21-05-2016 بسم الله الرحمن الرحیم الحمد لله رب العالمین والعاقبة للمتقین والصلاة والسلام علی خیرخلقه محمد وآله واصحابه اجمعین وبعد: یقول الله تعالی: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَتُرِيدُونَ أَنْ تَجْعَلُوا لِلَّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا مُبِينًا. ۱۴۴النساء ترجمه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی!د مؤمنانو په ځای له کافرانو سره ملګرتیا مه کوئ.آیا تاسو غواړئ چې د ځان پرخلاف الله تعالی ته څرګندحجت ورکړئ! د کابل ادارې سره کار کونکو هیواد والو! له اشغالګرو او کابل رژیم سره کارکونکو هیوادوالو ته د اسلامي امارت د امن غیږ پرانیستې ده، په کابل اداره کي د هري دندي او هري سطحي کسان کولای شي چي د اسلامي امارت له عفوي څخه برخمن شي، په دنیا کي خپل ځان او کورنۍ له ذلت او غم څخه وژغوري او په اخرت کي دکافرانو له ملګرتیا او انجام څخه خلاصون ور په برخه شي. تاسي پوهیږئ چي په داسې اداره کي کار کوئ کومه چي د امریکا په سفارت کې د امریکا د خارجه وزیر په لاس ایجاد شوې او بیا پرافغان ولس تپل شوې ،هغه اداره چي د خپل کار په دوهمه ورځ یې له امریکا سره د افغانستان د خرڅلاو تړون لاسلیک کړ،افغانستان یې په نړیواله کچه اداري فساد کي دوهم مقام ته پورته ،د ولس نسبي اقتصادي حالت یې ټکنی ،مشهور جنګسالاران یې په لوړو دندو مقرر او د افغان ولس د قتل،چور او غصب اختیار يې ور اضافه کړ. تاسي پر دې هم خبر او شاهدان یاست چي د کابل رژیم ولسمشر د لوی خدای د توحید سپکاوی وکړ،میرمني یې په نړیواله کچه د اسلامي حجاب ضد بندیزونو ملا تړ وکړ اود ګډ حکومت په راتګ سره په هیواد کې د اسلامي شعایرو او دیني مقدساتو دتوهین کمپاین پیل شو. په دې هم پوهیږئ چي په هغه اداره کي په چوپړ لګیایاست چي له یرغلګرو څخه دخپلو عسکرو او خلګو د وژلو پوښتنه قدري هم نشي کولای حتی د واکمنۍ د تمدید او غزولو صلاحیت يي هم د اجنبیانو په لاس کې دی. تاسي په خپلو سترګو وینئ چي یرغلګرو ځواکونو ماتې خوړلې ، ډيری د افغانستان څخه شړل شوي، په زرګونو مجهز پوځیان یې د مجاهدینو په لاس مړه او ژوبل شوي او پاتي نورو یې په ښارونو کي محدودو اډو ته پناه وړي چي هغه هم د مجاهدینو تر برید لاندې دي، د بېلګې په توګه د شوراب، کندهار او بګرام پر اډو د مجاهدینو تندریز ګوزارونه یادولای شو چي په سلګونو یرغلګر ځواکونه په کې مړه او ژوبل شول. تاسي دا هم ګورئ چي دکابل اداره نور د شړیدو په حالت کي ده،په زرګونو عسکر یې خپلي دندي پریږدي، له مجاهدینو سره یو ځای کیږي، د یرغلګرو له ملاتړ پرته د بقا هیڅ چانس نه لري او اشغالګر نور په افغانستان کي له اوږدې جګړې او لوړو مصارفوڅخه ستړي شوي،نور نشي کولای چي د پخوا په شان دا په فساد ککړه اداره اکمال او تجهیز کړي.بله خوا بیا د کابل رژیم او اشغالګرو پرضد د اسلامي امارت په قیادت کي د افغان ولس روانه مبارزه او مجاهدین په خورا لوړ مورال د هیواد د خپلواکۍ، ارضي تمامیت،دیني مقدساتو او اسلامي ارزښتونو څخه د د فاع په مشروع سنګر کې قرار لري او په دې لاره کې یې د الله په نصرت ښه بریالیتوبونه په برخه شوي نوتاسو ته هم دمجاهدینو په څنګ کې ددنیا او اخرت دبر یا لیتوب لاره خوښوو. د یرغلګرو ا وکابل رژیم سره همکارو په تیره د اردو، پولیسو او اربکیانو په لیکو کې کار کونکو! تاسي اوس لا باید د اسلامي امارت له عفوي او بخښني څخه استفاده وکړئ،د کابل رژیم او یرغلګرو سره کار او همکاري پریږدئ،اسلامي امارت ستاسي د سر او مال د حفاظت تضمین کوي،کنه نو بیا به له افغانستان څخه د روسانو تر وتلو وروسته د خلقیانو او پرچمیانو په څيرچلند درسره کیږي او د مجاهد ولس له حساب او کتاب څخه به خلاص نشئ، هر چیرته چي ولاړ شئ دعدالت میز ته به حتما راوستل کیږئ. اسلامي امارت د علماء کرامو،قومي مخورو او بانفوذو شخصیتونو څخه هیله کوي چي دافغان ولس هغه تیر ایستل شوي ځوانان چي د یرغلګرو او کابل رژیم سره کار کوي وپوهوي چي له دغه منفور او مردود صف څخه را ووځئ، د دین او وطن له دښمنۍ څخه لاس واخلي او له اسلامي امارت سره یو ځای شي. اسلامي امارت د همدې هدف لپاره چي خطا ایستل شوي هیواد وال دکفارو له ملګر تیا څخه دخپل ولس او اسلامي نظام غیږي ته را ولي د دعوت ارشاد او جلب وجزب په نامه ځانګړی کمیسیون لري او له همدې لاري هرڅوک کولای شي چي د اسلامي امارت خواخوږې او له امن نه ډکي غیږي ته را شي . والسلام د افغانستان اسلامي امارت ۱۴۳۷/۸/۱۴هـ ق ۱۳۹۵/۳/۱هـ ش ــ 2016/5/21م
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله رب العالمین والعاقبة للمتقین والصلاة والسلام علی خیرخلقه محمد وآله واصحابه اجمعین وبعد:
یقول الله تعالی:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَتُرِيدُونَ أَنْ تَجْعَلُوا لِلَّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا مُبِينًا. ۱۴۴النساء
ترجمه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی!د مؤمنانو په ځای له کافرانو سره ملګرتیا مه کوئ.آیا تاسو غواړئ چې د ځان پرخلاف الله تعالی ته څرګندحجت ورکړئ!
له اشغالګرو او کابل رژیم سره کارکونکو هیوادوالو ته د اسلامي امارت د امن غیږ پرانیستې ده، په کابل اداره کي د هري دندي او هري سطحي کسان کولای شي چي د اسلامي امارت له عفوي څخه برخمن شي، په دنیا کي خپل ځان او کورنۍ له ذلت او غم څخه وژغوري او په اخرت کي دکافرانو له ملګرتیا او انجام څخه خلاصون ور په برخه شي.
تاسي پوهیږئ چي په داسې اداره کي کار کوئ کومه چي د امریکا په سفارت کې د امریکا د خارجه وزیر په لاس ایجاد شوې او بیا پرافغان ولس تپل شوې ،هغه اداره چي د خپل کار په دوهمه ورځ یې له امریکا سره د افغانستان د خرڅلاو تړون لاسلیک کړ،افغانستان یې په نړیواله کچه اداري فساد کي دوهم مقام ته پورته ،د ولس نسبي اقتصادي حالت یې ټکنی ،مشهور جنګسالاران یې په لوړو دندو مقرر او د افغان ولس د قتل،چور او غصب اختیار يې ور اضافه کړ.
تاسي پر دې هم خبر او شاهدان یاست چي د کابل رژیم ولسمشر د لوی خدای د توحید سپکاوی وکړ،میرمني یې په نړیواله کچه د اسلامي حجاب ضد بندیزونو ملا تړ وکړ اود ګډ حکومت په راتګ سره په هیواد کې د اسلامي شعایرو او دیني مقدساتو دتوهین کمپاین پیل شو.
په دې هم پوهیږئ چي په هغه اداره کي په چوپړ لګیایاست چي له یرغلګرو څخه دخپلو عسکرو او خلګو د وژلو پوښتنه قدري هم نشي کولای حتی د واکمنۍ د تمدید او غزولو صلاحیت يي هم د اجنبیانو په لاس کې دی.
تاسي په خپلو سترګو وینئ چي یرغلګرو ځواکونو ماتې خوړلې ، ډيری د افغانستان څخه شړل شوي، په زرګونو مجهز پوځیان یې د مجاهدینو په لاس مړه او ژوبل شوي او پاتي نورو یې په ښارونو کي محدودو اډو ته پناه وړي چي هغه هم د مجاهدینو تر برید لاندې دي، د بېلګې په توګه د شوراب، کندهار او بګرام پر اډو د مجاهدینو تندریز ګوزارونه یادولای شو چي په سلګونو یرغلګر ځواکونه په کې مړه او ژوبل شول.
تاسي دا هم ګورئ چي دکابل اداره نور د شړیدو په حالت کي ده،په زرګونو عسکر یې خپلي دندي پریږدي، له مجاهدینو سره یو ځای کیږي، د یرغلګرو له ملاتړ پرته د بقا هیڅ چانس نه لري او اشغالګر نور په افغانستان کي له اوږدې جګړې او لوړو مصارفوڅخه ستړي شوي،نور نشي کولای چي د پخوا په شان دا په فساد ککړه اداره اکمال او تجهیز کړي.بله خوا بیا د کابل رژیم او اشغالګرو پرضد د اسلامي امارت په قیادت کي د افغان ولس روانه مبارزه او مجاهدین په خورا لوړ مورال د هیواد د خپلواکۍ، ارضي تمامیت،دیني مقدساتو او اسلامي ارزښتونو څخه د د فاع په مشروع سنګر کې قرار لري او په دې لاره کې یې د الله په نصرت ښه بریالیتوبونه په برخه شوي نوتاسو ته هم دمجاهدینو په څنګ کې ددنیا او اخرت دبر یا لیتوب لاره خوښوو.
تاسي اوس لا باید د اسلامي امارت له عفوي او بخښني څخه استفاده وکړئ،د کابل رژیم او یرغلګرو سره کار او همکاري پریږدئ،اسلامي امارت ستاسي د سر او مال د حفاظت تضمین کوي،کنه نو بیا به له افغانستان څخه د روسانو تر وتلو وروسته د خلقیانو او پرچمیانو په څيرچلند درسره کیږي او د مجاهد ولس له حساب او کتاب څخه به خلاص نشئ، هر چیرته چي ولاړ شئ دعدالت میز ته به حتما راوستل کیږئ.
اسلامي امارت د علماء کرامو،قومي مخورو او بانفوذو شخصیتونو څخه هیله کوي چي دافغان ولس هغه تیر ایستل شوي ځوانان چي د یرغلګرو او کابل رژیم سره کار کوي وپوهوي چي له دغه منفور او مردود صف څخه را ووځئ، د دین او وطن له دښمنۍ څخه لاس واخلي او له اسلامي امارت سره یو ځای شي.
اسلامي امارت د همدې هدف لپاره چي خطا ایستل شوي هیواد وال دکفارو له ملګر تیا څخه دخپل ولس او اسلامي نظام غیږي ته را ولي د دعوت ارشاد او جلب وجزب په نامه ځانګړی کمیسیون لري او له همدې لاري هرڅوک کولای شي چي د اسلامي امارت خواخوږې او له امن نه ډکي غیږي ته را شي . والسلام
د افغانستان اسلامي امارت
۱۴۳۷/۸/۱۴هـ ق
۱۳۹۵/۳/۱هـ ش ــ 2016/5/21م
30-05-2016
25-05-2016
21-05-2016
20-05-2016
19-05-2016
18-05-2016
دادغمونو اودردونو ډکې ورځې دادوحشتونو اوکړاونوتوري شپې یواځې […]
عن عن عبادة بن الصامت رضى الله عنه :عن رسول الله صلى الله عليه وسلم […]
ترجمه: عبدالخالق احسان نام ونسب: او رضي الله عنه عبدالله پسر حذافه […]
قال الله تعالی :یاایهاالنبی جاهد الکفار والمنافقین واغلظ علیهم […]