بسم الله الرحمن الرحیم

لیکني

د مجاهدينو برياوې ددښمن په ژبه

پنجشنبه, 06 May 2010 12:52
پدي وروستيو ووختونو کي، د امريکې ددفاع وزارت پنتاګون، په افغانستان کي د مجاهدينو د زياتيدونکي مقاومت او نفوذ په هکله 150 صفحه ايز راپور خپور کړي . پدي راپورکي ويل شوي چي د کابل لاس پوڅې اداره، د افغانستان د 121 ولسواليو څخه چي ،د ثبات او امنيت له پلوه ستراتیژيک اهميت لري، يوازي په 29 ولسواليو کي واک لري او د اسلامي امارت نفوذ د لا پراختيا په حال کي دي. راپور زیاتوی د کرزي د رژيم د واک ساحه پدغو سيمو کي يوازي 25 په سلو کي ده. پدي راپورکي داهم ويل شو ي چي 2009 کال د اسلامي امارت د مجاهدينو لپاره د برياوو کال وو. دوي پدي موده کي ډير پرمختګ وکړ. راپور وایی د تيرکال په نسبت د مجاهدینو په عمومي او ناڅاپي بريدونو کي ۸۷ په سلو کي زياتوالي راغلي دي.

د افغانستان د وضع په هکله د پنتاګون تحليل کوونکي صاحب منصبان اعتراف کوي چي د مجاهينو تاکتيکونه اوس ډير پرمختللي او ښه پراختيا يي موندلي. دوي اوس ډيرې پيچيده طريقې استعمالوي. يرغلګر دښمن داهم وايي چي په بشپړه توګه د مجاهدينو له منيځه وړل ناممکن کار دي. يوازي بايد هڅه وشي چي د هغوي د لازيات پرمختګ مخه ونيوله شي ترڅو د کرزي حکومت را ونه پرزوي.

دا دهغه زبرځواک د خولې خبرې دي چي په 2001 کال کي يي متکبر ولس مشر بوش ويل چي که په افغانستان کي زموږ دښمنان په سمڅو کي هم ننوزي، نوموږ به يي د سمڅو دننه ساه وباسو او څوک چي زموږ مقابلې ته راځي، هغه ځان ته پخپل لاس خپل قبر تياروي. خو نن عيني واقعيتونه ښيي چي دښمن او لا س پوڅي ا داره يي پخپله په سمڅو او بيسونو(فوځی مرکزونو) کي ننوتلي اود اسلامي امارت مجاهدین د افغانستان په80فيصده خاوره کي په ښکاره ګرځي.

داسلامی امارت ددې ډول بریالیتوبونوچې ، دشمن خپله پرې اعتراف کوی ، عمده لامل دادی چي، د اسلامي امارت غوښتني او منشور د ولس د غوښتنو سره يو شان دي. ولس پوهيږي چي د افغانستان د اسلامي امار ت مجاهدين ددوي د اسلامي، ملي ، فرهنګي او اجتماعي غوښتنو مدافعين دي. همداراز، د اسلامي امارت مجاهدينو دغه مقام نه په زر ګټلي او نه په زور بلکي دخپل ولس زړونه یی تر لاسه کړی ، زر او زور خو دواړه د يرغلګر دښمن سره دي او په تيرو نهو کالونو کي يي په پراخو لاسونو استعمال کړي هم دي خو يوه يي هم ورته فايده نه ده کړي.

يرغلګر دښمن ته باید په ډاګه شی چي ، د ستاسي د ناکامۍ وجه اصلا داده چي د افغانی ټولنې د عيني واقعيتونو په خلاف مو يوه فاسده اداره په افغان ولس تپلي ، په افغانستان باندي مو ناروا پوځی تيري کړي او دهيواد خپلواکي او ملي حاکميت مو له مينځه وړي دي. په زرګونو بيګناه افغانان مو په ګوانتانامو، بګراـم، پلچرخي، قندهار او نورو پټو او ښکاره محبسونو کي بند ساتلي ، افغانستان مو د سي آی اې د استخباراتی شبکې اډه ګرځولي ، د افغاني عنعناتو په خلاف د خلکو کورونو ته د شپي له خوا وراوړي، او بي دفاغ افغانان شهيدانوي، د خلکو په ودونو او خيراتونو ړندي بمبارۍ کوي ؛ نو ترڅو چي خپل يرغل ته مو د پاي ټکي نه وی ايښي او د مظلومو افغانانو د ځورلولو او شهيدانولو نه مو لاس نه وي اخيستي،او دافغانانو هیواد مو افغانانوته نه وی پری یښی د ستاسي د واک ساحه به همداسي ورځ په ورځ نوره هم تنګيږي او يو وخت به داسي راشي چي له تيښتي اورسوایی پرته به بله لاره در پاته نه وي. اوس وخت او حالات دواړه د ستاسي په خلاف روان دي. دغه په خلاصو غوږونو واوري چي څومره زیات په افغانستان کې پاته کیږی همدومره به زیات بی حیثیته کیږی او چی څومره ژرکولای شی له افغانستانه خپل قو وتونه وباسی ستاسو اودټولی سیمي په ګټه ده !
Tweet
Share