویت خپرولو مرکز په نښه شو.

د دسمبر په ۸ د پروان ولایت د بګرام په ولسوالي کي د اشغالګرو په نظامي اډه باندي په داسي حال کي د توغندو حمله وشوه چي د اشغالګري امریکا د دفاع وزیر دغي اډې ته د لدو په موخه ورغلی و . تر دې یوه اونۍ له مخه په دغه ولسوالي کي د دوشنبې په ورځ د اشغالګرو کاروان په ځمکني ماین ور برابر شو او پنځه عسکر ورکي ووژل شول .

ورپسې د کندهار د میوند په ولسوالي هم د مجاهدینو لخوا برید وشو په په پایله کي ئي د جنايي مدیر او د اعاشې د امر په ګډون ګڼ شمیر پولیس ، د جاسوسۍ د شبکې غړي او مزدور عسکر مړه او ټپیان شول .

د دسمبر په ۱۱ نېټه د کابل ولایت ۱۴ حوزه کي د اجیري اردو لېږدونکي موټر ته چاودنه ورکړل شوه او د هرات ولایت د شنډنډ په ولسوالي د مجاهدینو لخوا سخته حمله وشوه چي په پایله کي ئي د ولسوالي بازار په پوره ډول د مجاهدینو تر ولک لاندي راغی.

د همدغي ورځي په ماښام د فرانسوي اشغالګرو په فرهنګي دفتر برید وشو چي د المان هیواد یو تن عسکر پکی ووژل شو .

د دسمبر په ۱۲ د پروان ولایت په بګرام ولسوالي کي د اشغالګرو په کاروان ډلییز برید وشو چي په نتیجه کي ئي کم تر کمه ۱۵ اشغالګر ووژل شول او یو شمیر ټپيان شول . ددغي پېښي په سبا د کابل ولایت د اوومی حوزې په سیمه کي د اجیري اردو په ۳۰۳ ډوله موټر استشهادي برید وشو او پکي ناست ټول مامورین ووژل شول .

د دسمبر په ۱۴ د هلمند د سنګین په لسوالي کي سخته جګړه وشوه چي په نتېجه کي ئي د اجیري اردو دوه مهمي اډې د مجاهدینو لاس ته ورغلې .

د دسمبر ۱۸ یو وار بیا د کابل ولایت اوومه ناحیه په اشغالګرو باندي د مجاهدینو د حملي شاهده وه چي د ۶ تنو اشغالګرو په مړینه پای ته ورسیده . د ډسمبر میاشتې دوهمه نیمایي د کنړ په دانګام کی د مجاهدینو او د مزدورو عسکرو تر منځ د سختو نښتو شاهد وو، دغه جګړه چې د یادې میاشتې تر آخره یې دوام وکړ ، پکې لسګونه تنه پولیس او د اجیرې اردو عسکر مړه او ژوبل شول. د یکشنبې په ورځ د ډسمبر پر ۲۱مه په یادي ولسوالي کی محاصره شوي عسکر ورسته لدې چې د اجیرې اردو مرستندویه فوځیان د مرستې لپاره ورغلل، خپلې ۱۵ پوستې یې تخلیه کړې او له سیمې وتښتیدل.

د پنجشنبې په ورځ د ډسمبر پر۲۵مه د بګرام نظامی آډه د څو ځلو لپاره تر دوامداره راکټي حملو لاندې راغله، دغه بریدونه هغه مهال ترسره شول چی په مرکز کې موجودو فوځیانو د کریسمیس جشن لمانځه.

همدغه رنګه د سی شنبی په ورځ د ډسمبر پر۳۰مه د میدان وردګ په سید آباد ولسوالي کې د اجیرې اردو قرارګاه د فدايي مجاهد لخوا تر برید لاندې راغله چې په نتیجه کی دښمن ته پکې زیات ځانی او مالی تلفات ور واوښتل، د عینی شاهدانو له قوله ویل شوي : چاودنه دومره شدیده وه چې کابو د قرارګاه نیمایي برخه یې په بشپړه توګه تخریب کړې ده.

د مجاهدینو نفوذ او له جهادي لیکو سره د دښمن د افرادو پیوستون:

د مجاهدینو له حقیقت سره ددښمن د افرادو اشنايي او د هغوی له لیکو سره پیوسته کیدل ورځ تر بلي مخ پورته روان دي او د اسلامي امارت مجاهدینو د ۲۰۱۴ میلادي کال په جریان کي په دغه برخه کي ډېري ښې لاس ته راوړني لرلي دي . د اسلامي امارت مجاهدینو له خپل کاري پلان سره سم ددښمن په لیکو کي په درز اچولو سره خپل نفوذي افراد د دښمن په بیلا بیلو په ځانګړي ډول امنیتي ادارو کي ځای په ځای کړي دي او دا کار دښمن ته د سختي اندېښنې او تشویش سبب ګرزیدلی دی .

په اجمالي ډول ۲۰۱۴ میلادي کال په اوږدو کي د اسلامي امارت د جلب او جذب کمېسیون د مسؤلینو د نه ستړي کیدونکو هلو ځلو او د دشمن د افرادو د حقیقت درکولو په نتیجه کې ۳۵۴۵ تنه د دښمن په لیکو کي ولاړ خلګ د مجاهدینو له لیکو سره یو ځای شول . چي د تسلیم شوو افرادو تفصیل د هغو له نوم ، د پلار نوم ، ولسوالي او ولایت سره سره هره میاشت د اسلامي امارت د ارشاد جلب او جذب کمېسیون لخوا خپریږي .

د مجاهدینو په ځواکمنتیا د دښمن اعتراف:

که څه هم دښمنانو په تیرو ۱۳ کلونو کی څومره وسایل چي په لاس کي لري له هغو ټولو څخه په کار اخستلو پوره پوره کوښښ کړی دی تر څو ولسونه د مجاهدینو له بریالیتوبونو او خپلی ماتي څخه په بي خبري کي وساتی مګر بیا هم ډیر ځله مجبور شوي دي چي په دغه تریخ حقیقت اعتراف وکړي چي موږ يې د نمونې به ډول دلته څو اعترافات را اخلو:

د اسوسید پریس خبري رسنۍ د مارچ د پنځمي نیټي په راپور کي د اشغالګرو د لوی درستیز جنرال دېمپلسي له قوله راغلی دي چي (افغانستان به تر ټولټاکنو وروسته د سختي بې ثباتۍ شاهد وي )). په دې پسي د پریس تلویزون په حواله په افغانستان کي د جنګ یو مشهور مخالف او تحلیلګر ریک روزوف وویل چي (( د امریکاپه ګډون ټول اشغالګر د طالبانو په مقابل کي بي وسه دي )).

په دی لړ کي د جولای په دوومه د کابل د لاس پوڅې ادارې د کورنیو چارو وزیر هم وویل چي (( افغان اجیر قوتونه تر اوسه لا د طالبانو د لړزونکو بریدونو د مقابلي توان نه لري )).

د جولای په نهمه نېټه د غور په ولایت کي د اجیري ادارې مقاماتو په دي خبره اعتراف وکړ چي د اسلامي امارت مجاهدینو ددغه ولایت د چهارسدې ولسوالي تر خپل واک لاندي راوستې ده . د همدغي میاشتي په ۱۴ اجېره اداره پر له پسې ماتي له امله اړ شوه چي د هلمند امنیه قومندان او ددغه ولایت د امنیت امر له خپلو دند ګوښه کړي .

د اګست په ۱۸ یوې امریکايي شبکې سې بې سي پخپل سیاسي تحلیل کي وویل چي (اشغالګر د خپلو قواوو په وړاندي د طالبانو مقاومت او مبارزې ته په پای ورکولو په افغانستان کي ناکام شوي دي )) ددغه راپور په اساس افغانستان هغه یواځنی هیواد دی چي امریکایان پکي وړل کیږي.

د اګست په شلمه اجیري ادارې د نورستان ولایت ددواب ولسوالۍ په سقوط اعتراف وکړ ، او ورپسي د زابل نوبهار ولسوالي هم د مجاهدینو واک ته ورغله د چهارشنبې په ورځ چي د اګست له ۲۷ سره برابره وه نیویارک ټئمز ولیکل چي د طالبانو پرمختګ د کابل اداره له خطر سره مخامخ کړې ده .

د اکتوبر په لومړۍ نیټه د کندهار ولایت د ریګستان ولسوالي هم د مجاهدینو تر وال لاندي راغله . د کابل د اجیري ادارې لوړپوړو مقاماتو د اکتوبر په ۱۹ خبر ورکړ چي د اونۍ په اوږدو کي د مجاهدینو لخوا ددوی په ادارو سلګونه حملې شوې دي . په دي پسې د اجیري ادارې د دفاع وزارت د اکتوبر په ۲۱ اعلان وکړ چي له ۱۳۸۲ لمریز کال څخه تر اوسه د اجیري اردو ۶۸۵۳ عسکر وژل شوي دي . ددغه وزارت لخوا ورکړل شوو ارقامو په اساس ۱۳۸۸ کال کي ۶۳۵ تنه ، ۱۳۸۹ کال کي ۷۴۸ تنه او او په ۱۳۹۰ کال کي ۸۴۱ تنه وژل شوي دي . دوی زیاتوي چي ۱۳۹۱ کال کي کم تر کمه ۱۱۷۰ تنه په ۱۳۹۲ کال کي څلور سوه تنه او د روان کال په اوو میاشتو کي ۹۵۰ د اجیري اردو سربازان وژل دي .

دښمن په خپلو ناکامیو د اعتراف په لړ کي د جرمني هیواد د بهرنیو چارو وزیر د اکتوبرپه ۱۲ وویل چي جرمني به دوه زره لومړي کال کي د جنګ له پیله تر اوسه له سختو مشکلاتو او ناکامیو سره مخ ده او هره لحظه ددې امکان موجود وی چی خپل عسکر له یوه مخه له افغانستان څخه وباسي . هغه وايي چي له افغانستان څخه زموږ تر حد زیات امیدونه ددي لويي ناکامۍ باعث ګرزېدلي دي . ددغه وزیر تر څرګندونو وروسته د اکتوبر په ۲۳ نیټه د برتانوي اشغالګرو عمومي قومندان جنرال پیتروال وویل چي (طالبانو په اړه په افغانستان کي ددوی څیړني او پشبینۍ غلطي وي))

له بي بي سره په مرکه کي هغه ومنله چي موږ په افغانستان په افغانستان کي هدف ته نه رسیدل منو او په دغه ناکامۍ اعتراف کاوؤ.

د اکتوبر په ۳۰ نیټه د ګارډین په ورځپاڼه کي هم دیته ورته خبره شوې او لیکي چي اوس طالبان د افغانستان په ډېری ولسوالیو او کلیو کي فراخ حضور لري چي دا په افغانستان کي د خارجي اشغالګرو په ماتي څرګند دلیل دی .

د نومبر په ۶ په افغانستان کي د امریکايي اشغالګرو د عمومي قومندان معاون جنرال جوزف اندرس د اجیري ادارې په لیکو کي د تلفاتو د زیاتیدو خبر ورکړ او ويې وویل چي دغه ځواکونه له طالبانو سره د مقابلې توان نه لري .

په دغه لړ کي د نومبر په ۱۹ نیټه د کابل د ملي امنیت اداري هم ومنله چي د هیواد په مهمو ښارو د مجاهدینو حملې ۶۸ سلنه زیاته شوي دي . ددغي ادارې ویاند زیاتوي چي له امریکا سره د امنیتي قرارداد تر امضاء کولو وروسته طالبانو خپل بریدونه زیات کړي دي .

له مجاهدینو سره په مبارزه کي پر له پسې ماتي او ناکامي له امله د کابل ولایت امنیه قومندان او د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان له دندي وغورزول شول .

د دسمبر په لومړۍ واشنټن پوسټ په خپله تبصره کي د مجاهدینو په خورو خورو بریدونو لیکلی دي چي د طالبانو اوسنی حملې چي د کابل فضايې هم په لوخړو پوښلې په تېرو ۱۳ کلونو کي ساری نه لري.

په دغه میاشت کي د ایساف اشغالګرو قومندان جنرال اندرسن د اشغال د ماموریت د پای ته رسولو په مراسمو کي وویل چي (( زه نه پوهیږم د افغانستان په اړه خوشبین و اوسم او که بدبین )).

د نیویارک ټایمز په وینا جنرال جوزف اندرسن روان کال جهنم بللی دی او وائي چي که له یوي خوا افغاني قوتونو د مرګ ژوبلي مخه نه ده نیوله شوې نو له بلي خوا د امنیتي قواوؤ له لیکو څخه د تېښتي لړۍ هم د پخوا پشان چټکه روانه ده .

ولس ته رسیدلی اذیت او ملکي تلفات:

له دیارلسو کلونو را په دېخوا بهرني اشغالګر او ددوی داخلي مزدوران د یو منظم پلان له مخي د ګران هیواد بې وسه وګړي او ملکي خلک وژني . او په دي برسېره زموږ په ولس باندي داسي ورځ نه تېریږي چي د دښمنانو لخوا ټپيان شوي نه وي او یا ورته تکلیف او ضرر نه وي رسول شوی .

اشغالګر او ددوی مزدوران د ملکي خلکو په کورونو باندي په یرغل وروړلو سره ددوی په عزت او عقت تېری کوي ، مالونه او سامانونه ئې غلا کوي ، څاروي يې وژني او ډیر ځله ورسره دا هم شوي چي ددغه بږنونکي وحشت په پای کي ددوی کورونه هم سوځول شوي دي .

په دغه لنډه لیکنه کي د هیواد په خلګو شوي وحشتونه د شمار له امکانه لري دي او درانه لوستونکي کولای شي د اسلامي امارت لخوا په خپریدونکي سایت د جنګي جنایتونو میاشتي راپور کي دا هر څه وګوري .

دلته په روان کال کي ملکیانو ته هم د رسیدلو زیانونو څو نمونې لیکو :

یواځي د جنوري په میاشت کي ۴۰ تنه زموږ ضعیف ملکي وګړي ددوی لخوا شهیدان ۳۲ تنه زخمیان او ۴۲ تنه ژوندي نیول شوي دي .

د فروري میاشتي هم ښه ورځ نه لرله او دښمن په لاسونو ۳۸ شهیدانو ، ۲۷ ټپیانو او ۷۰ ژوندي نیول کیدو شاهده وه . د مارچ په میاشت کي هم د بې ګناه ملکي وګړو له کتاره د هیواد په بېلا بېلو سیمو کي ۴۵ تنه شهیدان ۶۰ تنه نور ټپيان او کابو ۷۷ تنه نیول شوي دي .

د اپريل په میاشت کي ۵۳ تنه ملکی وګړي شهیدان ، ۱۹ تنه ټپیان او ۳۴ تنه زندانونو ته لېږل شوي دي . همدا راز د مي په میاشت کي خارجي یرغلګرو او داخلي مزدورانو ۴۸ بېګناه ملکیان شهیدان کړي ۲۶ تنه ئي ټپيان کړي او ۲۳ نور ئي په زندان کي اچولي دي .

د جون په میاشت کي د بشریت ټېکدارانو کم تر کمه ۴۳ تنه ملکیان شهیدان کړي ۳۲ يي زخمیان کي او ۱۸ تنه يي د تلاشۍ له ځایونو زندان ته لېږدولي دي د جولای په میاشت کي هم له پورتني شمېره په لیږ څه تغیر ملکیان شهیدان شوي ټپيان شوي او نیول شوي دي.

د اګست د میاشتي په اوږدو کي کم تر کمه ۷۲ تنه بېګناه ولسي وګړي شهیدان ۱۶ تنه ټپيان او ۳۴ تنه نور په بندکي اچول شوي دي.

د بېلا بېلو خبري اژانسونو د خبر په اساس د سپتمر میاشت هم د ۸۶ شهیدانو او ۱۶ تنه ټپیانو شاهده وه . دا په داسي حال کي وه چي ددي وحشت په اوږدو کي ۱۰۸ تنه نور هم تر نیولو وروسته اډو ته وړل شوي دي .

په اکتوبر کي هم خارجي او داخلي دښمنانو د مسلمان وژني فرهنګ ۵۲ بېګناه ملکیانو په وژلو ۲۴ ټپیانولو او د ۳۱ تنو په نیولو ژوندی وساتو – او د نومبر میاشت هم د ۲۴ تنو د شهادت ۱۱ تنو ټپیانو او کم تر کمه ۱۱۷ تنو بندیانیدو له امله د ملکي افغانانو لپاره د بدو خاطراتو میاشت وه .

په ډسمبر میاشت کې هم سره لدې چې تر اوسه د تلفاتو دقیق راپور نه دی نشر شوی ، لیکن د نومبر میاشتې په اندازه ورته کسان شهیدان شوی او همدومره کسان زخمیان او بندیان شوي دي

د افغانستان خلګو د اشغال له پیل څخه تر اوسه د اشغالګرانو په مقابل کي بېلابېل عکس العملونه ښوولي دي تر څو له اشغالګرو او ددوی له مزدورانوڅخه کرکي اواز د نړیوالو تر غوږو ورسوي. له اشغالګرو او مزدورانو څخه دا نفرت ښوونه کله د خلګو د قیام او مظاهرو په شکل کي شوې ده او کله بیا ددښمن په عسکري او نظامي لیکو کي ددوی لخوا په حملو کولو سره .

دلته ددغو پېښو له جملې څخه یواځي څو هغه مهم واقعات په لنډ ډول را اخلو چي په تیر کال کي تر سره شوي دي.

د فروري په نهمه د بلخ ولایت د شینکۍ ولسوالي خلکو د یوه لاریون په ترڅ کي هلته د اربکیانو له موجودیت سره سخت مخالفت څرګند کړ او دوی يې د سیمي د قومونو تر منځ د جګړې زمینه برابرونکي وګڼل . ورپسې د همدغي میاشتي په ۱۷ د پکتکا ولایت په یوسف خیلو ولسوالي کي د اربکیانو لخوا د دری ځوانو نجونو د وسلې په زور له کورونو څخه د وړلو په عکس العمل کي خلکو پراخي مظاهرې وکړې.

د فروري په ۱۳ دؤو تنو نفوذي مجاهدینو د ملي اردو له یونیفورم څخه په استفاده څلور اشغالګر عسکر د کاپیسا په ولایت کي ووژل . په دېته ورته یو بل عکس العمل کي د اپریل په ۲۹ د کابل ولایت د کیور په نوم خصوصي شفاخانه کي د یوه محافظ لخوا په دریو امریکايي اشغالګرو برید وشو او ........ ووژل شول.

د نفرت څرګندوني په دغه لړۍ کي د جون په ۲۳ د پکتیا ولایت په امنیه قومنداني کي یو نفوذي پولیس په دؤو امریکايي مشاورینو د ټوپک شپېلۍ را واړوله او دواړه ئي ووژل .

ورپسي د اګست په ۲۱ یو با احساسه شخص د کابل په ولایت کي یو خارجي عسکر د چاقو په وهلو سره وواژه.

د ستمبر په ۲۳ نېټه د غزني ولایت د قره باغ ولسوالي خلګو هم له اربکیانو خپله کرکه څرګنده کړه او دوی ئي د خلګو په وژنه او د کورونو په ورانولو تورن کړل . د یاد ولایت خلګو د اکتوبر په ۱۵ نیټه هم د اربکیانو د ظلم او وحشت په مقابل کي خپل غږ بورته کړی ؤ د نومبر په ۴ د غور او بغلان ولایتونو خلګو ددغه ولایتونو د والیانو لخوا د ظلم ، ځورونو د مالونو او ځمکو له غصبولو او امنیتي تهدیداتو څخه تر تنګ راتلو وروستو ددوی پر ضد لاریونونه وکړل او له حکومته يي د هغو له دندو څخه د لري کولو غوښتنه وکړه .

همدا راز د دسمبر په دوومه نېټه د فاریاب ولایت د پښتون کوټ ولسوالي یو شمیر مشرانو او سپین روبو په اجیري ادارې د اعتراض په ترڅ وویل چي زموږ د ولسوالي سپین ږیري او مشران د اجیري ادارې د کارکونکو لخوا وهل شوي دي ، په دغه حال کي یوې اعتراض کونکې ښځي هم ویلي دي چي ددغي ولسوالۍ سرحدي پولیسو په هغې باندي د جنسي تیري هوډ کړی ؤ مګر هغه ترې وتښتېده .
له درغلیو ډک انتخابات او په هغو کي د جان کیري شرکت او ونډه :

اشغالګر و تر څو څو واره خپلي مزدوري ادارې ته د مشروعیت ورکولو لپاره ډراماتیکي ټول ټاکني تر سره کړې دي چي تر ټولو وروستۍ ئي هم هغه دي مسخرو په شکل کي تر سره شوې.

د روان کال د اپریل په ۵ هغه ټول ټاکني تر سره شوې چي د درغلیو او ټګیو برګیو بېلګه ئي په ټوله نړۍ کي نه ده تر سترګو شوي . د تائید شوؤ راپورونو په اساس د ټاکنو کمیسیون د ۱۴ ملیونه وګړو لپاره تیاري نیولی و ، مګر د ورځي په پای کي که څه هم دوی ومنله چي یواځي ۷ ملیونه تنو په ټاکنو کي برخه اخستي خو تر دې خبري لا ډېر وخت تېر نه ؤ چي په صندوقونو او د کمېسیون په سیستم کي په ملینو رائي اچول ثابت شول . په دې برسېره کله چي د کمیسیون لخوا بتدائي ۱۰ ٪ نتائج اعلانیدل نو نو دوی څخه دا خبره هېره وه چي د رایه ورکونکو شمېر يې ۷ ملیونه ښودلی دی ځکه ددي پر ځای چي ۱۰٪ نتېجې ۷۰۰ رايي په برکي نیولې وای یواځي ۵۰۰ رایي په بر کي ونیولې.

د اپریل په نهمه فیفا ( به ټاکنو د نظارت مستقل بنسټ) اعلان وکړ د ټاکنو په ورځ يي ۱۱ زره درغلۍ ثبت کړې دي . ددغي میاشتي په ۱۷ دمدني ټولنو د همغږۍ د اتحادیې ویاند په یوه خبري ناسته کي وویل چي د هیواد په کلیو او بانډو کي زورداردارو اربکیانو خلګ اړ کړی دي چي رایه ورکړي او هر څنګه چي وي صندوقونه ډک کړي.

مګر بالاخره دا چاره هم په ناکامۍ پای ته ورسېده او د نړۍ په کچه تر لويي رسوائي درغلیو او غلا وروسته ټاکني دووم پړاو ته لاړې .

فیفا د جون په ۱۹ یو وار بیا اعلان کړه چي د ټاکنو په دووم پړاو کي د درغلیو کچه تر لومړي هغه ډېره لوړه وه ددغه بنسټ د وینا په اساس که څه هم به دووم دور کي د خلکو ونډه کم رنګه وه ، مګر بیا هم پراخي درغلی را منځته شوې. راپور زیاتوي چي د ۱۶ ولایتونو په ۲۱۸ مرکزونو کي صندوقونه په غیر قانوني ډول ډک شوي دي .

او د ۲۷ ولایتونو په ۵۱۸ مرکزونو کي هغو کم عمرو خلکو هم رایه کارولې ده چي د رایي ورکولو قانوني سن ته نه دي رسیدلي .

بالاخره د ټاکنو د تر سره کیدو شپږ میاشتي وروسته جان کېري یو ګډ او په دوو برخو وېشلی حکومت جوړ کړ او وروسته بیا د سپتمبر په ۲۹ اشرف غني ددغي طوق خپلي غاړي ته واچاؤ او د جان کېري په هڅو را منځته شوې ادارې د رئیس په حیث يې په هیواد کي د اشغالګرو د منافعو د حفاظت لوړه پورته کړه . مګر د چوکیو د ویش په سر د کشمکشونو او اختلافاتو له امله دغه په دوؤ برخو ویشلي اداره تر اوسه ي د لوړي پورته کولو له وخت يي کابو درې میاشتي اوښتې دي د ۲۰۱۴ م کال تر اخري ورځې پوري لا نه ده توانېدلې چي خپله کابینه وټاکي .د موثقو راپورونو پر اساس د اجیری اداری د برخوالو تر منځ ژور اختلاف د دی سبب شوی چی د کابینی معرفی کول تر نامحدود وخته وځنډیږي

د وېشلې ادارې بادارانو ددې لپاره چي خپله مزدوره اداره خلکو ته بریالۍ وښيي د روان کال په اوږدو کي د ویلز او لندن په نومو دوه کنفرانسونه جوړ کړل تر څو په دې ډول هغه اجیره اداره چي د مرګ په پوله ولاړه ده له حتمي مرګ وژغوري مګ د بهرنیو بادارانو او کورنیو برخوالو اړخونو تر منځ د اختلافاتو له امله دا دوه کنفرانسونه هم بې پایلي شول او هیڅ ګټه ترې تر لاسه نشوه .

د اشغالګرو قضايي مسئونیت، د وطن پلورني قرارداد او د هغه پایلې:

په هغه څه بر سېره چي پورته ذکر شول په ۲۰۱۴ کال کي د هیواد په تاریخ کي یو له شرمه ډک خبر هم و. په دغه کال کي داخلي اجیرانو د خپل چور او چپاول د بقا او دوام لپاره یوه بله بې ننګي وکړه او خپل بادار هیوادونه يې د هر ډول جرم او جنایت له سزا لیدلو څخه مصئون وګڼل . ددغو بي غیرتیو په لړ کي د فروري په ۱۹ د اجیري ادارې د دفاع وزیر خبر ورکړ چي کیدای شي موږ استرالیايي بادارانو ته قضايي مسئونیت ورکړو تر څو د افغانانو د وژلو په مهال له قضايي پوښتنو ګرویږنو سره مخ نشي.

د دوی په څېر امریکا هم له اوږدې مودي راهسي د هیواد پلورني قرارداد ته د لاسلیک په تمه وه او غوښتل ئي چي خپل جنایت کارانو ته جنايي مصئونیت واخلي بالاخره اشرف غني د لوړي تر مراسمو وروسته د اسلام ستر دښمن او پېژندل شوي کمونست حنیف اتمر د خپل امنیتي مشاور په توګه تر ټاکل کېدو یوه ورځ وروسته چي د سپتمر له ۳۰ سره برابره وه د هیواد پلورني دغه معاهده لاسلیک او په دې ډول يې خپله ناموس پلورنه له امریکا سره امضا کړه ددغه له شرمه ډک عمل پر مهال مجددی او ګیلاني هم د شرمنده او سر ټیټي ګواهانو په ډول هلته موجود ول .

مګر تر هیواد پلورني لا څو ساعته تېر نه و چي د بدو پایلو لړی يې له دي څخه پیل شوه چي د امریکايي بي پیلوټه تیارو د خوست ولایت په د عليشېرو ولسوالۍ په بېګناه ملکي خلګو د بمونو په باران او کم تر کمه د ۴ تنو په شهیدولو د خوښۍ دغه جشن ولمانځو.

یوه اونۍ لا نه وه اوښتې چي د اشرف غني ملاتړو د کفر ویلو لړۍ هم پرانستله شوه او پیل ئې د یوه مرتد لخوا د الله جل جلا له پاک ذات ته له توهین او ښکنځلو څخه وشو څو ورځي وروسته یو بل مرتد د الله جل جلاله پاک ذات (العیاذ بالله) د حضرت ابراهیم علیه السلام د زماني له بتانو سره په تشبه کولو خپله بده څیره پېژندني ته وړاندي کړه ، اولا دا پرهر نه ؤ پټۍ شوی چي د اشرف غني یو نزدې او د هغه لپاره کمپائن کونکي تن شرعي احکام ظلم ا بې عدالتي وګڼل .

په دي ټولوپسي د اشرف غني میرمني ي یوه مسېحي دعوتګره ده په اسلامي حجاب برید وکړ ، په حجاب له بندیزه يې ملاتړ اعلان کړ او اسلامي حجاب ئي د ښځو د ازادۍ مانع وګاڼه .

د زندان او زندانیانو کیسه :

اشغالګر او ددوی کورني مزدوران که له یوي خوا بې ګناه خلګ زندانونو ته اچوي نو په هغه برسېره زندانیان له هر ډول انساني حقوقو څخه بې برخي کوي او په بېلا بېلو شکلونو شکنجې او تعذیبونه ورکوي .

دغه حقیقت څو څو ځله موسس او مستقلو بنسټونو ههم راپورته کړی ، مګر هیڅ لوري ورته توجه نه ده کړې. د روان کال په اوږدو کي زندانیان د ظلم ، شکنجو او له انساني حقوقو د محرومیت له امله په مظاهرو او غذايي اعتصاب لاس پوري کړی او ډير ځله کیسه د خولو تر ګنډلو رسېدلي ده ، مګر بیا هم هر څه بې نتېجي پاته شوي .

په دغه لړ کي د جنوری ۲۰ نېټه د کنړ مرکزي زندان د اعتصاب او مظاهرو شاهد ؤ او ددغي میاشتي په ۲۷ نېټه د فاریاب په ولایت کي زندانیان په بېلا بېلو ډولونو شکنجه شول .

بل لوري ته د تورو او پټو زندانونو موجودیت د اشغال له اولي ورځي لا د مختلو ادارو د اندېښنې وړ ګرزېدلی دی . د حامد کرزي لخوا ټاکل شوي هئت په جنوبي ولایتونو ، هلمند او کندهار کي د اشغالګرو لخوا د لسګونو شخصي زندانونو د موجودیت راپور ورکړ .

د مجاهدینو مشرانو تبادله :

د ۲۰۱۴ کال مي میاشتي په وروستو کي د اسلامي امارت څو تنو هغه مجاهدین چي پوره دیارلس کاله يې د ګونتانامو په زندان کي تېر کړل له یوه امریکايي بندي سره په تبادله کي خوشي شول . په دغه تبادله کي د اسلامي امارت پنځه تنه لوړ پوړي مجاهدین ازاد شول . دغه تبادله چي د امریکا له ټولو قوانینو سره په کامل ټکر کي وه د نړیوالو لخوا د مجاهدینو لویه لاس ته راوړنه او دوی ته د امریکا ماتي وګڼله شوه .

د نړۍ تر ټولو فاسد او ناکام هیواد :

تر دې وړاندی هم مزدوري او غرب غلامي ادارې په رشوت اخستلو، اداري فساد او د مخدره موادو په قاچاق کي لومړی مقام خپل کړی دی ، مګر دا ځل د صلحی نړیوال بنسټ چي مرکز يې په واشنټن کي دی د جون په ۲۶ د هغو هیوادونو نوی لست خپور کړ چي په نړۍ کي تر ټولو کمزوري حکومتونه لري په دغه راپور کي افغانستان د نړۍ ضعیفو حکومتونو په کتار کي اووم ځای ورکړی دی .

په دي پسې د دسمبر په ۳ نیټه ترانسپېرنسي انترنېشنل د نړی تر ټولو فاسد ترین هیوادونه په یوه لیست کي اعلان کړل چي افغانستان پکی څلورم مقام خپل کړی ؤ.

له مجاهدینو سره د کابل مذاکرات :

د کابل د مشترکي اجیري ادارې له جوړښته دادی تر دریو میاشتو زیاته مده تېریږي مګر بیا هم دومره لاسته راوړنه ونه موندل شوه چي خلکو یا نړیوالو ته وښووله شي . نو ځکه ئي په تزویل او درغلیو په لاس پوري کولو سره اعلان کړه چې دغه اداره له مجاهدینو سره د روغي په خبرو موافقې ته رسیدلې ده او د دواړو لوریو تر منځ بریالي مذاکرات روان دي . ددوی دغه اعلان مجاهدینو نه یواځي رد کړی ، بلکي دا ئي د دښمن له لوري بې بنیاده دروغجن تبلېغات ګڼلي دي .

Tweet
Share