Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / افغانستان د 2016 میلاد ي کال د اپریل په میاشت کي

افغانستان د 2016 میلاد ي کال د اپریل په میاشت کي


لیکنه:احمد فارسی
(( یادونه: دغه لیکنه یواځي له هغو پېښو او زیانلړونو جوړه ده چي دښمن په هغوی اعتراف کړی. دا هم د یادوني وړ ده چي بهرني او مزدور دښمن ته د بیلابیلو تلفاتو او خساراتو اوښتلو او په هغوی د ترسره شوو بریدونو او نورو پېښو په اړه کره خبرونه او معلومات د افغانستان اسلامي امارت له رسمي پاڼي څخه ترلاسه کولای شئ. ))
اپریل که له یوې خوا د پسرلني فصل پیل و، نوله بلي خوا په همدې میاشت کي د پسرلنیو علیاتو اغاز هم وشو. په دغو عملیاتو کي مجاهدینو د اپریل په میاشت کي دکابل ښاردننه د دښمن په ډیرو خوندي ځایونو دسختو اومرګونو حملوترڅنګ د هیواد په نوروسیمو په ځانګړي ډول کندوز کي هم سخت بریدونه ترسره کړل چي په پایله کي یې نه یواځي داچي دښمن ته درانه ځاني اومالي زیانونه واوښتل؛ بلکي دوی او د دوی باداران یې له سختي اندېښنې سره مخ کړل. د دې او نورو موضوعاتو په باره کي لازیات معلومات په لاندي برخه کي ترځانګړي سرلیک لاندي وګورئ.
اشغالګرانو ته اوښتي زیانونه:
له دې ډاګیز حقیقت سره سره چي د ۲۰۱۶ میلادي کال د اپریل په میاشت کي اشغالګر دښمن دمجاهدینو له کارنده ګزارونو خوندي نه دی پاته شوی او په بیلابیلو وارونو ورته تلفات هم اوښتي چي د بېلګي په توګه د اپریل په ۱۸مه نېټه د کندز په جګړه کي د ۱۱ امریکایانو دوژل کېدو پېښه یادولای شو؛ مګر دروغجن دښمن په ډیره بې شرمۍ یوواربیا د زیانونو له منلو انکار کړی او ویلي یې دي چي په یاده میاشت کي ورته هیڅ ډول ځاني زیان نه دی اوښتی.
که څه هم د اوښتو زیانونو په برخه کي دښمن له هغه حقیقت څخه قصدا سترګي پټه وي چي ددوی په ګډون ټولي نړۍ درک کړی دی او د جګړې د ډګرونو حقائق هم د دښمن له اعترافونو څخه څرګند توپیر ښیي خوبیاهم د دښمن دهغو عسکروشمېر چي د 2016 میلادي کال له پیل څخه بیا تراوسه وژل شوي او دښمن پرې اعتراف کوي ۳ تنوته رسېژي چي په دې سره د اشغال په ټوله دوره کي د وژل شوو اشغالګرو شمېر ۳۵۱۵ ته پورته شو. له دې جملې څخه ۲۳۸۱ یې امریکایان او پاتي نوریې د اشغال په جرم د ورګډو هیوادونو عسکر دي .
مزدور دښمن ته او ښتی ځاني زیان :
په وروستیو کلونو کي د جګړې سختېدل او دمجاهدینو له لوري د ډیرو سیمو فتحه کېدل له یوې خوا او له هیواده د ګڼ شمېر اشغالګرانو تېښته له بلي خوا هغه لاملونه دي چي د مزدور دښمن په صف کي د زیانونو کچه نه منونکي حد ته لوړه کړي. که څه هم دهغو په باره کي چي وژل شوي دي کره شمېره په لاس کي نسته؛ مګرد اشغالګري ناټو دهغه راپور په اساس چي د سې شنبې په ورځ، د اپریل په ۵مه د دوی د عمومي قومانداني له خوا خپور شو یواځي د تیرکال په اوږدو کي دمزدوري اردو ۵۰۰۰ عسکر وژل شوي او ۱۴۰۰۰ نور ټپیان شوي دي . همداراز په یوبل راپور کي چي تر دې دوه ورځي وروسته په نیویارک ټائمز مجله کي خپور شو راغلي دي چي: هلمند د کابل ادارې والو لپاره په قتلګاه بدل شوی دی. په دغه ولایت کي په تېرو ۱۱ میاشتو کي د دښمن کابو ۳۰۰۰ عسکر وژل شوي دي.
راځئ په لاندي کرښو کي د دښمن د منځني پوړ تلفاتو د څو پېښو په لوستو سره تم شو:
د یکشنبې په ورځ چي د اپریل له ۱۰مي سره برابره وه د کندهار په میوند ولسوالي کي ۲۴ تنه اربکیان د امریکایي الوتکو لخوا د دوستۍ په بمونو ووژل شول. ورپسې د همدې میاشتي په ۱۴مه دکندز- کندهار لويي لاري قوماندان له خپلو ۷ ملګرو سره د تخار په پرخار ولسوالي کي ووژل شو. تردې یوه ورځ وروسته د فاریاب ولایت د بل چراغ ولسوالۍ د امنیې قوماندان له ورسره څو تنه ټوپکمارو سره د مجاهدینو په برید کي ووژل شو. همدارنګه د یکشنبې په ورځ، د اپریل په ۲۴مه د هلمند د ولایتي شورا وکیل د همدغه ولایت په ګرمسېر ولسوالي کي د مجاهدینو په ډلئز برید کي ووژل شو. ورپسې د پنجشنبې په ورځ د اپریل په ۲۸ مه د هرات ولایت د څارنوالۍ رئیس د همدغه ولایت په مرکز کي ووژل شو.
له بلي خوا د دښمن په لیکو کي د نفوذي مجاهدینو بریدونو هم همغه ډول دوام درلود چي په پایله کي یې لسګونه عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او یا دبدن له غړیو بې برخي شول . د اپریل میاشتي د یاد ډول په لومړي برید کي د سې شنبې په ورځ چي د همدغي میاشتي له ۱۲ سره برابره وه د کندهار ولایت د سپین بولدک په ولسوالي کي یو پولیس خپل ۷تنه ملګري ووژل. ورپسې په ۱۹ نېټه یوبل پولیس د همدغه ولایت په بټي کوټ ولسوالي کي د خپلو دریو ملګرو تر وژلو وروسته په بریالیتوب خپل ځان خوندي سیمي ته ورساوه. همداراز د همدې میاشتي په ۲۸مه په لغمان کي هم یو پولیس لومړی خپل درې ملګري د خپل عمل په سزا ورسول او بیا دمجاهدینو له لیکو سره یو ځای شو.
په دې برسېره د پنجشنبې په ورځ، د اپریل په ۱۴مه د دښمن د دوو جګړمارو ډلو جمعیت او جنبش ترمنځ په نښتو کي هم د تخار په ولایت کي د همدغه ولایت د ولایتي شورا دغړي په ګډون څلور تنه ووژل شول.
د مزدورو عسکرو نیول کېدل او یاله مجاهدینو سره یو ځای کېدل:
د خپاره شوي راپور په اساس په تېره میاشت کي دمزدوري اردو نزدې ۳۵۰ تنه عسکرو له خپلو دندو لاس اخستی او له مجاهدینو سره یو ځای شوي دي؛ همدغه رنګه د اپریل په میاشت کي هم د اسلامي امارت د جلب او جذب کمېسیون په هڅو دمزدوري ادارې له مختلفو ارګانونو څخه (۴۰۶) تنه کار کونکي را وتلي او له مجاهدینو سره یو ځای شوي دي. که څه هم په دې اړه پوره تفصیل د جلب او جذب کمېسیون لخوا په خپاره شوي راپور کي موندلای شئ؛ اما د – مشت نمونه خروار- په ډول دلته له پورتني ډول څخه یواځي د څو پېښو په راوړلو بسنه کوو:
دپنجشنبې په ورځ، د اپریل په ۱۴مه د مزدوري ادارې د بغلان چارواکو ومنله چي لسګونه اربکیان او پولیس د ډنډ غوري د خواجه کلا په سیمه کي له مجاهدینو سره یوځای شوي د ي. ورپسې د همدې میاشتي په ۲۳مه د بادغیس په قادس ولسوالي کي د اربکیانو شپږ قومندانان له ۸۰ تنه اربکیانو سره مجاهدینو ته تسلیم شول.
د مجاهدینو په پیاوړتیا د دښمن اعتراف:
په اپریل کي د دښمن له خولې راوتونکی هغه اعترافات هم په پام وړ شمېر کي ول چي په بیلا بیلو ډګرونو کي د مجاهدینو پیاوړ تیا او غلبه ترې په ډاګه کېږي. په همدې لړ کي د دوشنبې په ورځ، د اپریل په ۴مه د هیواد په شمال کي د مزدوري ادارې نظامي مقاماتو وویل چي: د دې ویره شته چي د روان کال ترپایه د هیواد شمال په بشپړه توګه سقوط وکړي. د ۷۰۷ پامیر زون قومندان په ډاګه کړه چي: موږ خبر شوي یو چي مجاهدین د روان کال ترپایه د هیواد د شمال په بشپړه توګه نیولو هوډ لري. دوه ورځي وروسته ، وروسته له هغه چي په لسګونو اربکیان مجاهدینو ته تسلیم شول د کابل ادارې ومنله چي مجاهدین د بغلان ولایت د پاته سیمو د نیولو لپاره د پرمختګ په حال کي دي. په همدې لړکي د جمعې په ورځ، د اپریل په ۸مه د ارزګان ولایتي شورا خبر ورکړ چي د دې ولایت د څلورو ولسوالیو سقوط اوس د شېبو د شمېر تربریده رسېدلی دی. په همدغه حال کي د یکشنبې په ورځ چي د اپریل ۱۷مه وه د ننګرهار له ولایتي شورا را ووتله چي: د دې ولایت په ګڼو ولسوالیو کي خلک په حکومتي ادارو او محاکمو دنه باور له وجي خپلي ستونزي او فیصلې د حل او فصل لپاره دمجاهدینو محاکمو ته وروړي. په همدغه ورځ په پارلمان کي د کندز نماینده وویل چي: دکابل ادارې خپله وړتیا له لاسه ورکړې ده او نور غوره داده چي واک طالبانو ته وسپاري. او د وروستي اعتراف په توګه ترټولو لوی هغه لاداچي د پنجشنبې په ورځ، د اپریل په ۲۱مه سي ان ان تلویزوني شبکې له سیاسي او امنیتي کار پوهانو څخه په نقل وویل چي: دکابل اداره باید اعتراف وکړي چي د طالبانو په وړاندي بي وسه او هغوی ورباندي بریالي کېدونکي دي.
پسرلني عملیات:
دمجاهدینو له لوري د عزم په نوم عملیات چي تيرکال پیل شوي وو د اپریل په ۱۲مه ترنوي نامه لاندي د پسرلنیو عملیاتو په پیل کېدلو سره پای ته ورسېدل. په دغو عملیاتو کي نه یواځي داچي مجاهدینو ښه پریمانه فتوحاتو او پرمختګونه لرل؛ دښمن ته په درنه تله ځاني او مالي زیانونه هم واوښتل.
د اپریل په ۱۲مه اسلامي امارت د « عمري عملیات » ترنامه لاندي نوي پسرلني عملیات پیل کړل چي لاپه لومړیو ورځو کي یې د دښمن په لویو مرکزونو، پوستو او کاروانو درانه بریدونه ترسره او دښمن ته له ځاني او مالي پلوه سخت زیانونه ورپه برخه شول. راځئ دلته یې د اړونده څو بېلګو لنډیز سره ولولو:
د یکشنبې په ورځ چي د اپریل له لسمي سره برابره وه د اسلامي امارت مجاهدین تر سختي جګړې وروسته وتوانېدل چي د غزني په اندړو ولسوالي کي د علم خېلو سیمه تر خپل واک لاندي راولي. همداراز د پنجشنبې په ورځ، د اپریل په ۱۴مه د عمري بریدونو په لومړیو ورځو کي د لغمان ډنډ غوري سیمه یو وار بیا د مجاهدینو لاس ته ولوېده. په همدغه ورځ د فراه په فراه رود ولسوالي کي د بهرني او کورني ګډ دښمن په اکمالاتي کاروان کارنده برید ترسره شو او په ټولیزه توګه له منځه یووړل شو. یوه ورځ وروسته اسلامي امارت هغه ویډیو خپره کړه چي د مارچ په ۲۸ مه په کونړ کي د مزدوري اردو د هلیکوبتر چاودنه پکي ښووله شوې ده. دغه ویډیو ډیر په وضاحت ښیي چي څرخکي ته ترکېناستو وروسته د بم په ذریعه انفجار ورکول کېږي او ورکي سپاره ټول خلک له منځه ځي؛ مګر دمزدوري ادارې د دفاع وزارت چي د شرم ماده یې د بادارانو په چوپړ کي قرباني شوې وویل چي: څرخکه له دیوال سره د لګېدو له امله را غورزېدلې ده.
کندز هم د عمري عملیاتو له پیلیزو شیبو لا دمجاهدینو د زورورو بریدونو ډګرو. د جمعې په ورځ، د اپریل په ۱۵مه د دغه ولایت په ولسوالیو او ښارونو کي ډیري سیمي د مجاهدینو په واک کي ورغلې. یوه ورځ وروسته د خان اباد ولسوالي هم مجاهدینو ونیوله او د بیلابیلو سیمو په ۳۰ پوستو کي پراته عسکر له مجاهدینو سره د مخامخ جګړې د تاب نه راوړلو او ګڼو مالي او ځاني زیانونو ور اوښتلو وروسته له سیمي وتښتېدل. د دوشنبې ورځ ، د اپریل ۱۸مه د کندز د قلعه زال ولسوالۍ دسقوط او په همدغه ولایت کي د سختي جګړې په پایله کي د ۱۱ امریکایانو او ۵۷ مزدورو عسکرو دمرګ ژوبلي شاهده وه. دسې شنبې په ورځ، د اپریل په ۱۹ مه د اسلامي امارت مجاهدینو د هیواد په پلازمېنه کي دمزدوري ادارې ترټولو زیات مستحکم امنیتي مرکز په استشهادي بریدونو دنړۍ ترټولو لویه خبرسازه سیمه او دمجرمینو قتلګاه وګرزوله. په دغه حمله کي چي د استخباراتو په لسم ریاست ترسره شو ه د یادي ادارې ۶۰ جاسوسان او کارکونکي مړه او ۳۵۰ نور ټپیان شول. دغه حمله په دښمن لوري کي د دومره ژوري خواشنۍ او نا ارامۍ لامل شوه چي د خپلي ماتي د پټولو لپاره یې د مزدورو او پلورل شوو رسنیو په مرسته د غولونکي تبلیغ په موخه د هیواد په نورو سیمو کي اخستل شوي تصویرونه خپاره کړل او غوښتل یې خلکوته وښیي چي په پیښه کي وژل شوي ټول ملکي وګړي دي. اسلامي امارت د اپریل په ۲۱مه یووار بیا مزدري رسنۍ خپلي دندي او مسؤلیت ته متوجه کړې او سپارښتنه یې وکړه چي د دمجاهدینو په ضد د پروپاګنډ او دروغو په خپرولو سره دي ځان په لوی لاس دمجاهدینو هدف نه ګرزوي.
تردې پېښي وروسته د اپریل ۲۲مه ،د جمعې ورځ د ۱۱ اربکیانو د وژل کېدو شاهده وه چي د ننګرهار د خوګیاڼو په ولسوالي کي یې سرونه د اشغالګر او هغه بادار تر اهدافو قرباني کړل چي کله یې هم دوی ته دانسانانواو مرګ ته یي دانساني مرګ په سترګه ونه کتل. د همدغي میاشتي په ۲۵مه د اسلامي امارت مجاهدینو د کندهار په شاه ولیکوټ کي د۲۴ پوستو ترڅنګ د دښمن یوه لویه قرار ګاه هم ونیوله.
داټول په هغو لسګونه لویو او وړو عملیاتو برسېره وو چي په دغه میاشت کي د عمري عملیاتو په اوږدو کي ترسره شوي او له امله یې دښمن ته په لوړه کچه تلفات اړولي دي.
د امنیت په ریاست ترسره شوی برید:
څنګه چي مخکي یادونه وشوه د اپریل په ۱۹مه د اسلامي امارت مجاهدینو د مزدورو استخباراتو په لسم ریاست چي د کابل ادارې له په لوړ کچ مستحکمو ادارو څخه شمېرل کېده د هیواد په پلازمېنه کي استشهادي حمله وکړه او د ۶۰ جاسوسانو په وژل کېدو برسېره یې ۳۵۰ تنه نور جاسوسان او د دغي ادارې کارکونکي ژوبل هم کړل. دغي حملي دښمن دومره وار خطاکړ چي نه په دې پوهیدو چي څنګه حمله وشوه اونه په دې چي اوس څنګه خپل شکست پټ کړي ترڅو هغه لاپي او بابیزي یې درواغ نشي چي له خپلو بادارانو په بیاني تقلید یې ولس ته ویشتلې وې. بالاخره یې (په دې موخه چي پېښه به د خپلوفاسدو اغراضو دترلاسه کولو لوري ته وڅرخوي ، حمله به هدفته نارسیده ثابته شي، مهم خلک به له بریده روغ وتلي راسره ومني او دابه یواځي په ملت حمله انځور کړي) درواغو او د هیواد په نورو سیموکي د دوی او نورو ولس ضد کړیو له خوا دترسره شوو بریدونو انځورونو او ویډیوګانو خپرولو ته مخه کړه، او مزدورو رسنیو هم په دې کارکي اوږه ورکړه ترڅو واقعت پټ او پېښي ته خپل خيالي جوړښت په عامه اذهانو وتپي.په دې برسېره کله چي ماته خوړلي دښمن له مجاهدینو سره د مقابلې توان له لاسه ورکړ او د جګړې ترڅنګ په سیاسي ډګر کي هم ناهیلی شو نو د هغو بیګناه بندیانو په اعدام یې خپل فکر ورټول کړچي له مجاهدینو سره د همکاري په توریې کلونه وړاندي زندانونو ته لیږلي ول ترڅو هغه غوسه چي د جګړې په ډګرکي سړول یې د دوی دبادارانو په توان کي هم نسته په هغو تړل شوو سړه کړي چي أن اواز یې هم د زولنو له حصاره وتلی نه دی.
اسلامي امارت د دوی د دغي پرېکړي په غبرګون کي د اپریل په ۲۹مه اعلان وکړچي: که مزدوره اداره دغه پرېکړه عملي کړي نو دوی به هم له خپلو قضایي مراجعو څخه وغواړي چي شرعي حکم ته په پام سر ه دي د مزدوري ادار ې د نیول شوو کسانو لپاره د اشد مجازات پرېکړي په باره کي غور وکړي او د دې ترڅنګ به دمزدوري ادارې د اقدام په صورت کي نه یواځي داچي عدلي او قضائي ارګانونه تر بریدونو لاندي راولي؛ بلکي له هغو قاضیانو او څارنوالانو به هم بدل واخلي چي د مجاهدینو د اعدامونو په دوسیوکي ښکېل وپیژندل شي.
د دښمن له لوري د ملکي خلکو ځورول:
په تأ سف سره چي له یوې خوا خو د اشغالګر دښمن او د دوي د مزدورانو له لوري د ملکي اوبې دفاع خلکو د وهلو،ځورولو او ان وژلو لړۍ لکه د پخواغوندي روانه ده، له بلي خوا اوس ملت په یوه بله بلا اوښتی او هغه داچي د مزدور حکومت اړوند امنیتي ادارو کارکوونکو په پراخه کچه د پیسو لپاره د خلکو په تښتولو او وژلو لاس پوري کړی. یوناما چي د اشغالګرو یوه کلکه پلوي اداره ده د یکشنبې په ورځ، د اپریل په ۱۷مه وویل چي: په تیرو دریو میاشتو کي کم ترکمه ۲۰۰ ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي دي. دغې ادارې په څرګندو حقائقو د سترګو پټولو د همېشني عادت له مخي د مرګ ژوبلو ډیره برخه مسؤلیت په مجاهدینو وراچولی. تردې له مخه د یکشنبې په ورځ، د اپریل په لسمه د آسیازړه په نوم انګلیسي ورځپاڼي په پکتیکا کي په ملکیانو د بې پیلوټه الوتکو د حملې او د غیر نظامیانو په وژنه په تبصره کي لیکلي چي: د اشغالګرانو له خوا دملکي خلکو په وژنه باندي د اشرف غني ۵۰ سلنه سکوت هغوی ته جواز ورکوي چي لانور هم دخلکو بې رحمانه وژني ته دوام ورکړي. له بلي خواد هیواد مختلفي سیمي هره ورځ د بیګناه او بې دفاع خلکو د مرموزوژنو شاهدي وي چي ترډیره داکار دمزدوري ادارې د پولیسو او امنیت دکارکوونکو له خواترسره کېږي. په اپریل کي هم دغه ډول پېښي په لوړ شمېر کي مخي ته راغلې چي له هغوی څخه د اپریل په لومړۍ نېټه په کندهارکي د یو۱۶ کلن ځوان مرموزه وژنه او همدارنګه د همدې میاشتي په ۵ مه دکابل د یوولسمي حوزې په سیمه کي د څلورو تنو د جسدونو پیداکېدل د بېلګي په ډول یادولای شو.
په دې برسېره د اپریل په ۶مه د خپرو شوو راپورونو په اساس په قندهارکي په تېرو میاشتو کي ۱۵۰ مرموز قتلونه شوي دي. په دغه لړکي د جمعې په ورځ، د اپریل په ۸مه په همدې ولایت کي د بندیانو کورنیو وویل چي له دوو اونیو راپه دېخوا یو شمېر بندیان په پټه له زندانه ایستل کېږي چي وروسته یې بیا دمرګ اوژوند په اړه هیڅ معلومات چا نه دي ترلاسه کړي.
د مزدورانو او دهغوی د بادارانو له لوري د ملکي خلکو دوژني په لړکي د خوست مقاماتو اعتراف وکړ چي د ملیشو یوقومندان د سې شنبې په ورځ، د اپریل په ۵مه د امریکایانو په مرسته د ښځو اوماشومانو په ګډون دیوې کورنۍ پنځه تنه مړه او ټپیان کړل. په همدې ډول دشنبې په ورځ، دمیاشتي په ۱۶مه بهرنیو اشغالګرو د کورنیو مزدورانو په مرسته دلوګر په خروار کي دماشومانو په ګډون لس ملکیان په شهادت ورسول. په دې برسېره د اپریل په ۲۳مه د پکتیا په سید کرم ولسوالي کي یو ښو ونکی د پولیس لخوا ووژل شو. د همدې میاشتي په ۲۸مه رسنیو د هغه ۱۳کلن ماشوم دشهادت خبرونه خپاره کړل چي د ۹ خوندو یواځنی ورور او د هغو اختطاف کوونکو له خوا ووژل شو چي دمزدوري ادارې له استخباراتي ارګانو سره یې تړاو درلود. په همدغه ورځ د خوست په مرکز کي ۳ملکي وګړي د اشغالګرانو دبې پیلوټه الوتکو په برید کي شهیدان شول. او همداراز په هلمند کي د مزدوري ادارې د امنیتي ځواکونو له خوا د توغول شوي هوان په پایله کي دوه ماشومان شهیدان شول.
د ملکي خلکو دځورولو په باره کي هم ګڼ خبرونه خپاره شول چي له هغو څخه یویې د سرنوشت ورځپاڼي هغه خبرچي دشنبې په ورځ، د اپریل په دوومه خپور شو او پکې د پروان ولایت د غوربند په ولسوالي کي د اربکیانو له خوا دملکي خلکو د کورونو او مالونو دچور کولو خبره شوې وه. په دې برسېره د اپریل په ۱۹ مه رسنیو دکندهار د امنیه قومندان په شخصي زندان کي له کلونو را هیسي د یوځوان د موجودیت خبره هم ډاګیزه کړه. او د همدې میاشتي په ۲۲ مه دخوست ولایت د صبریو ولسوالي کي دمزدورو استخباراتولخواد یوې کورنۍ ۳ تنه شهیدان او ۸ تنه زندان ته ولیږل شول.
د مزدوري ادارې حقیقت :
په دې کي د هیڅ عاقل انسان شک نشته چي دکابل اداره د افغانستان اشغالوونکو غلامه اداره ده او له هغو بغیر چي د لمر له روڼا سترګي پټوي اونه یې مني نور څوک له دغه حقیقته انکارنشي کولای . له جوړښته تر تقسیمه او بیا په دې وروستو کي ترتمدیده چي ټول د جان کېري له خوا ترسره شول د دې ادعا څرګند دلیلونه دی.
په دغه لړکي د جمعې په ورځ چي د اپریل لومړۍ نېټه وه د مزدوري ادارې د ریاست ویاند وویل چي: یواځي امریکا کولای شي چي په افغانستان کي د پاته کېدو او نه پاته کېدو په اړه پرېکړه وکړي او بل چاته به حق ورنکړي چي په دې اړه تصمیم ونیسي . د دې ترڅنګ په افغانستان کي د امریکا عمومي مفتش د اپریل په ۹مه وویل چي: موږ په افغانستان کي یو«خطرناک» حکومت په پښو درولی . په همدې ورځ جانکېري هم یو وار بیا کابل ته راغی او د وېشلې ادارې موده یې په غیرقانون ډول د دریو کلونو لپاره نوره هم وغزوله چي دې خبري په خپل وار ډیر کلک غبرګونونه را وپارول.
د مزدوري ادارې له لوري د ټاکنو په اړه د شکایاتو کمیسیون رئیس د اپریل په ۱۱ مه وویل چي: د افغانستان او امریکا ترمنځ رابطه د غلام او بادار ترمنځ رابطه ده او د جان کېري پرېکړه زموږ لپاره د خجالت او شرم وړ ده.
تش په نوم ولسي جرګې هم د چهارشنبې په ورځ، داپریل په ۱۳مه وویل چي د کابل اداره د امریکانوکره ده؛ مګر له دې ټولو اعترافاتو سره – سره اوس هم د نوکرانو په لیکوکي پاته دي او دې ته حاضر نه د ي چي د کفري غلامي زنځیرونه له ځانه بیل او دغلامۍ دژوند پرځای ازاد ژوند ولري.
په مزدوره اداره کي د اختلافونو زیاتېدل:
څنګه چي له مخه یاده شوه په وېشلې ادارې کي د ګډو لوریو ترمنځ د هرڅه په سربلا اختلافونه موجود دي چي په دې وروستیو کي تر فزېکي اخوډبه، قتل اوقتال او زور ازمویلو تربریده رسېدلی دی. په همدې لړکي د پنجشنبې په ورځ، د اپریل په ۱۴مه د تخارولایتي شورا غړی د جمعیت او جنبش ډلو ترمنځ له ۴نورو کسانو سره ووژل شو. په دې برسېره د یکشنبې په ورځ، د اپرېل په ۳یمه د بلخ لپاره دمزدوري ادارې والي چي د بلخ په جمهور رئیس هم مشهوردی وویل چي: له هیچاسره دومره واک او زور نشته چي ما په زور له خپلي دندي ګوښه کړي.
د ۵۰ سلنه ولس مشر مرستیال چي د زورورو له ډلي شمېرل کېږي جنوب ختیزو ولایتوته د برق دانتقال مخه ونیوله او اجازه یې ورنه کړه چي له ترکستانه وارده شوې بجلي دغوسیموته ورسول شي.
هغو مشرانو هم چي لاتراوسه ځانو ته مجاهدین وایي او په ټاکنو کي یې د ډاکتر عبدالله کلکه ننګه کوله داپریل په ۴مه وروسته له هغه چي دغوښتني مطابق سهمیه ورته ورنکړل شوه د اعلامیې په صادرولوسره اجرائیه ریاست نامشروع وباله . په همدې حال کي په بلخ کي د تش په نامه صلحي شورا رئیس د اپریل په لسمه وویل چي: دکابل په اداره کي دننه ژور اختلافات د صلحي په لاره کي ترټول لوی خنډ دی. همداراز دسې شنبې په ورځ ، د اپریل په ۱۲مه د رویټر خبري اژانس په یوه راپور کي په وړاند ویني سره ویلي دي چي : د کابل اداره به په راتلونکو میاشتوکي له کلکو سیاسي مخالفتونو سره مخ شي.
په مزدوره اداره کي مخ په زیادت اختلاف ددې سبب شوي دي چي ځيني خلک خپلي دندي پرېږدي او له سیمي وتښتي . په اپریل کي هم په بلجیم کي د مزدوري ادارې سفیر د بهرنیو چارو وزارت دهغه چلند په عکس العمل کي چي له ده سره یې درلود استعفا ورکړه. همداراز ارګ هم د اپریل په ۱۸مه د معادنو او پترولیم د وزیر استعفا ومنله چي په خپل وزارت کي د امنیت شورا د ناقانونه لاس وهني په غبرګون کي یې وړاندي کړې وه. او بالاخره د نظامي چارو کارپوه جنرال امرخیل د چهار شنبې په ورځ، د اپریل په ۲۰ مه وویل چي : په هیواد کي د نا امنۍ لوی او اصلي لاملونه په وېشلې مزدوره اداره کي ر اټول شوي خلک دي چي دخپلو شخصي ګټو لپاره کار کوي او د هیواد ټولیز مصلحت ته په هیڅ اعتبار هم قائل نه دي.
د ثور د اوومي غندنه د اشغال تربیرغ لاندي:
له یوې خوا تر ۵۰ زیاتو اشغالګرو هیوادونو زموږ په خاوره ناروا تېری کړی او په هغه ځمکه یې خپل تسلط ټینګ کړی چي د مجاهدینو له واکه بهر ده او ترڅنګ یې خپل لاس پوڅې اداره په خلکو ورتپلې ده، له بلي خوا د جهاد مدعیان او د جهاد ترنامه لاندي لوټماران په ډیره بې شرمي سره په افغانستان باندي دشوروي یرغل په تقبیح کي غونډي جوړوي. سږکال هم د سې شنبې په ورځ چي د اپریل له ۲۶ مي نېټې سره برابره وه دغو بدنامو وطن پلورونکو د غربیانو د الوتکو او ټانکونو ترسیوري لاندي او د همدې اشغالګرو بادارانو په ډالري مصارفو دجوړو شوو غونډو په ترڅ کي د ثور۷مه وغندله او دایې د هیواد په تاریخ کي یوه توره ورځ ونوموله.

Leave a Reply !



//