25-02-2016 د اشغالګرو او ګوډاګیانو په ګډو او وحشیانه شپنيو عملیاتو کې مظلومو هیوادوالو ډېر زیات کړاوونه او بدې ورځي لیدلي دي، د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر د اوومي نیټه نه بیا تر نن پورې په لسهاوو زره کورونو ته د شپي په تورو تیارو کې ننوتي او په خواږه خوب ویده ماشومان یې په بیرحمانه ډول وژلي دي، میندي یې بورې کړې، ښځي یې کونډې کړې، پلرونه یې ژړولي دي، کلیوال یې د غمونو په ټغر کښینولي دي. په اوسنیو وختونو کې اشغالګرو او د هغوی لاسپوڅو د وحشت نوې څپه پیل کړې ، دوی ۱۴ میاشتي مخکې د پوځي عملیاتو او جګړو د پایته رسولو اعلان وکړ خو نن ورځ یې د افغانانو د ځورولو، ویرولو او ربړولو له لارې د خپل بخت ازمایلو کوښښ ته لاس اچولی دی، غواړي د کابل د دوه سرې بيوسه ادارې په لمسون د اشغال د دوام سناریو ته وده ورکړي. د موثقو راپورنو له مخي په (۱۷ فروري ۲۰۱۶ز) نیټه د چارشنبي په شپه د شپي له تیارې نه په ګټه اخیستو مزدورو عسکرو د اشغالګرو په ملتیا د سویډن موسسي په یوه روغتون حمله وکړه، څلور تنه مریضان یې له روغتون نه را وایستل او بهر یې په خنجرونو او برچو شهیدان کړل، د روغتون ډاکټران او عمله یې بیعزته کړه، طبي سامان آلات او درمل یې چور کړل، ودانۍ ته یې هم زیان واړوی، د یادولو وړ ده چې دغه روغتون د میدان وردګ ولایت د جلګې یا دایمرداد ولسوالۍ په تنګي سیدان سیمه کې موقعیت لري او عامو هېوادوالو ته صحي خدمات وړاندي کوي، چې په هیڅ صورت د جګړې هدف نشي ګڼل کیدای او نه د اسلامي امارت سره کومه اړیکه لري، بلکې د ولس دخدمت په موخه د یوې بهرنۍ موسسي لخوا تاسیس، او اداره کیږي. د ۲۰۱۶ز کال د فروري په ۲۰مه نیټه یعني تر پورتنۍ غملړلې پیښي دري ورځي وروسته د ګوډاګیانو د وحشت بله منظره ننداري ته وړاندي شوه، هغه دا چې یو ۱۲ کلن ماشوم چې په خپل پټي کې په کار بوخت و د مزدورو ګوډاګیانو لخوا ووژل شو، دا پیښه هم د میدان وردګ ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې رامنځته شوه چې په پایله کې یې د نوموړې سیمې خلکو په مظاهره لاس پوري کړ او د کابل - کندهار لاره یې د څو ساعتونو لپاره بنده کړه. یوازې دا نه ده، د بغلان ولایت په شهاب الدین او ډنډ غوري سیمو کې له څو اونیو راهیسې دکابل ادارې له خوا په ملکي خلکو خورا لوی ظلمونه او وحشتونه روان دي، خو د بشري حقوقو او نور ې نړیوالې ټولنې پټه خوله دي، په دې اړه هېڅ نه وايي. د تېري اونۍ د (۱۷ او ۲۰ پروري ۲۰۱۶ز) بزدلانه پیښو چې په میدان وردګ ولایت کې رامنځته شوې د اشغالګرو او لاسپوڅو د وحشت تازه بېلګې دي، ځکه د معصومو ماشومانو په نښه کول، پر ملکي روغتون برید کول، د ناروغانو او طبي پرسونل وژل، د روغتون د کارکوونکو وهل او شکنجه کول، د ډاکټرانو او نرسانو بیعزته کول د وحشت پرته بل څه کیدای شي…؟!! د تعجب خبره خو لا داده چې اشغالګر او د هغوی لاسپوڅي د ملکي تلفاتو او ځورونو اړوند د مسئولیت منلو ته هم تیار نه دي، دوی ځانونه د سولې سپینې کوترې بولي، کله چې دوې اونۍ وړاندي د ملګرو ملتونو لخوا د ملکي تلفاتو راپور نشر شو او د کابل بیکفایته او دوه سرې اداري ته یې د ملکي تلفاتو په هکله د پړي ګوته ونیوله نو دوی له غمه شنه واوښتل او د یوناما پریکړه یې وغندله. اشغالګرو او د پردیو په اوږو بار د کابل دوه سرې ادارې ته په کار ده چې په یوه خبره ځانونه پوه کړي، هغه دا چې: د افغانستان خلک د اسلامي نظام، ازادۍ او استقلال پرته په نور څه نه راضي کیږي، افغانانو ته د اشغال خاتمه او خپلواکي تر ټولو مهمه ده، همدا هم امن دی، هم سوله او هم نیکمرغي. والله الموفق
د اشغالګرو او ګوډاګیانو په ګډو او وحشیانه شپنيو عملیاتو کې مظلومو هیوادوالو ډېر زیات کړاوونه او بدې ورځي لیدلي دي، د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر د اوومي نیټه نه بیا تر نن پورې په لسهاوو زره کورونو ته د شپي په تورو تیارو کې ننوتي او په خواږه خوب ویده ماشومان یې په بیرحمانه ډول وژلي دي، میندي یې بورې کړې، ښځي یې کونډې کړې، پلرونه یې ژړولي دي، کلیوال یې د غمونو په ټغر کښینولي دي.
په اوسنیو وختونو کې اشغالګرو او د هغوی لاسپوڅو د وحشت نوې څپه پیل کړې ، دوی ۱۴ میاشتي مخکې د پوځي عملیاتو او جګړو د پایته رسولو اعلان وکړ خو نن ورځ یې د افغانانو د ځورولو، ویرولو او ربړولو له لارې د خپل بخت ازمایلو کوښښ ته لاس اچولی دی، غواړي د کابل د دوه سرې بيوسه ادارې په لمسون د اشغال د دوام سناریو ته وده ورکړي.
د موثقو راپورنو له مخي په (۱۷ فروري ۲۰۱۶ز) نیټه د چارشنبي په شپه د شپي له تیارې نه په ګټه اخیستو مزدورو عسکرو د اشغالګرو په ملتیا د سویډن موسسي په یوه روغتون حمله وکړه، څلور تنه مریضان یې له روغتون نه را وایستل او بهر یې په خنجرونو او برچو شهیدان کړل، د روغتون ډاکټران او عمله یې بیعزته کړه، طبي سامان آلات او درمل یې چور کړل، ودانۍ ته یې هم زیان واړوی، د یادولو وړ ده چې دغه روغتون د میدان وردګ ولایت د جلګې یا دایمرداد ولسوالۍ په تنګي سیدان سیمه کې موقعیت لري او عامو هېوادوالو ته صحي خدمات وړاندي کوي، چې په هیڅ صورت د جګړې هدف نشي ګڼل کیدای او نه د اسلامي امارت سره کومه اړیکه لري، بلکې د ولس دخدمت په موخه د یوې بهرنۍ موسسي لخوا تاسیس، او اداره کیږي.
د ۲۰۱۶ز کال د فروري په ۲۰مه نیټه یعني تر پورتنۍ غملړلې پیښي دري ورځي وروسته د ګوډاګیانو د وحشت بله منظره ننداري ته وړاندي شوه، هغه دا چې یو ۱۲ کلن ماشوم چې په خپل پټي کې په کار بوخت و د مزدورو ګوډاګیانو لخوا ووژل شو، دا پیښه هم د میدان وردګ ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې رامنځته شوه چې په پایله کې یې د نوموړې سیمې خلکو په مظاهره لاس پوري کړ او د کابل - کندهار لاره یې د څو ساعتونو لپاره بنده کړه. یوازې دا نه ده، د بغلان ولایت په شهاب الدین او ډنډ غوري سیمو کې له څو اونیو راهیسې دکابل ادارې له خوا په ملکي خلکو خورا لوی ظلمونه او وحشتونه روان دي، خو د بشري حقوقو او نور ې نړیوالې ټولنې پټه خوله دي، په دې اړه هېڅ نه وايي.
د تېري اونۍ د (۱۷ او ۲۰ پروري ۲۰۱۶ز) بزدلانه پیښو چې په میدان وردګ ولایت کې رامنځته شوې د اشغالګرو او لاسپوڅو د وحشت تازه بېلګې دي، ځکه د معصومو ماشومانو په نښه کول، پر ملکي روغتون برید کول، د ناروغانو او طبي پرسونل وژل، د روغتون د کارکوونکو وهل او شکنجه کول، د ډاکټرانو او نرسانو بیعزته کول د وحشت پرته بل څه کیدای شي…؟!!
د تعجب خبره خو لا داده چې اشغالګر او د هغوی لاسپوڅي د ملکي تلفاتو او ځورونو اړوند د مسئولیت منلو ته هم تیار نه دي، دوی ځانونه د سولې سپینې کوترې بولي، کله چې دوې اونۍ وړاندي د ملګرو ملتونو لخوا د ملکي تلفاتو راپور نشر شو او د کابل بیکفایته او دوه سرې اداري ته یې د ملکي تلفاتو په هکله د پړي ګوته ونیوله نو دوی له غمه شنه واوښتل او د یوناما پریکړه یې وغندله.
اشغالګرو او د پردیو په اوږو بار د کابل دوه سرې ادارې ته په کار ده چې په یوه خبره ځانونه پوه کړي، هغه دا چې: د افغانستان خلک د اسلامي نظام، ازادۍ او استقلال پرته په نور څه نه راضي کیږي، افغانانو ته د اشغال خاتمه او خپلواکي تر ټولو مهمه ده، همدا هم امن دی، هم سوله او هم نیکمرغي. والله الموفق
30-03-2016
29-03-2016
26-03-2016
23-03-2016
19-03-2016
18-03-2016
الاستفتاء رقم ……….محترم مفتي صاحب ! مایوه مجاهدته خپل […]
پوښتنه :دموبايل ځینې کمپنۍ خپلوصارفینوته ۱۵روپي قرض ورکوي کله چې […]
پوښتنه : محترم مفتي صاحب زماپوښتنه داده چې زه یولابراتوار لرم چې […]
الاستفتاء :محترم مفتي صاحب ! په اوداسه کي دسر دمسحي مسنون کيفية څرنګه […]