سنګین یې ولې په وینو رنګین کړ؟
- تفصيل
- نېټه: پنجشنبه, 01 جنوري 2015 18:23
- لیکوال: حبیب مجاهد
- بـــــرخه: نوري مقالې
د ۲۰۱۴م کال وروستۍ شیبې وې ، لږ وروسته به د افغانستان په وخت میلادي کال اوښت او نوی ۲۰۱۵ م کال به پیلېده، د هلمند د سنګین ولسوالۍ په څاروان کلا سیمه کې د محمد اکا په کور کې واده و، چې په سلګونو نارینه ، ښځې ځوانان او ماشومان ورته راغونډ شوي وو، دغه سیمه چې د تیر کال په اوږدو کې درست کال د جګړو او غمونو سیمه وه، شاید همدا لامل به و چې اوسیدونکي یې خوښیو ته تږي دي او د واده غوندې د خوښۍ په فرصت کې په دومره ګڼ شمیر را یوځای شوي وو، د هلمندیو زلموټو لپاره د ویرونو او غمونو په ماحول کې یوه نایابه او نادره د خوښۍ شیبه برابره شوې وه، ځوانانو د ښې ورځې جامې او صدرۍ اغوستې وې او په پړکنده رخچینو یې غفورۍ او مشهدۍ لونګۍ پیچلې وې، پیغلې او نجونې د واده په خوښیو بوختې وې او غوښتل یې د خوښۍ له دې فرصت نه په استفاده د ویرونو او غمونو له لوخړو خپل غمجن زړګوټي وڅنډي .
په څاروان کلا کې د واده د خوښیو جشن جوړ وو ، خو هلته لرې په لندن او کابل کې یوه بله سناریو د تکمیل په حال کې وه ، لږ شیبه وروسته ۲۰۱۴ م کال پوره کیده ، دا هغه کال و چې د نړیوالو غربي یرغلګرو په جم کې د برتانویانو لپاره هم له شرمیندګۍ څخه مالا مال و، په همدې کال په څلورم ځل انګلیسي بیرغ د افغانستان په خاورو کې لتاړ او پرنګي سرتیري د ذلت پیټی په اوږه وتښتیدل ، د پرنګیانو په شکست کې کلیدي رول د هلمند ، په هلمند کې دسنګین او په سنګین کې د څاروان کلا د سیمي وو.
پرنګیان چې سخت کینه ګر او بي رحمه خلک دي، کله یې په زړه آوارېده چې د تیریدونکي کال په اوږدو کې ورپیښ شرم همداسې بې انتقامه پریږدي، لږ شیبه وروسته د پرنګ لپاره له شرمه ډک کال پوره کیده، خو د پرنګي په زړه لا هم د انتقام لمبو غورځنګ واهه.
مخکې له دې چې د ۲۰۱۴ م کال وروستۍ شیبې ختمې او دګرینویچ په ګړۍ کې نوی کال رابر شي، پرنګیانو په کابل کې میشتو خپلو حلقه بګوش غلامانو ته قومنده ورکړه ، چې هلئ د سنګین په اولس اور بل کړئ .
په داسې حال چې په سنګین کې هیڅ د ډزو او توپ ویشتلو بهانه نه وه، نیمه شپه وه او دغه ښایسته ناوه د سکوت تر وزرو لاندې په آرام خوب ویده وه ناڅاپه په څاروان کلا کې د داخلي ګوډاګیانو له قرارګاه څخه د باینزو په کلي کې د واده په مراسمو د هاوان بریدونه پیل شول .
د محمد اکا په کور کې د واده مراسم د ویر په مراسمو واوښتل ، ماشومان او ښځې په وینو کې لاهو شول، د ناوې او زوم په شمول د واده د ګډنوالو دخو شالۍ کالي د غم او ماتم په وینو سره شول .
د هاوان بیرحمانه ډزې د ګوډاګۍ اردو له څلورو قرارګاوو څخه پیل شوې وې ، چې په شیبه کې یې په لسګونو ماشومان د ژوند له خوږو محروم او نږدې پنځوس تنه نور یې مرګوني ټپيان کړل .
د ګوډاګي حکومت منسوبین چې په پیښه په جهریه اعتراف لري د اولس د غولولو لپاره یې ویلي دي چې دوی به ددې درنې فاجعې په اړه پلټنې وکړې، مګر د سنګین د فاجعې لکه څنګه چې عاملین معلوم دي همداسې یي علت او وجوهات هم روښانه دي.
په دې سیمه کې چې نه جګړه وه نه د ډزو لپاره بله بهانه ، معلومه خبره ده چې له ولسي وګړو یوازې دهغوی د سپیڅلي عقیدې،خپلواکۍ غوښتنې او د یرغل ستیزۍ د روحیې له امله انتقام اخیستل شوی دی،دا پیښه باید بابیزه ونه ګڼل شي،له دې پیښې معلومیږي چې ددې وطن ټول په دین مین اوسیدونکي هغه که نارینه ده که ښځینه ، که ماشومان دي که لویان او که هرڅوک دي په بې توپیره توګه دیرغلګرو او دهغوی د ګوډاګیانودښمنان دي، نوځکه یې داسې تر بې خریطې بریدونو لاندې نیسي .
له دا ډول قتل عامونو څخه د خلاصون یوازینۍ لاره یوازې د روان ولسي جهاد او قیام سرتاسري ملاتړ دی ترڅو داولس دغه بي رحمه او ستمګر قاتلان د خپلو شومو اعمالو په سزا ورسول شي .
تازه لیکني
- افغانستان په ۲۰۱۴ میلادي کال کي
- پکتيکا : د جاني خيل د استخباراتو د رئيس معاون ووژل شو
- کاپيسا مرکز کې د پارلمان د وکيل موټر په ماين والوت
- غزني : واغظ کې عسکر مجاهدينو سره يو ځای شوی
- خوست : نادرشاه کوټ کې په ګزمه بريد شوی
- بادغیس : دره بوم کې ددښمن یوموټرویجاړ دومېله یې تخریب شوه
- فاریاب : پشتونکوټ کې اربکی قومندان (سرور) ووژل شو
- بادغیس : مقرکې ۱ اجیرعسکرقتل ۲ نورسخت ژوبل شول
- ننګرهار : پچيراګام کې په سرحدي کنډک بريد شوی
- کابل : سروبي کې له دښمن سره نښته شوې
- لوګر مرکز ته څيرمه ماين د جاسوسي ادارې ۲ کارمندان ووژل
- زابل : شاجوی کې ددښمن په پلي عسکرو دماین چاودنه شوي
- فاریاب : شیرین تګاب کې په رینجرچاودني ۴عسکرقتل ۵ ژوبل کړل
- فاریاب : چهلګزی کې یواجیرعسکرووژل شو
- زابل : اتغرکې ددښمن ۲ رینجر، ۱موټرسایکل ویجاړ ،۲عسکروژل شوي