بسم الله الرحمن الرحیم

هلمند کي چارواکو دخلکو ځمکي غصب کړي

دهلمندولایت په مرکز کي دنهرسراج دسیمي اوسیدونکي شکایت کوي، چي دهلمند چارواکو او زورواکانو يې ځمکي غصب کړي دي.

دوی وايي، چي سلګونه جریبه ځمکه دچارواکو او زور واکانو له لوري غصب شوې ده او ددوی هیڅ غږ نه اورېدل کیږي.

دسیمي خلکو دچارواکو له لوري ددوی دځمکو په غصب کولو اندېښنه ښودلې ده او دخپلو ځمکو دبیرته ورسپارلو غوښتنه یې کړې ده.

دسيمي خلک وايي، چي که ځمکي ورته ونه سپارل شي، دغاصبینو په خلاف به اقدام وکړي.

له څو ورځو راهیسي له هلمند ولایت څخه دچارواکو او زور واکانو له لوري دځمکو دغصب راپورونه ور کول کیږي.

په هلمند ولایت کي دځمکو دغصب لړۍ په داسي مهال روانه ده، چي دهیواد په نورو ولایتونو کي دچارواکو له لوري دځمکو دغصب له امله خلک شکایتونه کوي.

دوه اونۍ وړاندي په کابل کي دپارلمان دیوه وکیل شریف الله کامه وال له لوري په شاه شهید سیمه کي دځمکي دغصبولو کوښښ وشو، چي دسيمي اوسیدونکو ورسره جګړه وکړه او درې تنه پکي ټپیان شول.

له هغه وړاندي په ننګرهار کي زرګونو کسانو دغاصبینو، محکمو او چارواکو په ضد لاریون وکړ، دننګرهار دیوشمېر ولسوالیو او مرکز اوسیدونکي هم شکایت کوي، چي زرګونه جریبه ځمکه يې دچارواکو او زور واکانو له لوري غصب شوې ده.

Tweet
Share