Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / په ساړه ژمي کې جګړییز عملیات او د سولې یتیمه پروسه…؟!!
په ساړه ژمي کې جګړییز عملیات او د سولې یتیمه پروسه…؟!!

په ساړه ژمي کې جګړییز عملیات او د سولې یتیمه پروسه…؟!!


هېوادوال خبر دي چې اشغالګرو او د کابل دوه سرې ادارې په ګران هېواد کې د سولې لپاره د دروغژنو هڅو نارې سورې پیل کړې دي، دوی دواړه د سولې لپاره نه بلکې د یوه ګډ کرغیړن هدف لپاره لوبیږي، غواړي د ولس د هیلو خلاف د بد مرغه اشغال او وژونکو جګړو موده نوره هم اوږده کړي.

په اوسنۍ زماني مقطع کې د سولې د مخنیوي لپاره د اشغالګرو او ګوډاګیانو تازه تحرکات په لاندې جملو کې راخلاصه کیږي ترڅو ټولو ته د دښمن دروغژنه څېره رسوا شي:

د جګړې لیکو ته د امریکایې قواوو تازه دمه قطعي لیږل د سولې په لاره کې لومړنی ستر خنډ دی چې د دښمن له خوا عمدا رامنځته شو، بل خوا مونږ ټول پوهیږو چې د افغانستان اکثره سیمې د ژمي په موسم کې سړې وي، له همدې وجهې د جګړو په تېرو کلونو کې به د ژمي په موسم کې طبیعي یا غیر ارادي اور بند حاکم و، ولسي خلک به له ویرې او ډار پرته په خپلو خټینو کورونو کې اوسیدل، مګر په اوسني ساړه ژمي کې د ګډ دښمن له خوا څه روان دي؟ د جوزجان او فاریاب ولایتونو حال واخلئ چې د دوستم وحشي ملیشو د اشغالګرو په مرسته یخ ژمی پر مظلوم ولس سور تنور ګرځولی دی، هاخوا د کندز او بغلان ولایتونو ولسي خلک: ښځي او ماشومان د اور په لمبو کې سوځل کیږي او نسل کشي روانه ده، د هلمند، کنړ او جلال آباد جګړییز حالت هم د زغم نه وتلی دی، که څوک تفصیلي معلومات غواړي نو د لاسپوڅي دفاع وزارت ویب پاڼه دې وګوري او د چاڼیزو عملیاتو په نامه د ولسي کشتار ورځني راپورونه دي مطالعه کړي.

د بیلګې په ډول ۱۳۹۴ کال د حوت د لسمي نیټي په راپور کې لیکي:

د هیواد په بیلابیلوسیمو کې … چاڼیز عملیات ترسره شول: په تیرو ۲۴ساعتونو کې… په ګډو عملیاتو کې له ۵۷ تنو څخه زیات وژل شوي او ۱۹ تنه ټپیان شویدي… د فاریاب ولایت پشتونکوټ ولسوالی په اړوندو سیمو کې ۳۰ تنه وژل شوي او… د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالی په اړوند سیمو کي ۵ تنه وژل شوي.. د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالی په اړوند سیمو کې ۳ تنه وژل شوي او.. د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالی په اړوندو سیمو کې ۲۲ تنه وژل شوي او.. د کندهار ولایت د خاکریز او ننګرهار ولایت د اچین ولسوالیو په اړوندو سیمو کی ۳ تنه وژل شوي او…

اشغالګر چې د افغان ولس د سوکالۍ او پرمختګ ازلي او قسم خوړلي دښمنان دي دا نشي زغملی چې افغانان دې د یووالي، ورورۍ، سولې او د مینې په فضا کې خوشحاله او سوکاله ګډ ژوند، آزاد، متحد او خپلواک اسلامي نظام ولري، همدا وجه ده چې کله هم د سولې څرک لګیدلی دوی یې په وړاندې خنډونه جوړ کړي، او د سولې پروسه یې په نطفه کې خنثی کړې ده.

خو لله الحمد اوس په نړیواله کچه دا حقیقت پیژندل شوی او منل شوی دی چې افغانان په خپل هېواد کې سوله غواړي، ټول پوهیږي چې دا خلک نور د اشغالګرو له خوا د تپل شوې جګړې نه زیات ستړي شوي دي، دوی په کور دننه او بهر کې په پټو او ښکاره جرګو بوخت دي، په ټول هېواد کې ولسي خلک د سولې او امن وامان لپاره د انتظار شیبې شمیري او د اسلامي نظام راتلو ته سترګې په لاره دي. والله الموفق


Leave a Reply !



//