لیکني
دمولوي حماد تازه شعر
- تفصيل
- نېټه: چار شنبه, 13 مارچ 2013 16:22
- لیکوال: مولوي عبدالاحمد حماد
- بـــــرخه: دشعر او ادب
د آزاد ژوندون لپاره ی سر لیلام وي
مقتدي چې څوک دعشق دامام وي
په ټیټ ژوند چې شي قانع که څه هم لمر وي
د ژوندون په سپینه ورځ به یي ماښام وي
آشیانه به دې وي دنګه تر اسمانه
لکه باز که دې په لوړو څوکو پام وي
چې منصور دتن پنجره کړه پسې ماته
ازادي ښایي په غېږ کې داعدام وي
هر چه عقل رهبري په عشق نه کړي
تل تر تل به دخودۍ منحوس غلام وي
آخر کار به یې سجده دبل په پښو وي
چې ترې پاته دخپلواک ژوندون قیام وي
لکه ستوری مقدس شفاف طالب به
په تیارو کې ځل او بل دهسک په بام وي
که تر خدایه پورې ځې دعشق مرید شه
په دې لاره کې دعقل تدبیر خام وي
همدا عشق وو چې مجنون یې اسطوره کړ
دمجنون همزولي ډیر دي چې ګمنام وي
خاوره شه ، مګر سره اور ته غېږه ورکړه
که په کار دې دخلیل رنګه مقام وي
اې چې خوږ لکه لونګ راباندې لګې
د حماد دې دوه لاسي درته سلام وي