Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / مقدس جهاد الهي فریضه او اخلاقي مسئولیت دی

مقدس جهاد الهي فریضه او اخلاقي مسئولیت دی


جګړه د انساني طبیعت او بشري تمدن خلاف عمل دی، عاقل انسان جګړه نه خوښوي او د جګړې د تباهۍ او زړه بوږنوونکو آثارو نه کرکه کوي، د سالم طبیعت خاوند مدنیت او د نورو سره د سولې په ارامه فضا کې ژوند کول غوره ګڼي، هر انسان غواړي چې دین، ځان، مال، اولاد او عزت یې خوندي وي، د دې لپاره چې د انسان دغه غوښتني تحقق پیدا کړي او په خوندي چاپیریال کې د الله جل جلاله بندګي او عبادت وکړي - الله جل جلاله په خپل فضل او رحمت سره اسلامي نظام نازل کړ ترڅو بشري روا غوښتنې او اړتیاوې تامین کړي، د زورواکانو لخوا د فردي او اجتماعي حقوق تلفۍ مخه ونیسي او د هغو کسانو لاسونه لنډ کړي چې د خلکو په ژوند او سرنوشت لوبي کول غواړي او ګډوډي جوړوي.
د اسلامي نظام یوه مهمه برخه جهاد دی، جهاد داسي مقدسه جګړه ده چې الله جل جلاله د ظلم، بربریت او وحشت د مخنیوي، د انسان لپاره د ځمکې پر مخ د آرام اوسیدلو او د فساد د له منځه وړلو په خاطر فرض کړې ده، همدا وجه ده چې الله جلجلاله د حج په سورت کې فرمایې: {أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ} (الحج - ۳۹) په بقره سورت کې الله جل جلاله لارښونه کړې ده چې د متجاوزینو په مخ کې د مجاهدینو دریدل او د قتال په میدان کې د جالوت په څېر طاغوتي او سرکښو عناصرو ته ماتې ورکول د ځکمي د نظام د اصلاح لپاره اړین دي، بالعکس د جهاد پریښودل او د ایماني ارزښتونو څخه دفاع نه کول د درستې نړۍ تباهي ده: {وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّفَسَدَتِ الْأَرْضُ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ} (البقرة - ۲۵۱).
ټولي نړۍ ته څرګنده ده چې امریکایې اشغالګرو او د هغوی وحشي پوځونو دا تېر پنځلس کلونه په ګران هېواد کې څه غوبل جوړ کړی دی، پر افغانانو یې څومره ستر ستر ظلمونه وکړل، بیګناه انسانان یې قتل عام کړل، بسته بسته کلي او سیمې یې نابودې کړې، پر ښځو، ماشومانو او ملکې خلکو یې هیڅ رحم ونکړ، تر ټولو لوی ظلم یې د اخلاقي فساد او بي دینۍ ترویج دی، په میلیاردونو ډالر یې مصرف کړل ترڅو افغانان د خپل کلتور، ملي عنعناتو او اخلاقي دودونو څخه واړه وي، تر ټولو مهمه دا چې زمونږ پر پاکه خاوره یې تېری وکړ، د ګران هېواد خپلواکي او استقلال یې غصب کړ، جګړه یې په مونږ وتپله، د اشغالګرو دغو وحشتونو افغانان مجبور کړل چې د ظالم خلاف وسلې ته لاس کړي، له خپل دین، نفس، مال او ناموس څخه دفاع وکړي، او د جهاد د فرضیت الهي حکم په عمل کې پیاده کړي.
همدا وجوهات دي چې د اسلامي امارت وروستنۍ اعلامیه د شرعي نظام او خپلواکۍ د اعادې، او د ولس د سر، مال او ناموس څخه ددفاع په موخه د مقدس جهاد دوام اړین بولي، خو په عین حال کې د جهادي جګړې پر تقدس ټینګار لري، د مخالفینو لپاره یې د دعوت او ارشاد شرعي لاره پرانیسته پرېښي ده، د ملکي تلفاتو د مخنیوي غوښتنه کوي او د ټولو افغانانو د سر او مال د ساتني ژمنه یې کړي ده، د هېواد علمي او مسلکي کدرونو، د پانګوالو او عام ولس ته یې د امن او خونديتوب اطمئنان ورکړی دی، د اعلاميې په یوه برخه کې داسي یادونه شوېده: “په عمري عملیاتو کې د اسلامي امارت مجاهدینو ته جدي لارښوونه شوې چي خپل عملیات په داسي ډول تنظیم کړي چي د ولسي خلکو او عام المنفعه تاسیساتو ساتنې ته خاصه توجه په کې شوې وي… د عمري عملیاتو په نتیجه کې چې کومې سیمې، کلي یا ښارونه د مجاهدینو تر واک لاندې راځي اسلامي امارت یي د اوسیدونکو د سر او مال ساتنې ته ژمن دی او دا خپل مسؤلیت بولي…”. والله الموفق


Leave a Reply !



//