Home / بیلابیلي لیکني / د بشري حقونو دعوه ګره امریکا خپله هغه پايمالوي او نړیوال امن ګواښي

د بشري حقونو دعوه ګره امریکا خپله هغه پايمالوي او نړیوال امن ګواښي


لیکنه : عزام افغان
بشري حقوق، دبیان ازادي، مدني ټولنه او داسي نور د غربیانو هغه غولوونکي شعارونه دي چې تل یې خپل بربریت پرې پټ کړی اودخلګو نظرونه یې له ځانه مبذول کړي دي . داسي ویلی شو چې دا ددوی هغه دامن عینکي دي چې نړیوالو ته یې ورپه سترګو کړي او ددوی په هرڅه کړنو کې خیر او عافیت ورته ښکاري . امریکا اود هغه اشرباڼي پر انساني حقوقو دعمل کولو خورا زورداره دعوې کوي ،مګر ددوی دقول اوعمل ترمنځ زیات توپیر لیدل کیږي ،بلکي په عملي توګه دوی تر هرچا بشري حقوقو ته زیات سپکاوی کوي او په ګوانتانامو، ابوغریب، سوریه ، صومال اوافغانستان کې یې وحشي جرائم د انسانیت دسپکاوي اود انساني حقوقو دپايمالولو ستر ثبوت دی . یو امریکایي مفکر “اسټیفن لینډمن”خپله دا اعتراف کوي چې :”ددنیاپه هر ستر جرم او وحشت کې امریکا او اسرائیل لاس لري “. د امریکا ددغو جرمونو یو تت انځور په نوره نړۍ کې هم لیدل کیږي کله یې چې دجاپان پر دوو سترو ښارونو هیروشیما او ناګاساکي اټم بمونه واچول او د څوساعتونو په دورانیه کې یې شاوخوا دوه لکه شل زره انسانان د ابد په خوب ویده کړل .
تېره میاشت دملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې اوباما ددې غونډي ګډونوالو ته وویل چې :”نړۍ له بې ساري کړکېچ سره مخ ده .” اوباما که پرمخ پوزه لرلی نو کله به یې هم دداسي خبرو په کولو خولو نه پرانیستلی ،ځکه چې په نړۍ کې نن دټولو بدمرغیو عامل دی ګڼل کیږي اود شر اوفساد اور ته لمن وهونکی دی . امریکا دخپلو سیاسي ګټو لپاره له هیڅ یوه بشر ضد جنایت څخه ډډه نه کوي ،تاریخ شاهد دی چې دپاور اوسپر پاور کېدلو په خیالي سفرونو کې دنړۍ په هرکونج کې امریکا په جنګ کې مصروفه پاتي شوې ده اوکه وشمېرل شي نو جوته به شي چې تر اوسه دامریکې په دغه بل کړي اور کې له شل ملیونه څخه زیات خلګ لولپه شوي دي .
امریکا دبشري حقوقو په اړه هیڅ سالم موقف نه لري ،بلکي ددغو حقوقو لېبل شوي انګازې دنړیوالو فکرونو دغولولو یوه پوچه دعوه ده ، دامریکې اصل هدف اسلام له منځه وړل، دقومونو ترمنځ شخړو ته لمن وهل اودهغوی تر منځ د یو وحشیانه ژوند رائج کول دي .
هو! دومره خبره ده چې امریکه هغه بشري حقوق پالي په کوموکې چې یې ګټي نغښتي وي . کله چې دوی له بایسکل او یا دوه فوټه دیوال څخه لویږي نو دبشري حقوقو ټولي ادارې په خوځښت کې راځي ،ستره فاجعه یې بولي او دنړۍ تر ګوټ ګوټ پوري یې خبر خپروي . دایو حقیقت دی چې دبشري حقوقو قضیه په نړۍ کې په مستوي ډول نه مراعت کیږي ،بلکي غرب یې په اړه دامفکوره لري چې دبشري حقوقو حقداره یوازي همدا مونږ یو ،له مونږ پرته دبل چالپاره ددې حقوقو ثبوت هیڅ معنی او ارزښت نه لري . څو ورځي وړاندي چې کله دامریکا دشمال ختیځ کونیکټیکټ ایالت د”سنډي هوک “په یوه ښوونځۍ کې برید وشو ، نو اوباما په ژړغاندي غږ خپل ولس ته وویل :
هغه کسان چې نن وژل شوي دي ،ډېره برخه یې ماشومان جوړوي ،هغه ښایسته ماشومان چې دپنځو او لسو کلونو ترمنځ عمر یې درلود ، هغوی یو اوږد ژوند،دزوکړي کلیزې ،فراغتونه ،خپل او دخپلو بچو ودونه په مخکي درلودل ، زمونږ زړونه نن دوژل شوو کسانو ،دهغوی دمور اوپلار ، د نیا ،نیکه، خویندو او وروڼو لپاره خفه دي .”
آیا داسي څوک شته چې له اوباماڅخه پوښتنه وکړي چې دنړۍ په بیلابیلو په ځانګړې توګه په اسلامي هیوادونو کې چې کوم ماشومان،مېرمني او سپين ږیري ستاسي د فاسفورس او کیمیاوي بمونو او کروز میزایلونو قرباني ګرځي ،هغه چې تل د باروتو په دود دودګن شوي وي، هغه چې ستاسي دظلم او وحشت له لاسه یې کریږي اوساندي اسمان ته په رسادي . آیا هغوی د ژوند او د زوکړي دکلیزو دلمانځلو حقداره نه دي ؟ آياهغه ماشومان دخپلو او دبچو د ودونو دلیدلو حق نه لري؟ آیا هغوی په خوښۍ سره دخپل ژوند دمازدیګر کولو جوګه نه دي؟ آیا کله دهغوی په اړه فکر مند شوی یې ؟ای دامن ،سولي او بشري حقوقو دشعارونو پورته کوونکې ! آیا کله یې په درد دردېدلی یې ؟ آيا کله دي دهغوی دخویندو ، مندو اوپلرونو سره په غم کې ځان برابر شریک ګڼلی دی؟ ستاسي که یو او دوه وژل کیږي نو په غم کې یې ماتمونه اعلانوئ او زمونږ که زرګونه د ابد په خوب ویده کړل شي نو تش پر یوه سوري (Sorry !)ویلو یې بسنه کوئ او بس .
داسي ښکاري لکه اوباماچې دانسانیت سره دچلند په اړه یهودي پروټوکولز دلاري مشعل ګرځولي وي،فرق صرف د تعمیم او تخصیص دی چې یهود ،غیر یهود د ژوند حقدار نه ګڼي او تورپوستی شیطان لږ تخصیص کوي او مسلمانان دبشري حقوقو او ژوند حقدار نه بولي . دبشري حقوقو دعوه ګر په رسمیت سره صرف ددغو حقوقو پر پېژندلو بسنه کوي،هغه قوانین چې ددې برخي لپاره وضع شوي دي ،په بشپړه توګه تر پښولاندي کیږي او له هغه هیوادونو څخه یې ملاتړ ډېر محدود اوغیر شعوري دی چې بشري حقوق یې نقض کیږي .
خو هغه یې ښه ویلي دي چې “ژرنده که دپلار ده هم په وار ده” . که تاسي په بيلابیلو هیوادونو کې دخپلو ګټو دتر لاسه کولو لپاره دجګړې بازار ګرم ساتلی دی اودهغوی امن او سلامتي مو ګواښلي دي ،نو نن یې تاسي هم وڅکئ چې په هیوا کې مو دننه خپل خلګ داسي خونړي بریدونه ترسره کوي چې ستاسي خوب یې تښتولی او امن یې چیلنج کړی دی . په تېره یوه میاشت کې دننه امریکا دڅو پرله پسې داسي خونړیو حملو شاهده وه چې لسګونه وګړي پکښي مړه او ژوبل شول . او دیوامریکايی چارواکي په وینا “ورته حملو زمونږ ارام تښتولی دی او ممکنه ده دپيښو دغه لړۍ نوره هم وغځيږي “. شوني ده چې داسي پيښي مو د شومو اعمالو سزا وي چې مومی یې او یا الله تعالی دا احساس درکوي چې غم او درد د څه شي نوم دی ؟

Leave a Reply !



//