Home / تازه لیکني او مقالې / دښمن د خپل شکست غچ له ولس څخه اخلي

دښمن د خپل شکست غچ له ولس څخه اخلي


وحشي او ډارن دښمن د خپلې ماتې انتقام له ولس څخه اخلي، د خلګو پر کورونو بمونه او راکټونه اوروي، شتمنۍ یې چور کوي، ولسي وګړي شکنجه کوي، بندي کوي او په مختلفو پلمو یې کړوي او ځوروي.

له تیرو څو ورځو راهیسي چي مجاهدینو د کندوز په بیلابیلو سمتونو کي پراخي سیمي فتحه کړي او حتی د کندوز له ښار څخه یې دښمن شړلی، بزدله دښمن د هستوګني پر سیمو، مارکیټونو او عام المنفعه تاسیساتو بمباريو او هاوانونو توغولو ته زور ورکړی، د دښمن په ړندو هوایې او توپچي حملو کي ولس ته د سر او مال زیات زیان رسیدلی دی.

د بېلګې په توګه پرون ولسي خلګو له رسنیو سره خبرو کي وویل چي: د باغ شرکت په سیمه کي د حکومتي چورلکو په بریدونو کي ۲۰ تنه ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شوي او کورونه یې ویجاړ شوي دي.

تېره شپه د کندوز ښار د امام صاحب بندر سیمه کي د خوراکي توکو یو لوی مارکیټ د دښمن په هوایې او توغندیزو بریدونو کي لولپه شوی، چي له امله یې خلګو ته پراخ مالي تاوان اوښتی دی.

تر دې یوه ورځ وړاندي هم په دغه ښار کي د دښمن په بمباریو کي د قالینو یو مارکیټ د اور خوراک شو چي له کبله یې خلګو ته ملیونونه ډالره زیان ورسید.

همداراز تر دې مخکي د دښمن په حملو کي د بریښنا د توزیع مرکز په نښه او تاسیسات یې وران شول.

دښمن د یرغلګرو د هوایې ملاتړ او ډیرو وسایلو سره سره له مجاهدینو سره د مخامخ کیدو تاب نه لري، مورال یې ترټولو ټیټي کچي ته ټیټ شوی، له پخو مرکزونو څخه تښتي، یو خوا بل خوا منډي او چیغي وهي، خو د خدای جل جلاله د لاري سر سپارلي مجاهدین په خورا لوړه روحیه سره پر دښمن وردانګي، سیمي تر ې نیسي، وسایط او وسایل ترې غنیمت کوي.

مجاهدینو په مفتوحه سیمو کي مثالي امنیت تامین کړی، خلګ په ډاډه زړه خپلي ورځنۍ چارې ( سوداګري او زراعت) سمبالوي، ماشومان په مدرسو او مکاتبو کي خپلي زده کړي پر مخ بیایې، خلګ خپل منځي حقوقي مشکلات مجاهدینو ته وړاندي کوي او په لنډ وخت کي یې په مشروع او احسنه طریقه حل ترلاسه کوي.

د دښمن دغه ارام حالت پر خلګو نه لوریږي، پرهمدې سیمو بمبارۍ کوي، شپنۍ چاپې پرې وهي او هاوانونه ورباندي توغوي، د دښمن د ذکر شوي کړنلارې له امله ګڼ ولسي وګړي د ښځو او ماشومانو په ګډون شهیدان او ټپیان شوي، کورونه او دوکانونه یې وران شوي او پراخ مالي زیانونه ورته رسیدلي دي. اصل خبره دا ده چي دښمن په دغه ډول وحشت او دهشت سره د خپلې ماتې کسات له مظلوم ولس څخه اخلي.


Leave a Reply !



//