بسم الله الرحمن الرحیم

اتل او قهرمان شهید(انجینيرمحمدقاعد- ابودوجانه)

شهیدانجینير (محمدقاعد،ابودوجانه) تقبله الله، په کال(۱۳۷۲هـ ش)دمیدان وردګوولایت دجغتوولسوالۍ دلعلکي په کلی کي په یوه دینداره اوله اقتصادي پلوهمتوسطه کورنۍ کي دې فاني دنیاته سترګې وغړولې اوپه کال(۱۳۷۶هـ ش) يي دمسجددملاامام اودخپل پلار انجینيرصاحب محمدګل څخه زده کړې پيل اوبالآخره يي په (۱۳۷۷هـ ش)کال دګنډکول دګوربت په لیسه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ، وروسته دغزني ولایت شمس العارفین عالي لیسې ته ولاړاوثانوي زده کړې یې په یاده لیسه کې ترسره کړې، دا چي نوموړي ته الله تعالی ښه لوړ استعداد ورکړی و، دکانکور له ازموينې وروسته په ډیرولوړونمرودکابل پوهنتون دانجینري پوهنځۍ ته کامیاب اویوکال یې دپوهنتون زده کړې هم وکړې.

شهيد (انجینرمحمدقاعد- ابودوجانه-) ډیر مؤدب ، دینداره اودښواخلاقوڅښتن و، چي د هرملګری په زړه کي یي ځانتهخاص ځاي پیداکړی و.

دا چي پر هيواد صليبي يرغل هيڅ يوه هيوادوال ته د زغملو نه دی، په ځانګړي ډول د داسي بادرکه انسانانو لپاره خوتر مرګ هم دروند قيمت لري ؛ نو له ځان سره يي کلک عهدوکړ ، چي دنیوي امور به ټول شاته غورځوم او داسلامی امارت دفدایانوپه ټولۍکيبه شامليږم، هغه وو چي له نظاميدرسونو وروسته داسلامی امارت دمسئولینوله خوادپکتیاولایت دزرمت په ولسوالۍکي دترتیب شوي پلان لپاره دفدایانوپه ټولۍکۍ انتخاب شو.

دا چيهغه مهال لمړۍ ټولۍ فدایانوعملیات ترسره کړل اودوهمې ټولۍ ته د اسلامي امارت دمسئول له خواد بيرته په شاتګ امروسو، نوموړی ابودجانه هم په همدې دوهمه ډله کي وو، چيژوندی پاتي سو.

شهيد محمدقاعد په نظامي امورو کي ډير زړور او دکار سړی وو، ځکه يي نو د ملګرو په مشوره د فدايي حملې پرځاي د دښمن په وړاندي نورو نظامي عملياتو ته مخه کړه، نوموړي يوځل د غزنيښار دګنج په سیمه کي دخپل ملګري(شهید ډاکټر محمدشفیق) په ملګرتيا د یوه کمین په ترڅ کي تقریباً لس پولنډیان ددوزخ کندې ته وغورزول، تیرکال یيبيا دجغتوپه ولسوالۍکي پر امریکایانودهاوان توغندوييز بريدونه اونورډیرچریکی عملیات ترسره کړل چي ګڼ شمیر صليبي يرغلګر او د هغوي مزدوران يي له مينځه يووړل، د نوموړي د شهامت او غزاګانو قيصې بيخي ډيري دي چي دا مو يي د نمونې په ډول يادي کړې.

بالاخره په کال(۱۳۹۲هـ ش)داولې میاشتې په لسم تاریخ ، غزنی ولایت ته څیرمه د اسفندي په سیمه کي د صليبي وحشي يرغلګرو او ګوډاګيانو له لوري د ګډوعملیاتو په ترڅ کي په مخامخ کمین کي چي ډیرمرتدین اووحشی یرغلګر په کي له مينځه ولاړل ، د هوايي بریدله کبله دشهادت لوړمقام ته ورسید،روح دي يي ښاداویاددييي تل وي، انالله واناالیه راجعون

Tweet
Share