05-10-2016 څو ورځې وړاندې د کابل رژیم تر ټولو د لوړې کچې چارواکي لکه د دفاع او کورنیو چارو وزیران، د اشرف غني د ملي امنیت د شورا مشر (حنیف اتمر) او په افغانستان کې د امریکايي قواوو قومندان جنرال (جان نیکلسن) په شمول د کندوز ښار ته سفر کړی و، دوی ټولو په یوې خبرې ناسته کې په زیاتو کرکرو او غورځو پرځو خبرې وکړې، نه دا چې د کندوز ښار په ټینګ امنیتي حالت یې اطمنان وښود، ويې ویل چې همدا اوس د کندوز د حفاظت او دفاع په خاطر د خارجي قواوو په شمول د ملي اردو، خاص ګارنیزون، سرحدي عسکرو او نورو ګڼو امنیتي قطعاتو او ادارو ۱۲ زره مجهز قطعات او قووتونه په دندو بوخت دي، چې په فکر یې هیڅکله به طالبان د دې فرصت و نه لري چې په کندوز ښار لکه د تیر کال په څیر برید ترسره کړي. خو د الله تعالی په خاص مدد او د اسلامي امارت د سرسپارلیو مجاهدینو په همت او د کندوز د مومن ولس په همکاري کله چې مجاهدینو وغوښتل د ګوډاګي دښمن او د هغوی د بادارانو دغه وروستۍ اوتې بوتې تس نس او افغانانو ته یې ذلیله څیره یو ځل بیا په ډاګه کړي، نو د دریو څلورو ساعتونو په اوږدو کې یې د کندوز ټول حصارونه او کمربندونه یو په بل پسې مات او ۱۲ زره اجیر او مجهز پوځیان یې د کندوز له ښاره په منډه کړل. تر دې دمه چې کوم موثق راپورونه او معلومات دي، ټول د دې خبري ثبوت ورکوي چې د کندوز په ښار او ټولو دولتي تاسیساتو د اسلامي امارت قووتونه واک او بشپړ کنټرول لري او مجاهدین په دې تصمیم او هڅه کې دي چې د بګیل دښمن وروستۍ ځاله (هوايي ډګر ) هم د متعال رب په مرسته تر ولکې او تصرف لاندې راولي. د کندوز دوهم ځل فتحه په داسې حال کې مخې ته راغله، چې د کابل رژیم مشر د بروکسل ناستې ته تر ټولو مهمه لاسته راوړنه دا بلله چې سږ کال یې کندوز له یو ځل بیا سقوط څخه وژغوره او له هلمند ولایت څخه یې کلکه دفاع وکړه. ولې د الله تعالی کارونو او فیصلو ته ګوره چې اشرف غني او اجرائیه رئیس یې په داسې یو حالت کې د بروکسل ناستې ته ورغلل، چې کندوز مجاهدینو په ډیر متانت ونیوه، د هلمند د مرکز لښکرګاه له څو ناحیو پرته په ټول هملند د اسلامي امارت سپین بیرغ رپیږي، د روزګان ولایت زیاتره ولسوالۍ د مجاهدینو په واک کې دي او ترینکوټ تر کلکې محاصرې لاندې دی. اوس نه پوهیږو چې د کابل مزدور چارواکي به د بروکسل ناستې او هم خپلو بادارانو ته د کومې یوې لاسته راوړنې یادونه کوي، د نظامي طاقت او سیطري کچه خو یې د کندوز له سقوط او د هلمند، روزګان، بغلان او د هیواد د نورو ولایتونو له روان پوځي حالت څخه ښه معلومیږي، د فساد او په اصطلاح د دولت په منځ کې یې د درغلیو او کشمکشونو په بدبويیو یې ټوله نړۍ خبره ده، ولس سره د دوی د نیږدې والي او ترحم انداز خو د امریکایانو له وروستي بمبارۍ چې د ننګرهار د شنوارو په ولسوالۍ کې د بیت الله شریف حاجیانو په کورونو ترسره شو او ۳۰ تنه ملکي خلک پکې شهیدان شول او کوردینات د کابل ادارې ورکړي وو، ښه معلومیدای شي. په دې هیله چې د اسلام، انسانیت او افغانیت دښمنان له یوې نه بلې ورځې ته ښه رسوا، شرمنده وګرځي او ټولې شیطاني کړنې او شعارونه یې برملا شي، دعا کوو چې د کندوز او هلمند په څیر په پاتې افغانستان کې هم د اسلام او نجات سپین توغ په بشپړه ډول رپانده شي او امریکایان او ګوډاګیان یې نور د تل لپاره د نابودي او محوې کندې ته وغورځیږي، امین یارب العالمین.
13-10-2016
11-10-2016
10-10-2016
09-10-2016
06-10-2016
03-10-2016
02-10-2016
01-10-2016
27-09-2016
ماشومان دلوی خدای ج له لوري له نعمت سره سره یو امانت هم ده . نوځکه په […]
م \ اعظم صدیقي دصله رحمي ګټې اوزیانونه : ډیرې مودې راباندي انتظارکي […]
دعاشوراء دورځي مسايل : مسله : دعاشورا دورځي مسله چي کوم فضایل راغلي […]
ليکنه: عزام افغان د اسلامي تاریخ له لحاظه دکال لومړۍ میاشتي ته […]