عاجل خبر: داسلامي امارت ازادو شوي مشران په قطر کې دسیاسي دفتر له غړو سره یوځاي شول(انځوریز)
- تفصيل
- نېټه: یک شنبه, 01 جون 2014 15:21
- لیکوال: عمران خلیل
- بـــــرخه: بندیان
له قطر نه دالاماره پاڼې همکار خبر راکوي ، دګونتنامو له زندان څخه ازاد شوي د اسلامي امارت پنځه تنه مشران دقطر هیواد ته په سالمه توګه ورسیدل،نوموی زیاتوي دافغانستان په وخت دماسپشین په ۳ بجو په قطر کې داسلامي امارت دسیاسي دفتر د غړو لخوا داسلامي امارت ازادو شویو مشرانو ته دتکبیر په ویلو او دخوشحالۍ داوښکو په تویولو سره تود هرکلي وویل شو. خبر زیاتوي داسلامي امارت مشران چې له نیژدې دیارلسو کلونو په زندان کې اسیران وو په داسي حال کې له خپلو ملګرو سره یوځاي شول چې فضا دتکبیر ملکوتي نارو په سر اخیستې وه. دازاد شویو مشرانو په ډله کې د اسلامي امارت وتلي
او نموتي قوماندانان او مسولین ، د اسلامي امارت دحکومت په مهال لوي درستیز ملا محمد فاضل مظلوم، دشمال زون تنظیمه رئیس او بلخ والي ملا نورالله نوري، دکورنیو چارو وزیر ملا خیر الله خیرخواه، د استخباراتو د لوي ریاست مرستیال ملا عبدالحق وثیق او مولوي محمد نبي عمر ي شامل وو.



