د ظلم او وحشت ضد مظاهرې ولې ځپل کیږي؟!!(د اوونۍ تبصره)
- تفصيل
- نېټه: سه شنبه, 03 فروري 2015 09:16
- لیکوال: -
- بـــــرخه: نوري تبصرې
په دي وروستیو کې د جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم د لوړ او مبارک شخصیت په هکله د فرانسوي مجلي (چارلي ابدو) له لوري دریم ځل احمقانه، ګستاخانه او ناوړه کړنې د افغانانو او د نړۍ د مسلمانانو قهر او غوسه راوپارول.
د نوموړي مجلې پر دفتر د (۷ جنوري ۲۰۱۵م) نیټه له غرمي مخکې پر ۱۱-۳۰بجي حمله وشوه چې ۱۳ کسان پکې ووژل شول، خو هغوی په ورپسي چار شنبه د ۲۰۱۵م کال د جنوري په ۱۴مه نیټه نوې ګڼه خپره کړه او د بیان د ازادۍ تر عنوان لاندي یې بیا د حضرت محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم په شان کې ګستاخي وکړه او خپل جهالت او حماقت یې ټولي نړۍ ته څرګند کړ.
هغوی مخکي هم د مسلمانانو د ځورولو لپاره په ۲۰۱۱م او ۲۰۱۲م کلونو کې د حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم په شان کې ګستاخي کړې وه، دادی اوس یې یو ځل بیا د اسلامي امت د سپکاوي او توهین په موخه په تازه ګڼه کې د عقل او منطق خلاف د هغه چا خلاف ګوستاخانه څرګندونې وکړې چې ټوله نړۍ یې د جاهلیت، بد اخلاقیو او د ظلم له تارکیو نه د اسلام، علم او عدالت رڼا ته راوایستل او نجات یې ورکړ.
د نوموړې بد مرغي مجلې لخوا چې کوم انځورونه خپاره شویدي او جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم ته منسوب شویدي په هیڅ وجه د هغه د شان سره مناسبت نلري او د جناب رسول الله علیه وسلم سره هیڅ ورته والی هم نلري، دا د الله جل جلاله هغه وعده ده چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره یې کړیده: {والله يعصمك من الناس} (المائدة - ۶۷) نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایې: (ومن رآني في المنام فقد رآني، فإن الشيطان لا يتمثل في صورتي) رواه البخاري، د سیرت کتابو لیکلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به ویل: (ألا تعجبون لما صرف الله عني من أذى قريش، يسبون ويهجون مذمّما وأنا محمد).
د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت، شمائل او مبارکه حلیه د حدیثو او سیرت کتابو لیکلي ده، د بېلګي په ډول: میانه قد، مضبوط بدن، ښائسته څیره او ښه خویونه، سور ته مایل سپین ګیردی مخ، توره ګڼه ږیره یې لرل، په مبارکه ږیره کې یې د ژوند په آخر کې لږ سپین ویښتان ښکاریدل، سترګي یې بي رنجو توري وي، د وریښمو په څیر پاسته لاسونه یې وه، غاښونه یې د ملغلرو په شان وو، تر مشکو او عنبرو خوشبویه و، مخ مبارک به یې د خوشحالی په وخت کې د سپوږمۍ په شان ځلیدی او داسي نور...
ټولي نړۍ ته څرګنده ده چې افغان میړني ولس تل د ظلم، بربریت او وحشت پر ضد خپل اواز اوچت کړی، ظالمان یې په زغرده تر ګریوان نیولي او پر مخ یې کلکې څپېړې ورکړې دي، په هر عصر او زمانه کې د جابرانو او مفسدینو مخ ته دریدلي، د مقابلي میدان ته وتلي، غاښ ماتونکي ځواب یې ورکړی دی او هیښونکي قربانۍ یې ورکړیدي، دا یو روښانه او واضح حقیقت دی، د هیچا نه پټ ندی، ډېرې بېلګې او شواهد لري، بلکې په نني معاصر تاریخ کې هم زموږ مسلمان ولس د اسماني ستوري په څیر ځلیږي، لیري او نیژدي ټول خلک یې د ننګ او غیرت ننداره کوي.
خو د تاسف ځای دی چې ځیني لاسپوڅي او په نامه افغانان په افغاني لباس کې د یرغلګرو لوری نیسي او د خپل شریف ولس په مخ کې دریږي، د پردیو نه دفاع کوي، همدغو پردیپالو په کابل کې د هوتخیلو په پرونۍ (۱۱ دلو ۱۳۹۳هـ) مظاهره ډزي وکړي، د راپورونو په اساس دري کسان یې شهیدان او یوویشت کسان یې زخمیان کړه، دا په داسي حال کې چې اشغالګر د بیان او مظاهرو ازادي د خپل تاریک دور لویه لاسته راوړنه بولي.
اسلامي امارت د تېر په څیر خپلو مجاهدینو ته توصیه کوي چې د قرآن کریم او سنت نبوي په ارشاداتو عمل وکړي او د الله تعالی او د هغه د ستر رسول صلی الله علیه وسلم د لار ښوونو سره سم د خپل دین د استحکام او خپرولو لپاره مټي راونغاړي او تر هغه خپل مقدس جهاد ته ادامه ورکړي چې اشغال پایته رسیږي، د نبي کریم صلی الله علیه و سلم سیرت خپل کړي او د هغه په نقش قدم روان شي.
تازه لیکني
- کندز : امام صاحب کې ۵ عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته
- د لغمان په قرغيو کې په پوسته بريد وشو
- مرکزي بغلان کې د دښمن رينجر وسوزول شو
- له شرابیانو وروسته اوس چرسیان په هلمند بخت ازمویي
- کندهار: میوندکې دقومندان په شمول ۶ اربکیان قتل ګڼ مهمات غنیمت شول
- ننګر ها ر : بټي کوټ کې په پوسته بريد شوی
- هلمند: سنګین کې شوبله ویجاړه ، ۳عسکرقتل یوټپي شو
- هلمند: سنګین په جګړه کې ۵ګوډاګیان قتل ۲ ژوبل شول
- دهلمند ولایت په مالمندکي دغلامې ادارې پراشوټي اوباشانودملکي خلکو200دکانونه اودیوه بارګین 22موټران وسوځول
- سرپل کې دګوډاګیانوشکست ، یوټانک یورینجرویجاړګڼ مهمات غنیمت شوي
- کونړ : مروره کې مزدور عسکر ووژل شو
- ننګرهار : خېوه کې په پوسته بريد وشو
- غازي اباد کې ۱ موټر ويجاړ او ۲ عسکر ټپيان شول
- کونړ : ناړۍ کې په عسکرو او پوستو بريدونه شوي
- فاریاب : چهلګزي کې موټرویجاړ یوګوډاګی ووژل شو