Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / د دلوي شپږویشتمه (۲۶) اشغالګرو ته مهم پیغام لري..!!
د دلوي شپږویشتمه (۲۶) اشغالګرو ته مهم پیغام لري..!!

د دلوي شپږویشتمه (۲۶) اشغالګرو ته مهم پیغام لري..!!


ټولو ته معلومه ده چې د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو د (۱۳۵۸هش) کال د مرغومي (جدي) په شپږمه نیټه زمونږ پر ګران هېواد افغانستان یرغل وکړ، د افغان ولس خلاف یې ظالمانه جګړه پیل کړه، افغانان یې ډیر کلونه تر کرغیړن اشغال لاندې وکړول او د اشغالګري امریکا په څیر یې داسي فجایع او ناروا کړنې وکړې چې د نړۍ په تاریخ کې یې ساری کم لیدل کیږي.

اشغالګر سره پوځ د نهو کلونو او یو پنځوس ورځو تر اشغال او سختو جګړو وروسته د ډېرو ستړیاوو او درنو ناخوالو په زغمولو د افغان ولس د مقدس جهاد په وړاندې ماتې وخوړه او د (۱۳۶۷) لمریز هـجري کال د دلو په ۲۶مه نیټه یې د بیشمیره مالي او ځاني تلفاتو په لیدلو د افغانستان نه پښې سپکې کړې، د شرمیدلي شکست په پایله کې د شوروي اتحاد امپراطوري ړنګه شوه، نړیوال اعتبار یې له لاسه ورکړ، د شوروي اتحاد نوم او نښان د نړۍ له نقشې نه ورک شو.

داده اشغالګره امریکا هم د خپل ناروا یرغل د څوارلس کلونو او څو میاشتو وروسته د شوروي اتحاد په څیر د ستر شکست او حتمي ماتې سره مخ ده، د وتلو لاره ځینې ورکه ده، نه پوهیږي چې خپل بایللی نړیوال اعتبار څرنګه اعاده کړي؟ لالهانده د استراتیژیو او جنرالانو په مسلسل ادلون بدلون بوخته ده، خو تر اوسه یې لا د عقل او منطق لاره نده موندلې او نه یې د افغانانو، خپل ولس او نړۍ معقولو غوښتونو ته غاړه ایښې ده.

د دلوي د ۲۶مه اشغالګرو ته پیغام لري چې: په ډېره بیړه د افغانستان نه خپل سرتېري وباسئ، نور خپل خلک، مالونه، وسلې، فکرونه او وختونه د افغانستان د اشغال د دوام په تمه مه ضایع کوئ، ځکه:

  • د افغانستان خاوره د ډېرو تېرې کوونکو لپاره قبرستان دی، دلته لویې لويې امپراتورۍ ښخې دي، دلته د ډېرو اشغالګرو ککرۍ خاوري شوې دي.
  • افغانان په خپل دین، ناموس او وطن مین قوم دی، څوک چې د افغانانو په استقلال، مقدساتو او ملي ارزښتونو لوبي کول غواړي د هغوی انجام به د انګلیسانو او شورويانو په شان وي.
  • څوک چې د افغانانو له خوښې پرته د دوی پر هېواد خپل ګوډاګیان تپي او د دوی په ذریعه د هېواد اشغال ته ادامه ورکول غواړي هغوی هرو مرو له رسوایې سره مخ کیږي.
  • اشغالګر چې هر څومره زور او زر ولري، یا پر مظلومو خلکو د پوځ او وسلو په مټ د حکومت کولو کوښښ وکړي خو په وروستي پړاو کې به د افغانستان نه په ټیټو سترګو وځي.
  • افغانستان که څه هم د غریبو هېوادو په لړلیک کې قرار لري، خو د نړیوالو سړي خورو او سرکښو هېوادو لپاره یې تسخیرول او کنټرلول هیڅ امکان نلري.

اشغالګرو ته په کار ده چې د دلوې پورتنی پیغام وڅیړي، ورسره د افغانستان تاریخ په غور او پوره دقت سره مطالعه کړي، د خپلو پوهانو او تجربه لرونکو کسانو نظر ته غوږ کیږدي بیا د عدالت او عقل د چوکاټ سره سم د افغانستان څخه د خپلو وحشي پوځیانو د ایستلو عاجله فیصله وکړي، د خپلو جنرالانو غلطو او غرضي مشورو ته دې اعتبار نه ورکوي؛ ځکه دې پوچو مشورو دا تېر څوالس کاله کومه ګټه نه ده کړې، له دې وروسته به څه وکړي. و الله الموفق


Leave a Reply !



//