شپني عملیات ،ولس ته دنوي حکومت لویه ډالۍ
- تفصيل
- نېټه: جمعه, 05 دیسمبر 2014 01:17
- لیکوال: سیدسعید
- بـــــرخه: دامریکایی ښکیلاک دجنایاتو
په کابل کي دنوي ایتلافي حکومت پیل دافغانستان دخرڅلاودقرار داد په لاسلیک اودشپینوعملیاتوپه بیا پیل سره پیل شو،دعین وغین دګډوله رژیم دانتصاب سره دکرزي دکرغیړني دورې مظالم نه یوازي تمدید شول ،- البته دکرزي په وروستي کال کي شپني عملیات څه محدودشوي وو- بلکي سربیره پر هغو دهیواد په مختلفو سیموکي یو وار بیاشپنيو وحشي عملیاتوزور واخیست، دیرغلګرو اوداخلي عسکروله خوا بیادطالب په نوم دملکي هیوادوالودوژلو، ژوبلولو، نیولواوشړلولړۍ پیل شوه .
په نژدې تېرو ورځو کي په ځینو سیمو کي دنیواکګرو ځواکونو او ایتلافي رژیم دعسکرو له لوري پر ولس میشتو سیمو خوراپراخ بې رحمانه عملیات ترسره شول چي دچاپوځپلو سیموڅخه یوه هم دننګرهار مجاهد پر وره خاوره ده .
دډسمبرپه دوهمه نیټه دشپې له خوایرغلګرواوداخلي ځواکونودننګرهار ولایت دخوګیاڼو ولسوالۍ دمیملي پرسیمه وحشیانه چاپه پیل کړه ، چاپه چي دډسمبر په دریمه ورځ لا هم روانه وه خلګو ته پکي ډیر زیات زیانونه ورسیدل ، یرغلګروسل(۱۰۰) تنه ملکي هیوادوال چي سپین ږیري اوماشومان هم پکي ووبندیان کړي، څلور تنه ولسي وګړي شهیدان کړي اودتلاشي پرمهال یې دښځو ګېڼې او نغدي پیسې غلاکړي دي .
همدا راز تردې چاپې یوه ورځ مخکي هم اشغالګروعسکرودافغان پوځیانوپه ملتیادیادي شوي ولسوالۍ دوزیرو سیمه کي دچاپې پرمهال دوه تنه ولسي وګړي شهیدان کړي اواتیا(۸۰) تنه ولسي وګړي یې دبندیانو په توګه له ځان سره وړي دي .
دنومبر په ۲۵ مه بیا د نازيانو ولسوالۍ په سپین کمر ژي سر سیمه کي اشغالګرواو داخلي عسکرودعملیاتو پرمهال بمبار کړی، دځایې خلګو په وینا په دغه بمباري کي دښځو اوماشومانو په ګډون اووه تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي اودوه کسان ټپیان شوي دي .
همدا رنګه دنومبرپه څلورمه دیرغلګرواوګډوله بلواک رژیم عسکروپه ګډو عملیاتوکي دچپرهار ولسوالۍ په زغوسیمه کي هیوادوال ډیر کړولي دي ، دعیني شاهدانوپه وینا یرغلګروپه دې چاپه کي هم سل (۱۰۰) تنه ملکي هیوادوال بندیان کړي ، کورونه یې تلاشي کړي او دوه تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړي دي .
شپني عملیات \ شپنۍ چاپې هغه ډارونکي اصطلاحات دي چي دهیواد په لر اوبرکي واړه اوزاړه ښځینه اونارینه ټول ورسره بلد دي،یرغلګرو ځواکونو دګوډاګي رژیم اوجاسوسانوپه ملګرتیاپه تېرو دیارلسوکلونو کي په دې ډول وحشیانه عملیاتو کي په زرهاوو ملکي وګړي شهیدان اوپه لسهاوو زره بندیان کړي دي .
په شپنیو عملیاتو کي کورونه اوبشپړ کلي له منځه تللي ، ښځي ، ماشومان ،بوډاګان اوځوانان په انفرادي اوډله ییزه توګه وژل شوي ، تورسري اوکوچنیان په سپیو داړل شوي ، کافر عسکربوټونه په پښودسپیو سره مسجدونو ته ننوتلي ، قران شریفونه یې تلاشي کړي ، پرمځکه یې غورځولي او.....چي په یادولویې وعاملینو ته دانسانیت پر ژبه دلعنت ، لعنت ، لعنت الفاظ تکراریږي .
دشپینو عملیاتوانسان ضد، قانون ضد،حقوق ضداوتمدن ضد جریان ته په پام سره ډیر ه دتاسف وړده چي دمفکر ولسمشر!! تفکر دخپل ولس سره پردې ډول وحشت اوبربریت نه یوازي دتائید بلکي دملاتړ مهر لګوي .
نو! دهغه ولس دي خدای جل جلاله مل شي چي دمترقي مفکر یې په وژلواو کړولو دیوې یکۍ خوا نه بدیږي اوپه تفکر سره یې لاس تړلی داستعمار خولې ته سپاري .امین !
تازه لیکني
- کندز : امام صاحب کې ۵ عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته
- د لغمان په قرغيو کې په پوسته بريد وشو
- مرکزي بغلان کې د دښمن رينجر وسوزول شو
- له شرابیانو وروسته اوس چرسیان په هلمند بخت ازمویي
- کندهار: میوندکې دقومندان په شمول ۶ اربکیان قتل ګڼ مهمات غنیمت شول
- ننګر ها ر : بټي کوټ کې په پوسته بريد شوی
- هلمند: سنګین کې شوبله ویجاړه ، ۳عسکرقتل یوټپي شو
- هلمند: سنګین په جګړه کې ۵ګوډاګیان قتل ۲ ژوبل شول
- دهلمند ولایت په مالمندکي دغلامې ادارې پراشوټي اوباشانودملکي خلکو200دکانونه اودیوه بارګین 22موټران وسوځول
- سرپل کې دګوډاګیانوشکست ، یوټانک یورینجرویجاړګڼ مهمات غنیمت شوي
- کونړ : مروره کې مزدور عسکر ووژل شو
- ننګرهار : خېوه کې په پوسته بريد وشو
- غازي اباد کې ۱ موټر ويجاړ او ۲ عسکر ټپيان شول
- کونړ : ناړۍ کې په عسکرو او پوستو بريدونه شوي
- فاریاب : چهلګزي کې موټرویجاړ یوګوډاګی ووژل شو