بسم الله الرحمن الرحیم

دکلي مسجد - عرفاني

زموږ دخړکلي مسجد اوس کنډواله غوندې دی
بس يو محراب يې ښکاري
منبر يي رنګ دی په سرو وينو باندې
اوس يې هادنګې منارې نه وينم
اوس مې ترغوګ دآذان غږنه راځي
نه يې امام نه مؤذن وينمه
نه مقتدي نه يې خادم وينمه
هادمسجدڅنګ کې ولاړه حجره هم ړنګه ده
چې به دېره پکې همېش وه مسافرطالبان
ټول څڼورطالبان
په ونه دنګ لکه نښترطالبان
ورته راتلل به لراوبر طالبان
ورته به شېخ صاحب په مينه سبقونه ويل
چابه واړه اوچابه غټ غټ کتابونه ويل
څومره عجيبه وخت وه
له دې شاو خواکلو به
په ډلوډلوماشومان هم راتلل
تنکولاسوکې به يې
وې رانيولې سپارې دقرآن
چابغدادي قاعده
استادبه ناست وه په صفه دمسجد
ټول ماشومان به ترېنه چارچاپېروه
چابه الف اوچابه با ويلې
چاکليمې دلا اله ويلې
اوس تشې تورې دي دکلي کوڅې
چې به چڼيان له مدرسې نه ورتلل
دوظېفې لپاره
بس ددکلي په مسجدکې نورڅه نه دي پاتې
يوڅوکتابه په تاخچوکې ګردوهلي ايښي
ورباندې ليک دی يويادګار دمسافرطالب جان

Tweet
Share