د بیان آزادي که د بیان اهانت (د اوونۍ تبصره)
- تفصيل
- نېټه: سه شنبه, 20 جنوري 2015 13:14
- لیکوال: -
- بـــــرخه: نوري تبصرې
الله جل جلاله انسان ته د بیان لوی نعمت او ستر کرامت ورکړی ، بیان یې د خلکو لپاره د خپلو روا حقوقو د غوښتلو، خپل مینځي تفاهم ذریعه ګرځولې ده، د دنیا او آخرت ګټې او مصالح په بیان پوري تړلي دي، د ژبې او قلم په واسطه د خپلو غوښتنو، هیلو او خیالاتو بیان د الله پاک هغه عطا ده چې انسان د نورو کائناتو څخه جلا کوي، ګډ ژوند ته لاره هواروي، همدا وجه ده چې الله جل جلاله د الرحمن په مبارک سورت کې د نعمتونو په سریزه کې د بیان لوی نعمت یاد کړی او انسان ته یې د هغه ښوونه خپله کړنه بللي ده. {خلق الإنسان علمه البيان} (الرحمن/ ۳- ۴).
ژباړه: الله جل جلاله انسان پیدا کړ، او خبرې کول یې ور وښودل.
ځیني ناپوهان او د بشریت دښمنان د الله جل جلاله دغه لوی نعمت چې اصلا د تفاهم او جوړجاړي وسیله ده د بيان د آزادۍ تر سرلیک لاندې د ظلم، تېري او د مدنیت خلاف د ټولنو د تصادم او کرکې خپرولو په غرض استعمالوي، هغوی چې د جهالت په ګرداب کې راګیر دي فکر کوي چې د ولسونو او ټولنو سپکاوی د دوی حق دی، د خلکو ځورول، هرچا ته بد ویل، د لویو هستیو د اهانت هڅه کول د بیان آزادي بولي.
د بیان د آزادۍ او د بیان د تېري په مینځ کې ښکاره توپیر سته: د بیان ازادي د خپلو روا حقوقو، غوښتونو، افکارو او خیالاتو اظهار او د ظلم په وړاندې له ځان څخه د دفاع کولو حق ته ویل کیږي، دا د هر انسان مسلم حق دی، مګر صرف د جهالت، شهرت او شهوت پرستۍ په موخه د نورو د شخصیت، دین، کلتور او مشرانو سپکاوی، بهتان ویل، نا حقه تورونه تړل او په بدو نومونو یادول د عقل، تمدن او انسانیت خلاف عمل دی.
د عقل خاوندان په لاندې دوو خبرو اتفاق لري:
لومړی دا چې هر کلام مثبت یا منفي تاثیر لري، د ښي خبري ښه تاثیر وي او د بدي خبري تاثیر بد وي.
دوهم دا چې ښه اخلاق د ټولنې د اتحاد او نیکمرغۍ لپاره تر ټولو ښه وسیله ده او بد اخلاقي د هغې د بد مرغۍ، ټوټه کیدو او د له منځه تلو اسباب برابروي.
لذا د هرې ټولنې پوهان د وګړو د خویونو د اصلاح توصیه کوي؛ ځکه بد اخلاقي او بدې خبرې ځیني وخت د مقابل لوري داسې جدي غبرګون راوپاروي چې د ټولنو د بد بختیو او خپل مینځي اختلافاتو سبب ګرځي، کله بیا حالات جګړو او وینو توییدلو ته رسیږي.
زموږ د نېږدې دوه میلیارده مسلمانانو ستر لارښود او د الله تعالی د معزز رسول حضرت محمد صلی الله علیه و سلم په هکله د فرانسویانو وروستۍ ناوړه، ګستاخانه او پاروونکی چلند د بیان د آزادۍ سره هیڅ تړاو نلري بلکې حماقت، لیونتوب او نه بخښونکی جرم دی، ځکه هغه د الله جل جلاله نبي دی، د ټولو مسلمانانو رهبر دی، د انسانیت په تاریخ کې تر ټولو د احترام وړ شخصیت دی، د ټولي نړۍ لپاره د الله جل جلاله رحمت دی، د بهترین سیرت، ښائسته څېرې او ښو اخلاقو خاوند دی صلی الله علیه و سلم.
د دغه لوی ظلم په وړاندې د مسلمانانو دنده:
مسلمانانو ته په کار ده چې په قرآن کریم او سنت نبوي ارشاداتو عمل وکړي او د خپل دین د استحکام او خپرولو لپاره مټې راونغاړي د نبي کریم صلی الله علیه و سلم سیرت خپل کړي، د هغه په نقش قدم روان شي، د جاهلانو د کړنو په وړاندې ثابت قدمه واوسي، دا حالات هرو مرو بدلیدونکي دي، مسلمانان د مکې د قریشو له هغه جهالت نه خبر دي چې د سولې په لوظنامه کې يې د بسم الله الرحمن الرحیم او د محمد رسول الله د کلمې مخالفت کاوه، مګر الله تعالی رسول الله صلی الله علیه و سلم او مؤمنانو ته پر دین صبر او استقامت ورکړ او د دوو کلونو په اوږدو کې حالات د اسلام په ګټه بدل شول.
تازه لیکني
- کندز : امام صاحب کې ۵ عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته
- د لغمان په قرغيو کې په پوسته بريد وشو
- مرکزي بغلان کې د دښمن رينجر وسوزول شو
- له شرابیانو وروسته اوس چرسیان په هلمند بخت ازمویي
- کندهار: میوندکې دقومندان په شمول ۶ اربکیان قتل ګڼ مهمات غنیمت شول
- ننګر ها ر : بټي کوټ کې په پوسته بريد شوی
- هلمند: سنګین کې شوبله ویجاړه ، ۳عسکرقتل یوټپي شو
- هلمند: سنګین په جګړه کې ۵ګوډاګیان قتل ۲ ژوبل شول
- دهلمند ولایت په مالمندکي دغلامې ادارې پراشوټي اوباشانودملکي خلکو200دکانونه اودیوه بارګین 22موټران وسوځول
- سرپل کې دګوډاګیانوشکست ، یوټانک یورینجرویجاړګڼ مهمات غنیمت شوي
- کونړ : مروره کې مزدور عسکر ووژل شو
- ننګرهار : خېوه کې په پوسته بريد وشو
- غازي اباد کې ۱ موټر ويجاړ او ۲ عسکر ټپيان شول
- کونړ : ناړۍ کې په عسکرو او پوستو بريدونه شوي
- فاریاب : چهلګزي کې موټرویجاړ یوګوډاګی ووژل شو